دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په دستارنامه کې د معما حل | وږمه حلیم

په دستارنامه کې د معما حل | وږمه حلیم

مخکې له دې چې په دستارنامه کې معما او د معما په حل خبرې وکړم، په خوشال خان خټک، دستارنامه او معما باندې لږ خبرې کوم.

خوشحال خان خټک:

خوشحال خان خټک یا خوشحال بابا د پښتو ادب  یو ملي شاعر، مؤلف او مفکر، څیړونکی، ژباړونکی او د ننګ د ډګر اتل دی. دی نه یوازی په هېواد کې د ننه بلکې په نوره نړۍ کې هم شهرت لري او د اروپا خلکو ورته د یو ملي، قومي لوی شاعر او لیکوال خطاب ورکړی دی. د دې ستر شاعر، نامتو پهلوان، د توری او قلم اتل او پیاوړي زعیم آثارو په هکله ژور علمی او مختلف مطالعات او څیړنې شوي دي. 

دستارنامه:

د خوشحال خان خټک (دستار نامه) یو مشهور او منثور اثر دی، چې د ملي جذباتو او احساساتو د اغېز لاندې لیکل شوی دی. (دستار نامه) یو سیاسي او تربیوي کتاب دی، خوشحال خان خټک د دې کتاب په هکله لیکلي دي: “(شل) هنره او (شل) خصلته چه اختیار شوي دي په دوه بابه کې به واضیح شي: اول په کې د ځان پیژندګلوي ده، بیا ورپسې هنر د علم دی، بیا ورپسې نورکسبونه، فنونه او حرفتونه دي.”

 د (دستارنامه) په باب ښاغلی سمندر خان سمندر د کتاب په مقدمه کې لیکلي دي: “د خوشحال خان دستارنامه په حقیقت کې د عزت، حرمت او سړیتوب درنه پګړۍ ده. که څوک د د ستارنامې په معیار دغه شل هنره او شل خصلته نه لری؛ نو د قام د مشرۍ

د دستار تړلو قابل نه دی.”

خوشحال خان خټک په دې کتاب کې د پښتون ملت او ولس ویښول، د دوی عیبونه ورښودل او دوی په شعوري لحاظ د وطن، استقلال، خپلواکۍ د مینې سره آشناکول، د قومي مشرۍ او سیاسي پوهې، ملي احساساتو، وطن دوستۍ او ملیت‌پرورۍ مختلف اړخونه تشریح کړي دي؛ دی غواړي چې وښیي لارښوونکی او نمونه پښتون باید څنګه وي. نن ورځ د نړۍ سیاست پوهان د یو خپلواکه دولت سیاسي رهبری ته ډېر اهمیت ورکوي، ځکه چې د یو ټولنې مشر د هغې ټولنې د استقلال، خپلواکۍ او د خلکو لارښوونکی دی. خوشحال خان د واقعي مشرانو په هکله ډېرې خبرې لري او وایې: 

چه دستار  تړي  هزار  دي      د دستار سړي په شمار دي

خوشحال خان په دې بیت کې پګړۍ، خولۍ او تاج د یو انسان د سړیتوب مقام، غوره اخلاقو، عاداتو، کلتور او فرهنګ سمبول ګڼي او وایې: دستار هغه څوک باید په سر کړي چې قابلیت یې ولري. دا یوه په زړه‌پورې نصیحت نامه ده، لوستل یې هر چا ته په کار دي.

معما:

معما په لغت کې پټ ته وايي او په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې نوم، تاریخ یا کوم بل مطلب د ایما او رمز په ډول راوړی وي.

عموما په معما کې د ابجد يا نورو سيسټمونو له مخې شمېرې په توريو اوړي او بيا له توريو نه کلمې جوړېږي. دا کلمې زياتره د مانا څښتنه کلمه وي، خو کله د مخففاتو غوندې د اوازونو تشه بې مانا ټولګه وي. پخوانو داسې انګېرله، چې د زوکړې، مړينې يا بله نېټه چې په شمېرو(اعدادو) کې وړاندې کېږي او دا شمېرې سختې ناشاعرانه وي؛ نو د شاعرانه کولو لپاره يې پکار ده، چې په توريو واړوو او کلمې ترې جوړې کړو. دا کلمې که مانا ولري؛ نو په معما کې دوه اړخه پيدا شي، يوه د کلمې اصلي يا سرسري مانا بله پټه يا معمايي مانا.

معما چې په توريو او کلمو کې وړاندې کېږي، تر نېټو لنډه وي او د شعر له وزن سره سمون هم لري، ځکه د نېټو د موزونولو تجربه په شاعرۍ کې کمه شوې او چندان کاميابه تجربه هم نه ده. بل څپې هم کمي نيسي او په اسانه په شعر کې مدغمېږي. مثلا: د ابجد له مخې هر تورى څو شمېرې لري. دا څو شمېرې په يوه توري کې وړاندې کېداى شي، چي په څپو کې سپما رامنځته کوي.

پخوانو په شعر کې له دې ډول پېچلتيا نه خوند اخيسته او غوښتل يې مخاطب وننګوي. معما عموما په مهمو چارو کې کارېدله. هغه کار چې عام و، شاعرانو ورته معما نه کاروله؛ نو معما به شاعر د خپلو مهمو کارونو لپاره کاروله؛ نو د پېښو اهميت هم د معما يو علت ګڼلاى شو.

