سریزه
د ادب یو تعریف دا هم دی چې د واقعیت په انځورونو کې وړاندي کول دي. او د ادبي ژبې په خصوصیاتو کې راځي چې تصویري ژبه ده. هسې خو ادب د احساس او عاطفې تخیلي بچوړی دی، خو دا احساس هله کامل شي چې په مخاطب تاثر وکړي او د مخاطب تاثر په هغه تصویر او تجسم کې نغښتی چې د هغه ذهني کیفیت یې له پنځونې اخلي. عیني تړاو په همدې راته غږېږي.
ابجیکټیف کورلیتف اصطلاح په انګرېز ادېب او نقاد الیټ پورې ډېره تړلې. ده د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې په ادب کې د انقلاب راوستو هڅه وکړه. په لومړیو کې د موډرنیزم له سرلارو څخه و. دی وایي چې د یو احساس د افادې لپاره یوازینۍ لاره په مادي نړۍ کې د تړاو پیدا کول او د هغه په واسطه ښودل دي. عواطف په شعر کې همیشه راځي خو د عواطفو بیان په کلماتو کې دومره احساس نشي راکولی څومره یې چې تصویر راکوي؛ لکه نصیر احمد احمدي چې وایي:
«که په کیسه کې د یوې کوټې تصویر ورکوو شاید داسې ولیکو:
وړه کوټه وه، سپین دېوالونه یې لرل، په غولي یې سره غالۍ هواره وه، د کوټې په منځ کې یو وړکی مېز تر سترګو کېده. د میز په سر یو د اوبو ډک جګ او ګیلاس ایښي ول، په مخامخ دېوال یو لوی ساعت ځوړند و. د ساعت تر څنګ کړکۍ ښکارېده چې خړه پرده پرې ځړېده. کړکۍ ته مخامخ یو سړی په کت پروت و.
په کوټه کې هرڅه دي. ساعت، کړکۍ، پرده، غالۍ، میز، له اوبو ډک جګ، ګیلاس، کټ، سړی…
که په کیسه کې دا ټول د ضرورت له مخې راوړو او استفاده ترې وکړو کیسه په خپله تصویري کوي.
د کوټې همدا تصویر له سره ور کوو او هرڅه په حرکت راولو.
د ساعت زنګ وشرنګېد، سړي سترګې رڼې کړې. وښورېد، د کټ له سپرنګونو څخه غنجا پورته شوه. سړی کېناست. کړپ شو د کړکۍ پله له دېوال سره ولګېده، باد په خړه پرده کې سره راټول شو. سړي د مېز له سره جګ ورپورته کړ، ګیلاس له رڼو اوبو ډک شو.»
استاد شپون وایي چې د الیټ مطلب په کیسه او شعر کې د یو شي متحرک کول دي. دی وایي چې د الیت مطلب همدا دی چې کېسه کې مه وایه چې سپي وغپل بلکې سپی وغپوه.
همدا تحرک په خپله تصویر جوړوي او د حرکت لپاره عیني تړاو ته ضرورت لري لکه د احمدي په مثال کې.
الیټ د دې مفهوم ایجادونکی نه دی، تر ده وړاندې یو انګرېز رسام په ۱۸۴۰ کلونو کې دا اصطلاح کارولې وه او تر هغه مخکې افلاطون او ارستو ته رسېږي. افلاطون او ارسطو په خپلو لیکنو کې څرګنده کړې چې د بیان لپاره دوې لارې دي؛ دېګسیز او میمیسز. همدا میمیسز د عیني تړاو معادل دی.
په پښتو ژبه کې دا اصطلاح اول ځل استاد شپون کارولې او هغه په خپل نوم ابجکټیف کورلیټف یاده کړې. استاد اجمل په یو بحث کې عیني پیوستون نومولې چې د فارسي د همبستګي عیني ژباړه ده. استا غضنفر او استاد منلي بیا دا اصطلاح عیني تړاو بللې چې ما هم محتوا ته په کتو همدا نوم غوره کړ.
متن:
عیني تړاو یو ځانګړی تخنیک او لاره ده چې په لیکنه کې د احساساتو د پیدا کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. ټي ایس الیټ د شکسپیر په هاملټ باندې له نقد وروسته دا تخنیک رامنځته کړ. ده وویل چې په هاملټ کې هاملت یو غمجن او راواني انسان دی. خو کوم غم او درد چې ده ته ورکړل شوی دا یوازې شکسپیر وایي او موږ یې نه احساسوو. په ورته حال کې په رومانټيسټانو هم نیوکه کوي. د ده مطلب دا و چې رومانټيسټانو ته د بیان په وخت کې کوم عواطف پیدا کېږي ټکي په ټکي یې بیانوي. دی له څېرمي هاملټ نه ردوي بلکي وایې چې که په هاملټ کې عیني تړاو موجود وای تر دې به هم خوندور و.
عیني تړاو له لیکوالو سره مرسته کوي چې له انتزاع لرې شي. د درد، غم، لیونتوب او ویروونکو کلمو د استعمال په ځای په استعاره، تصویر، سیمبول او کنایه د یو شخص احساسات څرګند کړي. په دې ډول لوستونکي ته مجسم کېږي او د دې تصویر له لارې چې کوم احساس لېږدي دا احساس عیني تړاو دی چې لوستونکی یې په خپله له جسم سره پیدا کوي.
پنځګر نه وایي چې په بې رحمي یې وواژه بلکې انځوروي یې چې لوستونکی په خپله دا بې رحمي حس کړي. «سترګې مې خلاصې کړې، ځان مې راتول کړ، پښې مې درنې وې. ناحیده پرې پرته وه، راکش مې کړې، د ناحیدې سر تاو شو. له غوږو یې وینې تلې. ور وڅکېدم، سر مې یې راپورته کړ، وروستۍ ساوې یې ختې.»
په دې ډول عیني تړاو پنځونه د پنځګر د احساس له ګوتو باسي او په پنځونه کې د پنځګر احساسات او پرېکړه له منځه وړي. د عیني تړاو پایله همدا ده چې پنځونه د پنځګر له ګوتو وباسي او الیټ همدا خبره کوي چې شاعري له شخصیته تېښته ده. عیني تړاو پر همدې بریالی دی. ځکه لیکوال ته دا موقع ورکوي چې خپله پنځونه له بهرنۍ زاویې وګوري، له موضوع فاصله اخلي او له لېري موضوع ته په دقت ګوري. هره برخه يې جلا انځوروي او د موضوع په مقابل کې کنترول لري. الیټ هم همدې موضوع متوجې کړی چې د عیني تړاو نظریه وړاندي کړي.
تصویر خو په عموم کې د ادب خاصه ده خو دا چې اثر د عواطفو قرباني نشي او په خپله افاقي خاصیت پیدا کړي نو الیت دا نظر وړاندې کړ.
عیني تړاو قضاوت لوستونکي ته پرېږدي او لوستونکی په خپله د موضوع برخه ګرځي. د موضوع تر پایه شاعر کېږي، د کیسې کرکټر کېږي او په هغو احساساتو کې داخلېږي کوم چې پنځګر غواړي لوستونکي ته یې ولېږدوي. په عیني تړاو کې پنځګر ټولې غوټې په خپله نه راسپړي، معماوې یې نه حلوي، لوستونکي ته یې پرېږدي چې هغه د خپلو احساساتو له مخې قضاوت وکړي او داسې هر لوستونکی د ده د پنځونې برخه وي. اوس د ډېرو کېسو پای همداسې وي چې د کیسې په ختمېدو هم لا د لوستونکي ذهن د کیسې په چاپېریال کې مصروف وي. د نصیر احمد احمدي (یوه خبره درته وکم) ناول یې ښه بېلګه ده. په ناول کې شېرمحمد یو کلیوال ځوان دی، بدرنګه څېره او غټه پوزه لري. په کارېز کې یو جسد پیدا کوي. ځوان وي، جیبونه یې لتوي، تذکره پیسې او په لاس یې د سرو زرو ګوتې پیدا کوي. اول خوله پرې پتوي خو وروسته یې مور مجبوروي چې د مړي کور ته یې ور وړي. هلته له نوې پېښې سره مخېږي. مړی یوه پېغله خور لري، نور یې تره ته ور میراته ده. په نیمه شپه کې تره له خپلو زامنو سره پلان نیسي چې شېرمحمد ووژني خو د مړي خور پلان واوري. د پېغلې پلار او ورور یې تره او د تره زامنو مړه کړي دي. شېرمحمد او پېغله د مرګ له خولې راووځي خو جینکۍ د شېرمحمد له غاړې شي. شېرمحمد وعده ورسره کوي چې هرات ته به یې د خور کره رسوي. اول خپل کور کلي ته راځي د مور او کلیوالو له غغبرګون سره مخېږي، ورته وایي چې بدي د کلې ته راوړه. شېرمحمد هرات ته مخه کوي له ډېرو ستونزو وروسته د جینکۍ د خور کور پيدا کوي خو جینکۍ د شېرمحمد په ټټر سر ږدي چې راباندي ګران یې. ناول پای ته رسېږي غوټه او تلوسه خلاصېږي خو لوستونکي ته داسې پوښتنې پاته کېږي چې حل یې په ده پورې اړه لري. اوس لوستونکی قضاوت کوي او له شېرمحمد سره د خپلې لورینې له مخې چلند کوي. شېرمحمد ته بدي هم ورله غاړې ده او مینه هم. اوس نو د لوستونکي خوښه ده چې شېرمحمد دربدره کوي او که برائت ورکوي او څه ډول برائت؟
د ناول وروستۍ برخه را اخلو، د لوستونکي د احساساتو او عیني تړاو له مخې یې ګورو.
