پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ پر پښتو ترکیبونو د ژباړې ناوړه اغېز | نازنین احمدزۍ

 پر پښتو ترکیبونو د ژباړې ناوړه اغېز | نازنین احمدزۍ

لنډيز: که چیرې موږ غواړو چې یوې ژبې ته پرمختګ ورکړو، د لیک او لوست ژبه یې کړو، نړیوالو ته یې ور وپیژنو او د له منځه تللو مخه یې ونیسو؛ په هرې برخې کې د ډول ډول آثارو د رامنځته کولو ترڅنګ باید د نورو ژبو پیاوړي، اړین، نوي او د اړتیا وړ معلومات هغې ژبې ته وژباړو.

       که موږ څومره هڅه وکړو چې په یوازېتوب سره خپلې ژبې ته وده ورکړو، هیڅ کله په خپلې موخې کې بریالي کیدای نه شو. موږ اړ یو چې د نورو ژبو سره اړیکه رامنځته کړو؛ ترڅو خپلې موخې ته ورسیږو او د نورو ژبو سره اړیکه رامنځته کول پرته له ژباړې څخه نشي کیدای.

 په ژباړې کې باید ډير غور وکړو، ځکه که داسې ونه کړو ژباړه د ډيرو ستونزو لامل ګرځي. غلط مفهوم به مو لیږدولی وي او ټولنې ته د نورو زیانونو ترڅنګ زموږ ژبه هم خرابوي؛ نوې کلمې، ترکیبونه ، اصطلاحات او ګرامري توپیرونه به رامنځته کړي، چې برسیره پر دې چې زموږ ژبې ته نامانوسه کلمې راننوځي، زموږ ژبه هم مصنوعي کوي او دا کار ورو ورو د یوې ژبې د له منځه تللو لامل ګرځي.

سریزه: د پښتو غونډلو په رغونه او جوړونه کې ترکیب هم لویه او اړینه برخه لري. د دې په واسطه موږ کولای شو خپلې جملې بشپړې او معنا لرونکې کړو.

    ترکیب له دوو یا زیاتو خپلواکو او ناخپلواکو مورفیمونو څخه په داسې ډول جوړیږي، چې اجزاوې یې یو له بل سره ګرامري اړیکې ولري. دا ترکیبونه په هرې ژبې کې شتون لري او ډير اړین رول پکې لوبوي، که چیرې موږ غواړو د یوې ژبې مفهوم، پوهه او معلومات بلې ژبې ته واړوو؛ د نورو ټکو په پام کې نیولو سره د ترکیب ژباړې ته باید ډيره پاملرنه او غور وکړو. ځکه دا ترکیبونه کټ مټ له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته نه ژباړل کیږي؛ بلکې هره ژبه ځانته د ترکیب لرونکې وي، چې په همغې اصلي بڼې باید وکارول شي، که چیرې دا کار ترسره نه شي او کټ مټ وژباړل شي؛ نو د معنا بدلون رامنځته کوي او ژبه بې خونده کوي.

د څيړنې ارزښت: د دې څیړنې ارزښت او اهمیت په دې کې دی، چې موږ د پښتو ژبې د اصلي بڼې لیکلو سره آشنا کوي، پښتو ژبه د سوچه توب خواته بیایي، د نورو ژبو اغیز راکموي او د پښتو ژبې په ودې او پرمختګ کې مرسته کوي. همدارنګه هغه کسان چې غواړي نوې ژباړه وکړي او نپوهیږي چې څنګه ترکیبونه په سم او دقیق ډول وژباړي هغوی ته د معیاري ژباړې اصول په لاس ورکوي.

د څيړنې موخه: د دې څيړنې یوازینۍ موخه دا ده چې د پښتو ژبې د ترکیبونو سمه او پر ځای کارونه څرګنده او لیکونکي او ژباړونکي له ګرامري تیروتنو څخه وژغوري.
د څيړنې پوښتنې: آيا د یوې ژبې ترکیبونه کټ مټ له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته ژباړلی شو؟

 پر پښتو ترکیبونو د ژباړې ناوړه اغېز

    پر پښتو نثر د ژباړې په برخه کې تر ګردو زیات اغیز د ترکیبونو په برخه کې دی. موږ سلګونه داسې ترکیبونه لرو چې پښتو نه دي. بلکې له بلې ژبې ژباړل شوي دي. دغه ترکیبونه له یوه اړخه پښتو نه دي او ژبه یې بې خونده کړې، له بله اړخه ډير کله بله مانا ورکوي. موږ د ترکیبونولپاره په پښتو کې یا خپل ترکیبونه لرو یا یې په ساده فعل اړوو او یایې هم په جمله اړوو. چې ځينې هغه ترکیبونه چې پښتو ژبې ته غلط راژباړل شوي یا غلط لیکل شوي دي دلته یې څرګندوم.

۱ـ صورت نیولی/ صورت موندلی:

    دا ترکیب د فارسي د (صورت ګرفته) کټ مټ ژباړه ده. هغوی چې ژبه یې له ژباړې نه ده اغیزمنه شوې یا په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، هیڅکله صورت نیولی ترکیب نه کاروي ځکه د دې ترکیب کارول ستونزه جوړوي او د معنا بدلون رامنځته کوي، چې زه یې دلته یوه بیلګه رااخلم.

ـ  در زمینه حفظ آثار تاریخي، تحقیقات جدید صورت ګرفته.

نا سمه ژباړه: د تاریخي شتمنیو د ساتنې په برخه کې نویو څېړنو صورت نیولی دی.

سمه ژباړه: د تاریخي شتمنیو د ساتنې په برخه کې نوې څیړنې شوې دي.

۲ـ تصمیم ونیسئ / تصمیم نیول:

پښتوژبې ته د ژباړې له لارې د راغلو ترکیبونو په لړ کې یو هم (تصمیم نیول) ترکیب دی، چې د انګلیسي  ترکیب     Take a decisionاو د فارسي (تصمیم ګرفتن) کټ مټ ژباړه ده. ښایي فارسي ژبې هم دا ترکیب د انګلیسي ژبې څخه د ژباړې په ترڅ کې اخیستی وي. دا ترکیب له دې امله ستونزه ده چې له یوه اړخه پښتانه دغه ډول خبرې نه کوي او له بله اړخه موږ د تصمیم نیولو لپاره فعل نه کاروو؛ بله ستونزه داده چې دغه ترکیب زموږ ژبه له سوچه توب لرې کوي. په پښتو ژبه کې موږ دغه ترکیب په ساده الفاظو بیانوو لکه: پتېیلې، هوډ کړی، پریکړه کړې.

په سل کاله ژوند وکړئ کتاب کې راغلي:

« تصمیم ونیسئ چې څومره ژوند وکړئ؛ یا بل ځای کې وایي: تصمیم ونیسئ چې هر ډول پیښې منځته راشي ځانته اجازه مه ورکوئ چې خپه شئ.»

سمه بڼه: وپتیېلئ چې څومره ژوند وکړئ. یا مخکې له مخکې پریکړه وکړئ چې هر ډول پیښې منځته راشي ځانته اجازه مه ورکوئ چې خپه شئ.

یا؛

 حکومت تصمیم مهمی ګرفته.

ناسمه ژباړه: حکومت مهم تصمیم نیولی. یا حکومت مهم تصمیم ونیوه.

سمه ژباړه : حکومت مهمه پرېکړه کړې.

۳ـ پر لاره اچول:

دا ترکیب هم د فارسي ژبې څخه زموږ ژبې ته راننوتی دی په فارسي ژبه کې وایي( به راه انداختن) چې زموږ ځینې ژباړونکي یې د پر لاره اچول ژباړي. لکه د اندیښنه کتاب کې راغلي دي:

 « له بلې خوا یې ځينې افکار هم درلودل او څو ځله یې غورځنګونه په لاره اچولي وو.»

 ناسمه بڼه: چې باید پر ځای یې د پښتو ژبې خپل اصلي الفاظ( کوي، جوړوي، پيلوي) وکارول شي.

   سمه بڼه : له بلې خوا یې ځينې افکار هم درلودل او څو ځله یې غورځنګونه وکړل.

یا؛

راه اندازی سیستم آموزشی جدید کار خوبی است.

 ناسمه بڼه: د نوي تعلیمي نظام پر لاره اچول ښه کار دی.

سمه بڼه: د نوي تعلیمي نظام جوړول ښه کار دی.

۴ـ ترتیبات نیول:

    یو بل له هغو ترکیبونو څخه چې پښتو ژبه یې له سوچه توب لرې کړې او مصنوعي کړې یې ده. هغه د ترتیبات نیول ترکیب دی، چې د فارسي ژبې «ترتیبات ګرفتن» کټ مټ ژباړه ده. دا ترکیب په دې ډول کارول غلط کار دی، ځکه موږ په پښتو ژبه کې د دې لپاره ځانګړی لفظ لرو، چې اړتیا نشته د بلې ژبې په شان یې کټ مټ وژباړو. چې باید پر ځای یې د خپلې ژبې لفظ چې( تیاری دی ) وکارول شي. دلته یې یوه بیلګه راوړم. چې د زوی قاتل په لنډه کیسه کې دا ترکیب کارول شوی دی.

(عضلات او رګونه یې له کاره پرېوتي وو. ناچاره باید کورته یې بیولی وای، خپل پور یې په کورکې پرې کړی وای او نور یې د کفن دفن لپاره ترتیبات نیول شوي وای.)

سمه بڼه : عضلات او رګونه یې له کاره پرېوتي وو. ناچاره باید کورته یې بیولی وای، خپل پور یې په کورکې پرې کړی وای او نور یې د کفن ښخولو لپاره تیاری نیولی وای.

۵ـ ګټه پورته کول:

    دا ترکیب هم د پارسي ژبې څخه پښتو ژبې ته راغلی دی. پښتانه ژباړونکي چې کله د فارسي له (منفعت داشتن، سود برداشتن، سودبردن) سره مخ شوي نو په پښتو کې یې پر( ګټه پورته کول) او ( ګټه کول) ژباړلي دي. دا ژباړه هم نا سمه ده او د پښتو ژبې د جوړښت سره سمون نه خوري. چې باید د پښتو ژبې اصلي لفظ (ګټه کول او ګټه اخیستل) معنا شي.

چې یوه بیلګه یې دلته د پیسو سیاست له کتاب څخه رانقلوم:« له پیسیزو وسایلو ښه ګټه پورته کول.»

سمه بڼه : له پیسیزو وسایلو ښه ګټه اخیستل.

یا ؛ این پروژه برای سود برداشتن مردم است.

ناسمه ژباړه : دا پروژه د خلکو د ګټه پورته کولو له پاره ده.

سمه ژباړه : دا پروژه د خلکو د ګټه کولو له پاره ده.

۶ـ تر مشرۍ لاندې:

     کله چې په فارسي متن کې داسې راشي چې:( هیئت را تحت رهبری…) زموږ ژباړونکي یا ژورنالیستان پرته له دې چې د پښتو ژبې جوړښت ته پام وکړي. له دغه فارسي ترکیب سره د مخ کیدو پر مهال هغه داسې ژباړي. ( د احمد تر مشرۍ لاندې یو پلاوی…) دا کټ مټ د فارسي ژباړه ده چې د پښتو ژبې د جوړښت سره سر نه خوري. موږ چې کله خبرې کوو، یا زموږ خلک چې په کلي کې خبرې کوي دغه ډول ترکیب نه کاروي.

دا اغیز یوازې له فارسي ژبې هم نه دی، هغوی چې له انګلیسي ژباړه کوي، هم له دغه ډول ستونزو سره مخ دي. لاندې یې بیلګې راوړو:

Under Tramps Leadership America-

ـ د ترمپ تر مشرۍ لاندې امریکا

موږ په پښتوژبه کې دغه ډول ترکیب او جملې نه کاروو. که د هغو پښتنو خبرو ته پام وکړو چې د ژباړې تر اغیز لاندې نه دي راغلي ، هیڅکله به دا ډول خبرې ترې وانه ورو. له همدې امله په کار ده چې د پښتو ژبې اصلي بڼه یې وکارول شي. اصلي پښتو بڼه یې تر اوسنۍ بڼې هم ساده ده او هم کمې کلمې غواړي. کیدای شي موږ ووایو:

ـ د احمد په مشری یو پلاوی وټاکل شو.

ـ د ترامپ په مشری امریکا…

  ۷ـ شتون لري

    یو بل ترکیب چې برسیره د لیکوالانو او ژباړونکو ډیری پښتانه یې په خپلو خبرو کې هم کاروي هغه د (شتون لري) ترکیب دی. دا ترکیب هم د پارسي ژبې ( حضور دارد، موجود است، وجود دارد) کټ مټ ژباړه ده. ښایي چې دا ترکیب له اردو ژبې څخه پارسي او بيا پښتو ژبې ته راننوتی دی. موږ د دې ترکیب لپاره تر دې ساده ، کوچنۍ ، ښکلې او طبیعي کلمه لرو چې اړتیا نه ده د بلې ژبې څخه راوژباړل شي. په پښتو ژبه کې د دې ترکیب پرځای باید د شته ساده لفظ وکارول شي ځکه هم د پښتو ژبې له ګرامري جوړښت سره اړخ لګوي او بل زموږ ژبه له کړکیچ او پیچلتیا څخه ژغوري. لکه د یو سړی او موټر سایکل په کتاب کې راغلي دي:

« په کنفرانس کې د امریکا استازي جېمز ډابنز وویل چې د کرزي بدیل شتون نه لري….»

دا لیکنه باید داسې لیکل شوی وای: « په کنفرانس کې د امریکا استازي جېمز ډابنز وویل چې د کرزي بدیل نه شته….»

یا دا لاندنی بیلګه چې ډيری یې رسنۍ کاروي:

در روستای ما هنوز مشکل برق موجود است.

ناسمه بڼه: زموږ په کلي کې د برښنا ستونزه لا هم شتون لري.

سمه بڼه: زموږ په کلي کې د برښنا ستونزه لا هم شته.

 ۸ ـ  آشنایي لري:

    په فارسي ژبه کې یو څوک پر یوه څه پوه شي، نو کله کله ورته د ( اشنایي دارد) فعلي ترکیب کاروي. په پښتو ژبه کې یې هم ځینې ژباړونکي همداسې ژباړي. لاندې بیلګو ته پام وکړئ:

آنها به قانون کاملا آشنایی دارند.

ناسمه بڼه: دوی له قانون سره پوره آشنایي لري.

سمه بڼه: دوی په قانون ښه پوهېږي.

۹ـ په سر وړي/ به سر میبرد:
په فارسي ژبه کې (به سر میبرد) ترکیب دی چې ډير کارول کیږي.پښتانه ژباړونکي چې کله له دغه ترکیب سره مخ شوي، نو د هغه او مفهوم ته له کتو پرته یې ( په سر وړي) ژباړلی دی. په پښتو ژبه کې موږ هیڅ داسې ترکیب نه لرو خو په ژباړل شوو متنونو او یا هم له ژباړې په اغیزمن شوي نثر کې یې وینو. لاندې بیلګو ته پام وکړئ :

پس از وقوع جنګ، مردم آن منطقه ماه ها در شرایط دشوار به سر می بردند.

 ناسمه بڼه: د جګړې تر پېښېدو وروسته د هغې سیمې خلکو میاشتې میاشتې سخت حالات په سر وړل.

 سمه بڼه: د جګړې تر پېښېدو وروسته د هغې سیمې خلکو میاشتې میاشتې په سختو حالاتو کې ژوند وکړ.

۱۰ـ قرار لرل/ قرار دارد:

یو بل بې خونده ترکیب چې پښتو ژبې ته د ژباړې له لارې راغلی ( قرار لري) دی. دا ترکیب هم له فارسي ژبې د ژباړې ناوړه اغیز دی. په فارسي ژبه کې (قرار دارد) کارول کیږي چې ځينو ژباړونکو په (قرار لري) ژباړلی دی. لکه دا لاندې بیلګې:

افغانستان در مرحله سخت قرار دارد.

افغانستان په سخت پړاو کې قرار لري.

افغانستان په سخت پړاو کې دی. یا: افغانستان په سختۍ کې دی.

۱۱ـ د پای ټکی ایښودل:

دا هم د پارسي ترکیب ( ګذاشتن نقطه پایان) کټ مټ ژباړه ده. د پای ټکی ایښودل معنا داده چې یو کار ختم شوی دی. په پښتو کې ټکی ایښودل د جملې د نښان (.) له پاره کارېږي، نه د کار د بهير د ختمولو له پاره؛ نو کله چې دا ترکیب د ختمولو له پاره وکارول شي مانا ګډه او ناسم درک رامنځته کوي. د مفهوم له مخې باید د ( پای ته رسول، ختمول، وروستۍ پایلې ته رسول ، پریښودل)وکارول شي.لکه:

جرګه به اختلافات داخلی نقطه پایان ګذاشت.

ناسمه بڼه: جرګې خپلمنځي شخړو ته د پای ټکی کېښود.

سمه بڼه: جرګې خپلمنځي شخړې ختمې کړې.

۱۲نقش لوبول:

دا ترکیب هم د انګلیسي ژبې له Play a role او د فارسي ژبې له نقش بازی کردن له ترکیب څخه اخیستل شوی دی، چې ځينو ژباړونکو همداسې کټ مټ راژباړلی دی، لکه:

جوانان در پیشرفت کشور نقش مهم را بازی میکنند.

نا سمه بڼه: د هېواد د پرمختګ په برخه کې ځوانان مهم نقش لوبوي.

سمه بڼه: د هېواد د پرمختګ په برخه کې ځوانان مهم رول لري.

۱۳په نظر کې نیول

په نظر کې ونیول شي هم له فارسي ژبې څخه راژباړل شوی ترکیب دی، کله چې په فارسي متن کې راشي ( در نظر ګرفته شود). په پښتو ژبې کې کټ مټ راژباړل شوی، چې د پښتو ژبې له ګرامر سره اړخ نه لګوي او د پښتو متن د بدرنګۍ لامل ګرځي چې باید پرځای یې د ( پام کول، په پام کې لرل) وکارول شي، لکه:

پیشنهادات مردم در تصمیم ګیری ها در نظر ګرفته شود.

ناسمه بڼه:پرېکړو کې باید د خلکو وړاندیزونه په نظر کې ونیول شي.

سمه بڼه: پرېکړو کې باید د خلکو وړاندیزونو ته پام وشي.

پایله:

    په پای کې موږ ویلای شو چې که څه هم پښتو ژبه پنځه زره کلن تاریخ لري. د دومره وخت په تیریدو سره د نړۍ له هغو ژبو څخه ده چې خپل ګرامري جوړښت، کلمې او وییونه یې ډير سوچه راپاتې دي. خو له دې سره سره د نورو ګاونډو ژبو او د نورو ټولنو او ژبو له اغیزې څخه بې برخې نه ده پاتې.

    په اوسني وخت کې نړۍ ډيره سره نږدې شوې ده. ډيری خلک د یوې ژبې ترڅنګ  په نورو ژبو هم پوهیږي او هڅه کوي چې د نورو ژبو معلومات خپلې ژبې ته راولېږدوي. د دې لیږدونې په ترڅ کې ځینې لیکوالان او ژباړونکي چې د پښتو ژبې له ګرامري جوړښت، کلمو اوترکیبونه سره په بشپړ ډول بلد نه دي. نو د نورو ژبو په شان یې کټ مټ ژباړي. دې ټکي ته پام نه کوي چې د ټولو ژبو ګرامري جوړښت له یو بل سره جوت توپیر لري. او موږ نشو کولای هغه کټ مټ پښتو ژبې ته راوژباړو.

اخځلیکونه:

۱ـ ټریسي ،برایان. (۲۰۱۸ م). سل کاله ژوند وکړئ.( حمیده امین الکوزۍ ژباړه). کابل: اکسوس خپرندویه ټولنه.

۲ـ ډم ، بیټي. (۱۳۹۳ل). یو سړی او موټرسایکل. (آغا محمد قریشي ژباړه). کابل: اکسوس خپرندویه ټولنه.

۳ـ رښتین، صدیق الله. (۱۳۸۳ل). پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه. کابل: د ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.

۴ـ روشن، رفیع الله. (۱۳۹۴ ل). د زوی قاتل(لنډه کیسه ). د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه.

۵ـ زیور، زرغونه. (۱۳۸۶ ل). پښتو نحوه. کابل: ساپي د پښتو څيړنو او پراختیا مرکز.

۶ـزیار، مجاور احمد.(۱۳۶۲ل). پښتو پښویه. کابل: کابل پوهنتون.

 ۷- شاملو، احمد. (۱۳۸۷ ل). د یوه شاعر اندیښنې.(د فرهاد ویاړ ژباړه). سیند خپرندویه ټولنه.

۸ـ شیرزاد، محمد آقا.(۱۳۹۵ ل) پښتو نحوه. جلال آباد: میوند خپرندویه اداره.

۹ـ علومو اکاډمي.(۱۳۵۸ل). پښتو پښتو تشریحي قاموس.کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

 ۱۰- صالح، صالح محمد. (۱۳۸۲ ل). پښتو او د ژباړې اړتیا. کندهار: بینوا فرهنګي ټولنه.

۱۱ـ مسعود، سعید. (۱۳۹۳ ل). دپیسو سیاست.( د محمد داود نیازي ژباړه). کابل: لومړی چاپ ځای.

