پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ: بلوچ بېلتون غوښتونکو ۱۲۶ بریدونه کړي

پاکستاني رسنۍ: بلوچ بېلتون غوښتونکو ۱۲۶ بریدونه کړي

تاند(سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د پاکستان دي نیوز او جنګ ورځپاڼو پرون راپور ورکړ چې په بلوچستان کې فعالو وسله والو ډلو د رسمي احصایې له مخې په ۲۰۲۵ م کال کې ۱۲۶ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۳۵ پښتانه او بلوڅان او ۵۲ پنجابیان وژل شوي دي.

په دې راپور کې ادعا شوې چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پنجابیان پرتله، چې هغوی یې استعماګر بولي، د بلوچستان اصلي اوسېدونکي یعني بلوڅ او پښتانه ډېر په نخښّ کړي دي.

د بلوچستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د «دی نیوز» د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې «ترهګرو» پر ځایي بلوچ او پښتون ملکي وګړو ۱۲۶ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

برعکس، بلوچستان ته له نورو سیمو په راغلیو اوسېدونکو په ځانګړي ډول پنجابیانو، ۱۶ بریدونه شوي چې پکې ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي دي. ورځپاڼه وايي، دا شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ تر ټولو ډېر قربانیان هماغه ځایي بلوچ او پښتانه دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د رېلګاډو خدمتونه هم له بریدونو خوندي نه وو؛ پر اورګاډو ۱۰ بریدونه شوي چې پکې ۲۹ کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. د دې ترڅنګ، د اړیکو مهم سیستم زیانمن شوی او هغو وګړو ته خطرونه پېښ شوي چې د کار، زده‌کړو او درملنې لپاره یې سفر کاوه.

تر ټولو ډېر زیان امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته اوښتی دی. د رسمي اسنادو له مخې، د کال په اوږدو کې پر فرنټیر کور (FC) ۳۳۰ بریدونه شوي چې پکې ۱۸۴ ملېشه سرتېري وژل شوي او ۳۲۷ ټپیان شوي دي.

پر پولیسو ۱۳۴ بریدونه شوي چې پکې ۳۲ سرتېري وژل شوي او ۱۲۳ ټپیان شوي دي، او پر لېویز ځواک ۸۴ بریدونه شوي چې پکې ۱۷ سرتېري وژل شوي او ۲۷ ټپیان شوي دي.

دي نیوز ادعا کوي چې دا بریدونه د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا ناسمه ثابتوي چې «ګواکې دوی د بلوچ حقونو ساتونکي دي.» یوه جګپوړي چارواکي وویل چې «دا شمېرې په ښکاره ښيي چې ترهګر نه کوم اصول لري او نه د قومي یا سیمه‌ییز هویت ترمنځ توپیر کوي.»

د هغه په وینا، «ترهګر په یوه ډول بې‌رحمۍ سره بلوچان، پښتانه، پنجابیان، مزدوران، مسافر، پولیس او لېویز په نښه کوي.» د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورې بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې بیا وايي چې د دوی خاوره د پنجاب له لوري استحصال (استثمار) کېږي، منابع یې په داسي حال کې لوټېږي چې بلوچستان ته یې هیڅ خیر نه رسېږي.

بلوچستان د معدني موادو یا سرچینو او همداراې مساحت له نطره د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو د پرمختګ له پلوه تر ټولو وروسته پاتې او بېوزله ایالت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...