«نجلۍ روانه شوه، سړي پسې کتل. هغه ورو ورو لېري کیدله. شیبه وروسته سپینې دروازې ته ورسېده. د دروازې په دستګیر یې لاس کېښود. همالته ځوړند سر ودرېده. شېرمحمد مخ واړاوه، لینګي یې لړزېدل، پښو یې سستي ورکوله، سترګې یې له اوښکو ډکې وې. دی د زړه په زور څو ګامه مخکې لاړ، خو یو دم یې تر شا د اوبو چړپا واورېده. په بېړه یې ور وکتل، تور پېکۍ منډې ور وهلې. ټیکری یې په غاړه کې پروت و. پلاستيکي چوټې یې له پښو ختلې وې، راغله او د شېرمحمد تر مخ ځوړند سر ودرېده. شېرمحمد په حیرانۍ ورته کتل، د تورپېکۍ د اوږدو وېښتو له تاو شویو څوکو راڼه څاڅکې توېدل. نجلۍ یوه شېبه غلې وه، دې په تېزي ساه وهله، وروسته یې په غریو کې وویل:
یوه خبره درته وکم؟
د سړي ستونی ډک شو:
هو
د نجلۍ سرې شونډې ورپېدې:
ته راباندې ګران یې.
یو دم یې د شېرمحمد په ټټر سر کېښود، په چیغو چیغو یې وژړل…
د سړي په سترګو کې راټولو اوښکو لار وکړه، لړزاندې ګوتې یې د تورپېکۍ په لندو ویښتو کې ننوتې. د هغې سر یې په خپل ټټر پورې ټینګ کړ.
نجلۍ ژړل او په ژړا کې یې همدا یوه خبره کوله:
ته راباندې ګران یې، ته راباندې ګران یې، ته…
شېرمحمد خپله زنه د هغې د ککرۍ په پستو لندو ویښتو ایښې وه. ده څو ګامه لېري یې په خړو اوبو کې دوو پرتو پلاستیکي چوټو ته کتل، د چوټو پوندې د سپنې لویي دروازې خواته وې.»
د عیني تړاو یوه لاره د حسي کلمو استعمال دی او بله یې د تصویرونو حرکت. مخکې مو هم وویل چې شعر او کسیه په خپله تصویر دی خو دې تصویر ته حرکت ور کول عیني تړاو دی. (سړی په ژړا شو) یو تصویر دی، خو لیکوال لیکي« د سړي په سترګو کې راټولو اوښکو لار وکړه». دلته لیکوال تصویر ته حرکت ورکړ. د ژړا حالت یې انځور کړ او لوستونکي په خپله احساس کړه چې سړی ژاړي.
د حسي کلمو استعمال یې غوره لاره ده. انسان له طبیعت سره تړلی او حواس یې په طبیعت کې رېښې لري. لیکوال که یوه حسي کلمه وکاروي لوستونکی د کلمې د ضمني مانا په ځای یا کلمې ته له التفات پرته هغه حالت حس کوي. دا احساس د ټولو حواسو؛ بوی، خوند، لیدلو، لامسې، اورېدلو او د دروني احساس او عاطفې له لارې احساسوي. «لېنګي یې لړزېدل». موږ پوهېږو چې لېنګي د ډېر غم، درد، هیجان او وارخطایي په حال کې لړزېږي. که لیکوال ووایي چې شېرمحمد له خفګانه تلای نشوای. دا موږ ته یو روایت دی خو چې د لېنګو لړزېدا ووینو، نو د شېرمحمد ټول حالت احساسولی شو. «یو دم یې ترشا د اوبو چړپا واورېده». د اورېدا حس خبر راکړ چې اوبه چړپېږي. او اوبه هغه وخت چړپېږي چې څوک حرکت ورکړي. د شېرمحمد ترشا یوازې تورپېکۍ وه، موږ چې په کیسه کې له شېرمحمد سره اوږه په اوږه تللي یو نو د شېرمحمد د زړه ټکا اورو چې اوبه ولې وچړپېدې. «لړزاندې ګوتې یې د تورپېکۍ په لندو ويښتو کې ننوتې». زموږ د لامسې حس راته وایي چې یو خطرناک شي ته لاس ور وړو، لړزېږي. «ننوتې» یو متحرک تصویر دی او کیسه له روایته ژغوري. لانده وېښته یو حسي تصویر دی او دا چې موږ لا مخکې خپل احساس شېرمحمد ته ورکړی نو لانده وېښته احساسوو او د لامسې حس په کار اچوو. « د چوټو پوندې د سپنې لویي دروازې خواته وې». زموږ د لیدلو حس راسره مرسته کوي چې د چوټو له دې انځوره د سحنې جاج واخلو. په اوبو کې پرتې چوټې چې دروازې ته یې شا وي د یوې سحنې د تېرېدو کیسه راته کوي او دا چې چوټې د چا له پښو خېژي نو دا به د مظلومیت حالت وي.
د کلمو د حسي کولو یوه بله لار په خپله د هغو کلمو استعمال دی چې د پېښو د اوازونو نوم دی. مثلا: کریغي د سختې ژړا، درب د یوشي د لویدلو او سلګۍ د ژړا د خفیف حالت نوم دی. « وروسته یې په غریو کې وویل: یوه خبره درته وکم؟ د سړي ستونی راډک شو». غریو د ژړا د یو حالت نوم دی چې تصویري شکل یې ستونی ډکېدل دي. لیکوال دواړه انځور کړي دي خو د تصویرونو د حرکت په خاطر یې اول د حالت نوم راوړی او وروسته یې حالت انځور کړی. دلته لیکوال له دواړو لارو ګته اخیستې. هم یې تصویرونه متحرک کړي او هم یې له حسي کلمې کار اخیستی.
عیني تړاو د پنځونې جوهر دی، که نه وي دوه ستونزې زېږوي. یا به پنځونه ډېره احساساتي وي او د پنځګر احساسات به پکې دخیل وي، په بله مانا پنځونه به د احساساتو قرباني وي. یا به پنځونه مصنوعي وي. که احساسات ترې وایستل شي نو بیا تصنع غوره کوي.
احساسات دې پکې موجود وي، خو هغه احساسات چې د پنځونې تر شا وي او پنځونه یې په اړه شوې وي چې په خپله د دې پنځونې برخه دي او لوستونکی یې احساسوي. شېرمحمد او تورپېکۍ په یوه لنده کوڅه کې ولاړ دي، بېګانه ځای دی. لیکوال یوازې تصویر کړي خو موږ یې ان د زړه تکا هم اورو. احساس پټ دی او دومره ژور دی چې د تکړه نقاد له زره بین به هم خوندي وي. لیکوال ندي ویلي چې شېرمحمد بېچاره یا تورپیکۍ مظلومه. یوازې هماغه حالت یې انځور کړی چې د دوو کسو ترمنځ تېرېږي. تصویرونه متحرک دي او موږ په خپل ذهن کې ځای ورکړی همدا د تصویرونو تحرک زموږ د ذهن په ژورو کې ګرځي او احساس راپیدا کوي. د احساس انزایمونه داسې ترشح کوي چې د شېرمحمد او تورپېکۍ له هرې خبرې سره مو زړه غورځي. دلته احساس د تصویر ترشا پټ دی او په ښکاره هیڅ ډول قضاوت نه لېدل کېږي. نه تشې سړې خبرې دي، نه د لیکوال وخ وش. مطلب انډول یې ساتلی.