معما پټولو ته وايي. په شعر کې له هندي مکتب بهر نورو شاعرانو د خبرو سادتوب ته ډير تمايل لاره؛ نو بيا يې په معما کې د پېچلتيا تنده ماتولاى شوه. په هندي سبک کې چې پېچلتيا او کنايو اهميت لاره، له معما هم خوند اخيستل کېده.

په هغه وخت کې عمومي ادبي تمايل معما ته موجود و. اوس چې دا تمايل نشته، شاعران معما نه کاروي او چندان ګټور کار ورته نه ښکاري.

د معما ډولونه:

۱- د جمل(حساب) له مخې: 

جمل په لغت کې حساب یا د تورو حساب ته وایي او په اصطلاح که شاعر کوم نوم، نېټه یا بل مطلب د ابجدو د حساب په واسطه په رمز سره راوړی وي.

۲- د تحلیل په بڼه معما:

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وي، چې په وړاندې وروسته کولو سره یې حل راووځي، د تحلیل په بڼه معما ورته وايي.

۳- د قلب تصحیف او سقاط په بڼه معما:

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وي، چې د تورو په چپه کولو، د ټکیو په غورځېدلو او ټکیو په بې ځایه‌کولو سره حل شي، نوموړې معما یې بولي.

۴- د تبدیل او تصحیف په بڼه معما:

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وي، چې کومه کلمه په کې بلې ژبې ته ژباړل کېږي او ټکي هم په کې بې‌ځایه شي د تبدیل او تصحیف په بڼه معما ورته وایي.

۵- د تبدیل او قلب په بڼه معما: 

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وي چې بلې ژبې ته ژباړل کېږي او یوه نیمه یې اپوټه‌کېدو ته اړه ولري، نوموړې معما يې بولي.

په دستارنامه کې د معما حل:

که موږ د خوشحال خان خټک ټول اثار وګورو؛ نو د معما موندل او حل‌کول یې اسانه دي؛ ځکه خوشحال خان خټک ورته قرینې کارولي دي، لکه: 

د غواص د کال وبا    خدایې مه راوله بیا

پورته شعر کې معما د غواص په کلمه کې ده؛ او خوشحال خان ورته قرینه کارولې ده چې قرینه یې دې کال کلمه ده، او ۱۰۹۷ کال ترې جوړیږي:

غ ــ ۱۰۰۰        و ــ ۶        الف ــ ۱        ص ــ ۹۰

= ۱۰۹۷

دستارنامه کې شل هنره او شل خصلتونه بیان شوي دي. په هنرونو کې د ښکار هنر، د کرنې هنر، د موسیقۍ هنر او په خصلتونو کې د مشورې، انصاف، انتظام، او غیرت خویونه راغلي دي. په دستارنامه کې سیاست، تدبیر، اخلاق، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی. خوشحال خان خټک دستارنامې ته رنګ ورکولو او د خپلو خبرو اغېزمن کولو لپاره خپل شعرونه په پښتو او دري ژبه او هم ځینو مشهورو شاعرانو دري شعرونه راوړي دي.

زموږ اصل موضوع په دستارنامه کې د معما حل دی؛ خوشحال خان خټک په دستارنامه کې پیچلې یا ورکه معما نه ده کارولې؛ ډېرې معماوې یې هم کارولي نه دي؛ بلکې ټوله دستارنامه کې یوه معما، هغه هم ډېر په مهارت یې د دستارنامې لیکلو تاریخ(کال) يې په معما کې خوندي کړی دی:

دا کتاب چه په پښتو خوشحال انشاء کړ      پخوا نه دی انشاء کړی پښتانه

که تاریخ یې د انشاء له ما نه غواړې           وایم دا بس دی محنت د بیلتانه

پورته شعر کې (بس دی محنت د بیلتانه) د ابجدو له مخې ۱۰۷۷ کال کېږي چې په دې تاریخ خوشحال خان خټک دې دستارنامې لیکل پای ته رسولي دي:

ب ــ ۲            س ــ ۶۰        د ــ ۴            ی ــ ۱۰

م ــ ۴۰            ح ــ ۹            ن ــ ۵۰        ت ــ ۴۰۰

د ــ ۴

ب ــ ۲        ی ــ ۱۰        ل ــ ۳۰    ت ــ ۴۰۰    الف ــ ۱

ن ــ ۵۰    ه ــ ۵

= ۱۰۷۷ کال

په پایله کې وایم چې معما کارول مهارت او هنر دی؛ او قرینه ورسره راوړل نور هم مهارت غواړي؛ ځکه باید معما او قرینه شعر ښایسته او هنریت یې ډېر کړي؛ او خوشحال خان خټک په دې هنر کې ساری نه لري.

ماخذونه:

  • خټک، خوشحال خان. دستارنامه. ۱۳۴۵ه.ش. کابل: پښتو ټولنه، دولتي مطبعه.
  • ښکلی،اجمل. مقاله:معما مو اوس ولې نه لګي؟. ۱۳۹۴ل. www.taand.com/main  
  • همکار، محمد ابراهیم. بدیع فن او پښتو شاعري. ۱۳۸۸ل. ننګرهار:مومند خپرندویه ټولنه.              

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب