یکشنبه, جنوري 12, 2025
Homeخبرونهچمپینز ټرافۍ لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

چمپینز ټرافۍ لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ۲۰۲۵ز کال چېمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل او د مارچ تر نهمې نېټې به په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې دوام وکړي.

کرکټ بورډ وایي د ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د ښنګرې د ټپ له امله له سیالیو بهر و، اوسمهال رغېدلی او په نوملړ کې بیا ځلې له افغان لوبډلې سره یوځای شوی دی.

دغه راز مجیب الرحمن چې تېره میاشت د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې د لوبډلې برخه و، د خپل ډاکټر له سپارښتنې سره سم لا هم د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دی او د یادو سیالیو لپاره نه دی ټاکل شوی چې له همدې امله نوموړی د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې هم د نوملړ برخه نه و.

په نوملړ کې د مجیب الرحمن پر ځای بل ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر ټاکل شوی دی.

سربېره پر دې د یادو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې صدیق الله اتل هم چې د زمبابوې پر وړاندې د تېرې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو، نوملړ ته اضافه شوی دی.

د اتل ترڅنګ چپ لاسی ورو توپ اچوونکی نور احمد، چې له دې وړاندې د ټپ له امله د زمبابوې پر وړاندې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ونه لوبېده، بیا ځلې لوبډلې ته اضافه او د اتلانو جام سیالیو کې به د افغان لوبډلې ملتیا کوي.
اعلان شوې لوبډله:

د ۲۰۲۵م کال چېمپینز ټرافي سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
په احتیاطي لوبغاړو کې دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروټی ټاکل شوي.
د سیالیو مهالوېش:
جمعه، د فبروري میاشتې ۲۱مه نېټه:
افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې
کراچۍ کرکټ لوبغالی

چهارشنبه، د فبروري میاشتې ۲۶مه نېټه:
افغانستان د انګلستان پر وړاندې
لاهور کرکټ لوبغالی

جمعه، د فبروري میاشتې ۲۸مه نېټه:
افغانستان د استرالیا پر وړاندې
لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
لومړۍ نیمه پایلوبه
دوبۍ کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
دویمه نیمه پایلوبه
لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
پایلوبه
لاهور / دوبۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب