دروازه نیمکښه شوه او له شا ورپسي اوبه وشیندل شوې.
د موټردننه سورلۍ سره وښوریدل، موټر د ده له کوره مخامخ دي فیض الله د کور په لوري حرکت وکړ. همدا چې د هغه د کورنۍ دوه ښځي او فیض الله ور وختل په لوړ غږ یې وویل: یوه د خیر دعا…
کنډ کپر لاره کې موټر لکه د مستوڅپو په سر بیړۍ په یوه انډي او بل انډي روان دی. د موټر ټولې ښیښې د دوړو له ویرې بندې دي. د لمر له را تودیدو سره سم موټر کې هم تودوخه ډیره شوه. د فیض الله مور خو په خوړیدا او کانګو پیل وکړ. د شا په سیټ د بلې مخامخ ښځي لمنه یې ککړه مکړه کړه. هغې یې سر نیولی و. د دې سترګې تکې سرې ختلي وي. فیض الله د شا سیټ ته ور واښت، شونډې یې ژر ژر ښوریدې.
اخترګل موټر له سړکه یو څه څنډې ته ودراوه، دا دی ناني بازار دی. دروازه یې خلاصه کړه یخه هوا وچلیده د سورلیو په زړونو نوي او تازه هوا ور دننه شوه.
ـ که مو خواږه تیل، اوبه، او بل څه په کار وي درسره وایی خلۍ؛ هالته بیا دا شیان نه پیدا کیږي. یو یا دوه بوتله اوبه او تیل خو خامخا درسره واخلۍ چې همدا درته دموي.
ځوانه ښځي سړک ته نژدې چینه باندې خپله لمن پریمینځله، د فیض الله د مور لاسونه او مخ یې هم ور پریولل. بخت بلند د خوږو تیلو د بوتل سر ښه ټینګ کړ او د واسکټ په جیب کې یې کیښود له پلاستکې کڅوړې یې یوه ګوله ډوډۍ ورماته کړه، په خوله کې یې ښه وژوله او په کړاو یې تر ستوني تیره کړه، نور یې له وسه نه کیده کڅوړه یې بیرته تاوو کړه. سورلۍ بیا موټر ته وختل…
د ورځي دولس نیمې بجې دي. په سلګونو لوی او واړه موټرونه ولاړ دي، لږ وړاندې په لودسپیکر کې په لوړ غږ خبرې اوریدلي کیږي. د هر مرض له پاره دم او دوا، ملنګ یوازې د الله د رضا په خاطر د مسلمانانو له پاره دعاوې کوي. د سرطان مرض، نیم سیري ملا درد، د سترګو کمزوري، د نارینتوب کمزوري، د باد او ګوزن او بل هر مرض علاج دلته د ملنګ په دم سره کیدای شي.
بیا ناڅاپه یوه شیبه چوپتیا خوره شوه، له څه ځنډ وروسته بیا په لوړغږ وویل: شول وروڼو! د سرپرستي شورا رئیس حاجي معاون صاحب ملا محمدرباني هم د خپل علاج له پاره ملنګ ته راغلی و او لاړ.
وګورئ! ملا صاحب محمدرباني اخند خو د ټول حکومت واک لري او هرڅونه قابل ډاکتران یې په خدمت کې دي. خو دا چې د ملنګ صاحب کرامت ور معلوم و نن ده ته راغلی و. خو دا معلومه نشوه چې رښتیا هغه راغلی کنه؟
د لمر سترګه په لویدو وه چې اخترګل وکولای شول خپل ناروغان تر ملنګه ور ورسوي. ټولو ته یې اوبه او تیل ور دم کړل، نیمه شپه وه د اوږدې لارې مزل، ستوماني او لوږې پکو کړی بخت بلند شولي ولیا چې ساه یې لنډه لنډه کیده په کورورننوت، سپی هم ورته ونه غپل، میرمن یې لا ویښه په ځای کې ناسته وه، په سپیرو اننګو یې د مړو اوښکو څاڅکې د څراغ رڼا ته ځلیدل، ځکه مازیګر یې د لیوره زوی ورته ویلې و، کاکا مو هسي دمګري ته ورلیږلی، ډاکترانو راته وویل: دا چې کابو ټول عمر یې چلم څکولی دی اوس د ستوني او معدي سرطان لري. نجونې او هلک ویده ول.