سر یې ژر ژر خوځاوه د نویو لنډو کړیو ویښتو څوکې یې له سره کړیو بارخوګانو سره لګیدې رالګیدې. غړۍ یې هندارې ته ورنژدې کړه. د یوې سترګې شا یې ورنګوله، د بلې یوې یې هم شنه کړه.
پر ویړو شونډو یې سور رنګ تیر بیر کړ. ورو یې یوه شونډه پر بلې لمده کړه، هندارې ته مسکۍ شوه. تک سپين غاښونه یې سره شوي وو، کاغذي دستمال یې پرې تیر کړ. د کور د بهر ور یې په ځان پسې کلک کړ.
تر نورو ورځو نن د دفتر سهارنۍ غونډې ته وخته ورسیده. د غونډې پرمهال یې یوه یوه ته وکتل. تر غونډې وروسته له یوه سره ودریده بیا له بل او بلې سره خو خبرې د دفتري کار وې.
مازدیګر چې کور ته ستنه شوه وار له واره هندارې ته تم شوه، د بارخوګانو رنګ تللی و، سرې شونډې یې سپیرې شوې وې، د سترګو د شا رنګ هم پيکه ښکاریده، خو په ریمل کې یې لا سترګې غټې ایسیدې.
د ماسختن تر ډوډۍ وروسته یې ویښته په موټ کې ونیول:
« کاشکي مې نه وای کم کړي»
د خوب کوټې ته ولاړه سر یې پر بالښت کیښود، بالښت یې پر سر کیښود:
« ولې یوه همکار هم د ویښتو صفت ونه کړ؟!»
پښې یې له کمپلې وایستې، کمپله یې ایسته کړه، بیرته یې ځان پټ کړ:
« خپله ګناه دې ده باید پوښتنه دې کړی وای چې ویښته مې څرنګه ښکارې»
په اړخ واوښته په بل اړخ شوه، د لنډو ویښتو څوکې یې ونازولې، خوب یې تښتیدلی و، پوست بالښت یې په سوک وواهه:
« ولې به مې پوښتنه کوله دوی سترګې نه لري»
پښو یې سوی وکړ، یو پر بلې یې وسولولې:
« حتما ښه نه ښکارې چې یوه هم څه ونه ویل»
ویښته یې په دواړو لاسونو جرپر کړل:
« همکاران بد نیته دي»
« بخیلي یې کیږي ځکه یې مبارکي نه راکوله»
پښې یې ټولې کړې، بیرته یې ورو وغځولې. بڼورې سترګې یې سره ولاړې، لاس یې له ویښتو وښویدو، خوب یووړه.
پای