شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهایمل ولي خان: افغانستان کې هېڅ کورنۍ جګړه نشته، ټوله لوبه پاکستان...

ایمل ولي خان: افغانستان کې هېڅ کورنۍ جګړه نشته، ټوله لوبه پاکستان روانه کړې

تاند (سه شنبه د سرطان ۸) د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان وايي، په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودیت په اړه د پاکستاني دولت ادعا د هغې پالیسۍ برخه ده چې پاکستان یې د خپل ځان د سپیناوي لپاره تعقیبوي.

نوموړي نن سه شنبه په یوه فېسبوکي یاداشت کې ویلي چې د افغانستان په هکله د پاکستان زهرجنې پالیسۍ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نسلونو ژوند برباد کړی دی.

هغه زیاته کړې، دوی د پاکستان په خبرو نه غولېږي، سپینه خبره کوي او هغه دا ده چې په افغانستان کې هېڅ کورنۍ جګړه نه شته، کومه لوبه چې روانه ده د پاکستان مداخله ده.

ایمل ولي خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې د افغانستان په جنګ کې د وژل شویو او ټپي شویو طالبانو مړي او ټپیان دغه هېواد ته ور وړل کیږي او هلته تداوي کیږي.

که څه هم پاکستان وایي چې د افغانستان حکومت سره یې اړیکې د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ په اساس دي، لاکن نوموړي له افغان طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه ونیسي.

شیخ رشید دا خبرې د پاکستان له یوه خصوصي تلوېزیوني چینل جیو نیوز سره په یوه مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.

رشید زیاتوي، «مسئله دا ده چې د اکثرو طالب مقاماتو کورنۍ دلته په پاکستان کې ژوند کوي؛ هغوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې اوسېږي.»

افغان مقامات ادعا کوي چې، طالب مشران په کوېټه او کراچۍ کې ژوند، کار او تجارتونه کوي، د کوېټې او پېښور په نوم شوراګانې لري، جیګپوړي مقامات یې په کوېټه کې ژوند کوي، او مشران یې د پاکستان په پاسپورټونو سفرونه کوي.

ویل کیږي چې پاکستان له نژدې ۴۵ کالونو راهیسې او حتی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت‌ پر وخت په کابل کې د واکمنو مرکزي حکومتونو پر ضد وسله وال روزلي او بیا یې افغانستان ته د ورانکارۍ او د افغانانو د وژلو لپاره رالېږلي او دا لړۍ تر اوسه پورې دوام لري.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب