تاند (سه شنبه د سرطان ۸) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي په لغمان ولایت کې د لیمو او خوږو نارنجو ۸۶ جریبه متراکم (ګڼ) بڼوڼه کېنول شوي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا بڼونه د لغمان مرکز مهترلام او د دې ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د بڼوالۍ پراختيا او ودې په موخه کېنول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه بڼوڼه ۶۵ بزګرانو ته کېنول شوې او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځې او ۲۲۵ نارینه ترې ګټه پورته کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي دا بڼونه په مسلکي توګه کېنول شوي چې دوه کاله وروسته او د دودیزو هغو په پرتله ۲۰ چنده زیات حاصلات ورکوي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ګڼو بڼوڼو کېنول له یوې خوا د هوا د حرارت د کمښت په برخه کې موثر دي او له بلې خوا د چاپېریال ساتنې په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي.