تاند (پنحشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) کله مو داسې احساس کړی چې بې له کوم ځانګړي دلیله مو ژړا درشي؟ که دا تجربه مو هم لرلې وي، نو پوه شئ چې دا د بدن یو طبیعي غبرګون دی، چې په حقیقت کې ستاسو د ذهني او فزیکي روغتیا لپاره ګټه لرلی شي.
ویل کېږي چې د سترګو اوښکې د زړه ژبه ده؛ د خوښۍ په وخت د خوښۍ اوښکې او د غم پر مهال هغه اوښکې چې د زړه دروند بار سپکوي. خو ایا پوهېږئ چې بېسببه ژړل هم د بدن یو طبیعي غبرګون دی؟
څېړنو ښودلې چې ژړل نه یوازې ذهني فشار کموي، بلکې انسان له دننه څخه سپکوالی (په مثبته معنا) احساسوي. د هورمونونو کارپوهې پورنیما پېري په دې اړه ویلي چې کله انسان بېسببه ژاړي، دا په اصل کې د بدن یو ذهني غبرګون وي، چې د پاراسمپاتېتیک عصبي سیستم فعالوي او فشار راکموي.
د هغې په وینا، کله چې د کورټیزول (د فشار هورمون) کچه لوړه شي، ژړا د دې بړاس د ایستلو یوه طبیعي لاره ده، او په پایله کې بدن د «جنګ یا تېښتې» له حالته وځي.
د کلیولنډ کلینک په یوه راپور کې ویل شوي چې کله انسان له زړه څخه وژاړي، نو داسې احساس کوي لکه له سینې څخه یې یو دروند بار لرې شوی وي.
که انسان خپل احساسات دننه وساتي او څرګند یې نه کړي، دا کار د داخلي فشار سبب کېږي، خو ژړل دا فشار کموي او انسان ته د سپک والي احساس ورکوي، چې له امله یې منفي انرژي پرې اغېز نه شي کولای.
کله چې تاسو تر فشار لاندې یاست او خپل ټینګ ساتل شوي احساسات د ژړا له لارې وباسئ، دا ستاسو عصبي سیستم ته دا پیغام ورکوي چې تاسو خوندي یاست، او بدن مو ارام ته رسېږي.
پورنیما پېري وایي، که تاسو په دې وروستیو کې ډېر ژړلي وي، دا د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې دا معنا لري چې بدن مو هڅه کوي خپل توازن بېرته ترلاسه کړي.
ژړل یو طبیعي عمل دی چې نه یوازې د احساساتو د خلاصون لاره دي، بلکې د بدن د روغتیا لپاره هم ګټور دی. نو بل ځل چې د ژړا احساس درته پیدا شو، د بندولو پر ځای پرېږدئ چې وژاړئ، ځکه دا ستاسو د ذهني سکون او فزیکي روغتیا لپاره تر ټولو غوره کار دی.