د خوږ ژبي سندرغاړي میرخان مُقري نوی سندره – زیړی مازدیګر – د اراواښاد صدیق پسرلي له شعري ملغلرو جوړه سوې ده. په مساپرۍ او د امکاناتو په نشتون کې، بیا هم ځوان میرخان د پښتو هنر لپاره داسې ځلانده غمیان جوړوي چې سړی ورته ګوته په غاښ هک-پک سي.
د سندرې د کمپوز، موزیک او غږونو ورهاخوا، زما له کوچني انده، د سندرې شعر ډیرې ژورې ماناوې د اوریدونکي فکر ته ایږدي.
فنا د هر ژوندي موجود پایله ده، که څه هم چې ګڼ انسانان یې تصور له ورځني ژونده په بیرحمۍ شړي. دا چې په ژوند کې مُدعاوې او مفاهیم څه دي، هر څوک یې په یو نه یو ډول انګیري. خو د ژوند لمر چې په لویدو سي، ښايي ځینو ته دا ذهني بوختیا پیدا سي چې دا زما د ژوند هدف او مانا څه وه؟
خدابخښلي پسرلي ته جهان د اوسیدو ځای نه و. دا ژوند، دې نړۍ ته راتګ، په دومره خواریو نه ارزي. خو راتګ د انسان په واک کې ندی. انسان نړۍ کې له پیدايښت دمخه هغومره ناپیژندل سوی دی لکه چې له مرګ وروسته کیږي – نه له اوله پوهیږو نه په آخر. له څه/کومه راځو او څه ته/چیرې ځو؟
خو زه دلته اعتراف کوم چې د سندرې له اوریدلو سره پر خپل یو ستر غفلت خواښینی سوم.
دا نه جبرانیدونکی غفلت، که څه هم زما د نه پوره کیدونکو نیمګړتیاو یوه تشه خانه ده، خو تر ډیره زموږ له افغاني کلتور اوټولنې څخه هم سرچینه اخلي.
زما د ژوند لمړنۍ درې لسیزې په کابل کې وې. همدغه ښار کې ښوونځي ته ولاړم، همدلته مې د ځان او نورو په اړه ذهنیت جوړ کړ.
لا د اوو کالو نه وم چې د همزولو په څیر د هندي فلمونو په وبا اخته سوم او ډیر ژر مې د بالیوود ګڼو ممثلینو ته هنري مینه وغوړیده. د ډیرو نومونه او نورې شخصي ځانګړتیاوې مې حافظې ته وسپارلې او له هندي موسیقۍ سره مې ذهني او عاطفي عادت وموند.
اوس شرمیږم چې اعتراف کوم چې ښايي د ویښ ژوند سلګونه – آن زرګونه – ساعتونه مې د مبتذلو هندي فلمونو په لیدلو تیر کړي. څومره پیسې به مې پدې لړ کې ورکړي وي، حساب یې نه لرم.
اوس چې مې عمر تر څلویښتنیمو اوښتی، ځیني هغه هندي فلمي ستوري، چې پخوا مې ډیره مینه وسره لرله، وینم او اورم چې زما په څیر له مسلمانانو ډیره کرکه کوي. د بیلګې په توګه، میتن چکرابورتي چې اوس په هندو افراطي ملتپاله سیاست بوخت دی، ویلي چې مسلمانان دې ټوټه-ټوټه او په مځکه ننوځي.
زه نه د اخلاقو ښوونکی یم نه دا وایم چې چکرابورتي دې خپل کرکجن سیاست زما په خوښه اصلاح کړي، خو پدې پښیمانه یم چې له ماشومتوبه، په افغانستان کې، د چکرابورتي په څیر د هندي ممثلینو د فرهنګي محصولاتو ساده رانیونکی وم؟
اوس مې پښیماني مې په خپګان اوښتی چې پوهیږم په همدغه کابل کې چې زه وم، صدیق پسرلي هم ژوند کاوه خو ما غافل او ناپوه یې یو ځلي هم د زیارت کولو بخت ونه موند.
که د ځان له ټکولو یو څه لاس واخلم، بیا دا پوښتم چې ولی زما مشرانو او ټولنې – ښوونځي، ملي راډیو تلویزون او نورو ټولنیزو بنسټونو – ما غوندي کمکیانو او ځوانانو ته لارښوونه نه کوله چې د چکرابورتي په ځای، خپل پسرلی وپیژنم؟
ځکه خو د خدای بخښلي ګیله څومره پر ځای او سمه ده چې وايي:
څوک د ملغلرو پیژندوی نه و— تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم
زموږ ډیرو افغانانو عادت دی چې د کارپوهانو په څیر په هر شي کې سپارښتونه او لارښوونې کو، پداسې حال کې چې په اصل کې نه کارپوه یو نه مو چا لارښوونه غوښتې وې. ځکه خو، زه د دې لیکنې پایله کې دا سپارښتنه نکوم چې تاسو باید څه وکړئ او څه ونکړئ چې زما په څیر پښیماني او خپګان ونلرئ. مننه چې دا پښتو لیکنه مو تر پایله ولوسته!