۱۲ـ وحیدي، اسد الله. (۱۳۹۶ ل). پر پښتو نثر د ژباړې اغیز. کابل: اکسوس کتاب پلورنځۍ

۱۳ـ انترنتي سایت: بي بي سي ویب سایت.

5 COMMENTS

  1. جالبه داده چی لس- دولس کاله مخکی د یوی راډیو یوې ویاندې د یو شعر له لوستلو مخکی انانس ورکړ: حال یک پارچه شعر را به خوانش می ګیریم !
    برن
    برنامه داسې وه چې دري پسې به پښتو ته نوبت ورکړل شو، کله چې د پښټون هلکي ته وار راغی، نو ده وفرمایل:
    او س بو ټوټه شعر په لوستلو ونیسو. دا تیرو شلو کلونو کې یواځنی ورځ وه چې زما پام تلویزون ته شوی و، دا ځکه چې زه د یو دوست کورکی میلمه وم، هغه تلویزیون لګولی و، کنه ما تیرو شلو کلو کې یوه شیبه د تلویزونو د کتلو حوصله نه لرله، ټول ابتذال و.
    په لوستلو نیسو نو عجبه ژباړه وه. دا دشتون خبره مې یو ورور ته وکړه ، ما ورته وویل (شته) اسانه ده. دلایل یې را سره شروع کړل، مال سیی ده. سیی ده.

  2. ډېره په زړه پورې او ګټوره لیکنه ده ، زمونږ د ټولنې مستعد ځوانان داسې مشورو او لارښوونو ته دېر ضررورت لري ،
    هیله ده ، چې درانه ژباړونکي ، لیکوالان ا، پښتانه نطاقان او ویندویان دا مشورې جدي په پام کې ولري .

  3. سلام
    خورکۍ کومې کلیمې چې تایی بیلګې ورکړی فارسی نه دی دعربی ژبې په صرف والنحوًپورې تړلې دی. دعربې ژبې ګرامر تقریبا ثابت الجبریکه قاعده لری یاپه بل عبارت دوه جمع دوه څلور کیږی. دا یوه قاعده ده.
    منفعت یوه عربی کلیمه نه فارسی. همدارنګه تصمیم ، تدبیر ، ترتیبات، هیئت، جاز او مجاز …..
    مترادفی یا په بله مانا (معنی) هممعنا کلیمې هم دیوې ژبې او دوژبو په ترکیب کې ستر اغېز لری
    ګټه پورته کول، ګټه اخیستل، ګټه لاس ته راوړل او ګټه وړل داسره نږدې دی
    هره ژبه خپله redondency bلری موږ نه شو کولای کټ مټ هغه په بله ژبه کې convert کړو
    دمفاهیمو او اصطلاحاتو په بنا هم یودبل سره توپیرونه شته. طبیعی خبره ده هرڅومره چې دپوهې کچه لوړیږی ستونزې کمیږی.
    ټکی نقطه ما نا هم لری خو مخالف لوری هم
    تصمیم دبری لومړی شرط دی! تصمیم شرط اول موفقیت است
    تصمیم دلته پښتو او فارسی ته له عربی راغلی
    هو ! څلورو لسیزو کې دې ژبې ته ډیر فسبوکی احساساتی عواملو، ګوګلی، غلطه املا او انشاء ، مفغن او ناوړه دبی بی سی خپل سری قاموس له ځانه سره هرڅه راوړی
    وایی: له ژرندې زه راغلم دمزد پوښتنه ته کوې؟ خوپښتان مز وایی

  4. دا سمه ده چې تصمیم ، تدبیر ، ترتیبات، هیئت، جاز او مجاز عزبي کلمې دي اما کوم ترکیبونه چې اغلې احمدزۍ ورته اشاره کړې، هغه فارسي دي. تصمیم نیول عربي ترکیب نه دی بلکې د فارسي تصمیم ګرفتن تحت اللفظي ژباړه ده. همدا شان نقش لوبول، آشنایی لرل. او نور
    عبدالحی

  5. د خواښی او زوم تر منځ د جنجال په هکله قضاوت به آسانه وی د پورته لیکنی په هکله تر قضاوت. سره لدی د محترمی احمدزۍ زیار ګالنه د مننی وړ ده.
    امّا یو وړوکی عرض:
    ” تصمیم ” او ” پریکړه ” دوه بیل مفاهیم دی.
    تصمیم = اِراده
    پریکړه = وروستۍ فیصله
    لزوماً تصمیم منجر به فیصله نمیشود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...