استاد ښکلی دې ته عیني انډول وایي او دا انډول د هغې فریضې برخه ده چې د پنځګر شخصیت له پنځونې بېلوي. مانا پنځګر نه باید احساسات غالب کړي، چې قضاوت په خپل لاس کې واخلي او نه احساسات ورک کړي چې پنځونه مصنوعي کېږي. بلکې احساسات د پنځونې تر شا پت کړي چې لوستونکی یې حس کړي. احساسات دې د کرکټر وي. کرکټر خپل احساسات بیانوي نه، په عمل کې یې ښيي. د شېرمحمد ډک ستونی موږ ته د هغه د ژړا حالت راښيي.
د پنځګر او پنځونې بیلتون د هنر په ټولو څانګو کې صدق کوي خو د عیني تړاو د فعالیت ساحه تر ډېره ادبیات دي. تیاتر او سینما همدا یو ډول تصویر وړاندې کوي او د نقاشي تصویري حوزه هم تاکلې ده. په ادب کې هر تصویر ته لوستونکی خپل ذهني تجسم ورکوي. نصیراحمد احمدي لیکي:
«بینوایان د فرانسوي لیکوال ویکتورهوګو مشهور ناول دی. کتاب اوه ـ اته سوه مخه لري. ما دوه ځله لوستی، دواړه ځله مې خوند ترې اخیستی. ورته خندلي مې دي، ژړولی یې یم، د اتلسمې پېړۍ فرانسه یې سترګو ته راته درولې ده. خو کله مې چې له همدې ناول جوړ شوی فلم وکوت، نه یې وژړولم، نه یې خندا راوسته او نه مې هغه خوند ترې واخیست چې د کتاب له لوستو مې اخیستی و.
د بینوایان کتاب مرکزي کرکټر ژان والژن نومېږي. د ناول لوستو پر محال مې له ژان والژن څخه د یو جسور، بېباکه، زړور، ارام او مهربانه انسان تصویر واخیست. دی مې د کتاب د تصویر په مرسته په خپل ذهن کې انځور کړ، خو کله مې چې فلم وکوت، ژان والژن هغه څوک نه و چې تر دې دمه مې په ذهن کې ناست و. څېره او ظاهري جوړښت یې زما د فکر خلاف وخوت. دی له ونې ټيټ او کمزوری ښکارېده، نه یې هغه څېره درلوده او نه هغه بېباکي چې ما یې له کتاب څخه تصویر اخیستی و.
د کیسې د لوستلو پر مهال هرڅوک له خپل دید او تصور سره سم تصویر جوړوي. خو فلم داسې نه دی، د څو محدودو کسانو د ذهن محصول دی. دوی له خپله دیده کیسه تصویروي او په نورو یې ویني.»
پایله
عیني تړاو په کیسه او شعر کې د کلمو حرکت، حسي کول او انځورول دي. عین په عربي کې سترګې ته وایي، عیني هغه څه چې په سترګو لیدل کېږي او یو څوک یې په خپله محسوسوي.
عیني تړاو سپارښتنه کوي چې په کیسه او شعر کې پېښې او حالت تصویر کړو، د لوستونکي سترګو ته یې ودروو او پرې محسوس یې کړو. کلمې داسې وکاروو چې د کیسې عاطفه او احساس یې ترشا پټ شي، تر څو لوستونکی یې په خپله حس کړي.
عیني تړاو مو په کیسه کې له بیاني حالته راباسي او په خپله مو د پنځوني برخه ګرځوي. د لوېدیځ د یو ادیب په وینا« د څو دقیقو لپاره مو شاعر کوي» او په کیسه کې د کرکټر رول راکوي. هر لوستونکی د خپل فکر له مخې له پنځونې سره چلن او قضاوت کوي. پنځونه د لیکوال له شخصیت بېلوي او د لېکوال هيڅ ډول پرېکړه او قضاوت پکې ځای نه لري.
ماخذونه:
1- ادب دنیا؛ پر ادبي موضوعاتو د اسدالله غضنفر او نجیب منلي مرکې او بحثونه.
2- ښکلی، اجمل؛ نړۍ ادب؛ ۱۳۹۹هـ ش؛ کابل، جهان دانش خپرندویه ټولنه.
3- احمدي، نصیراحمد؛ راځئ کیسه ولیکو؛ ۱۳۹۳هـ ش؛ جلالاباد؛ مومند خپرندویه ټولنه.
4- احمدي، نصیراحمد؛ یوه خبره درته وکم(ناول)؛ ۱۳۹۱هـ ش؛ جلالاباد؛ مومند خپرندویه ټولنه.