Homeخبرونهد افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتنې لپاره ځانګړې اجازه پکار...

د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتنې لپاره ځانګړې اجازه پکار ده

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د ریډیټ (Reddit) د راپور پر اساس، د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتنې لپاره باید لږ تر لږه ۴۸ ساعته مخکې د برېښنالیک له لارې اجازه وغوښتل شي او ۷۰۰ ډالره فیس ورکړل شي.

د راپور له مخې، د افغانستان پر هوايي حریم د الوتنو پر مهال د لارې په اوږدو کې د الوتکو د تګ راتګ د څارنې او لارښوونې فعال سیستم نشته. له همدې امله، پیلوټان اړ دي چې د راډیو له لارې خپل موقعیت او د الوتنې نیتونه اعلان کړي او د الوتکو ترمنځ د خوندي واټن ساتلو مسوولیت په خپله پر غاړه واخلي.

د دې معنا دا ده چې که افغانستان په دې برخه کې خپل وضعیت ښه کړي، لا ډېرې الوتکې به د افغانستان له فضا څخه تېرې شي او لا ډېر عاید به له دې درکه افغانستان ته په لاس ورشي.

د الوتنو د عملیاتو د متخصصې ډلې، اوپس‌ګروپ د راپور له مخې چې د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې تازه شوی، د افغانستان هوايي حریم د کنټرول نه لرونکي هوايي حریم په کتار کې راځي او د الوتنو په مسیرونو کې د هوايي تګ راتګ د کنټرول خدمتونه نه وړاندې کېږي.

د راپور له مخې، پیلوټان اړ دي چې د راډیو/ مخابرې د یوې ځانګړې څپې له لارې په منظم ډول خپل موقعیت او د الوتنې پلان اعلان کړي. همدارنګه، الوتکې باید په هر الوت کې له مخکنۍ الوتکې سره لږ تر لږه ۱۵ دقیقې واټن وساتي.

اوپس‌ګروپ وايي، هوايي شرکتونه باید د الوتنې د اجازې غوښتنه لږ تر لږه ۴۸ ساعته مخکې وسپاري. خو دې ډلې سپارښتنه کړې چې دا غوښتنلیکونه دې لږ تر لږه ۷۲ ساعته مخکې واستول شي.

هوايي شرکتونه د اجازې د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې د غوښتنلیک فورمه د بیمې اسنادو، د الوتنې د وړتیا سند او د الوتکې د ثبت له اسنادو سره یوځای وسپاري.

هغه شرکتونه چې سوداګریزې الوتنې کوي، باید د هوايي چلند د فعالیت جواز هم له غوښتنلیک سره ضمیمه کړي.

د الوتنې د اجازې د صادرولو لګښت ۷۰۰ ډالره ټاکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...