یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهآی پي اېل لپاره د لوبغاړو د اخیستو مراسم سبا یکشنبه پیلېږي

آی پي اېل لپاره د لوبغاړو د اخیستو مراسم سبا یکشنبه پیلېږي

تاند ( شنبه د لیندۍ / قوس ۳مه) د هندکرکټ غوره لیګ یا آی‌ پي‌ اېل چې د نړۍ په کچه د کرکټ تر ټولو “سترې” سوداګریزې سیالۍ ګڼل کېږي، سږ ۲۰۲۵ کال سیالۍ یې ۱۸م پړاو دی.

همدې پړاو ته د لوبغاړو د پېرلو بهیر سبا یکشنبه او بل سبا دوشنبه (د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه) د سعودي په جده ښار کې ترسره کېږي.

۱۸م پړاو ته په ټوله کې ۵۷۴ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي،چې د لوبډلو څښتنان به له دې ډلې ۲۰۴ لوبغاړي اخلي.

د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي هم ټاکل شوي‌ دي،چې د دوی له ډلې ګڼ یې په ای‌ پي‌ اېل کې د لوبېدو تجربه لري او په تېرو پړاوونو کې له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلي دي.

ټاکل شوي افغان لوبغاړي او کټګوري یې: راشدخان له وړاندې خپلې لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
ګربز، لکڼوال، مجیب، نوین او فاروقي هغه لوبغاړي دي، چې د اولې کټګورۍ په بیه کې ټاکل شوي.
محمدنبي او عظمت الله عمرزی په دوهمه کټګورۍ کې، ګلبدین نایب په څلورمه کټګورۍ کې، صدیق اتل، الله محمدغضنفر، سلامخیل، ظاهرخان، نجیب، ابراهیم ځدراڼ، قیس احمدو کریم جنت او ننګیال بیا په پینځمه کټګورۍ کې اخیستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب