دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+قرباني - لنډه کېسه / اسدالله بلهارجلالزی

قرباني – لنډه کېسه / اسدالله بلهارجلالزی

د اخترپه ورځ مې له خپلو همځولو سره یوځای د کلي له یوه کوره بیا تر بل کوره منډې وهلي را وهلي، د اینجیرصاحب عبدالرحمن په کور چې ور ننوتلو، نو یوه ښه شیبه مو د هغه د کور ننداره وکړه، کور يي په باغ کې د شنو ونو په منځ کې پټ دی. لکه د نورو کلیوالوغوندې جګه کلا او برجونه يي نه لري، د باغ ونې يي کتار، کتار کینولې، بردیوال ته يي لیس چنارونه ولاړ او مرغیو په کې چوڼ چوڼ کاوه. په کړکیو کې يي ګلدانۍ هم لیدلې کیدې.
عجب خان کاکا دې خبرو چې به ویل: خدای يي چې چاته ورکړي نو بیا نه وايي چې د چا زوی یا ورور يي، د فضل کریم زوی وګورئ! د پلار یو زوی و. اوس ښه په دم کې ده. اینجینرده، زامن او لمسیان لري. ازانګې کولې.

لال محمد کاکا به لا دا هم ویل: – پې شاباس دي يي، سيېلای يي سي. خدای سي ورته کتلي دي، ده هم لکه د هندويې زوی دغسې سیېلې ده.

د اینجینرصاحب ښځې هرهلک ته له پا پړو سره یوه یوه او چاته خولا دوه دوه تکې سرې  مڼې ونیولې.

لږ وړاندې اینجینرصاحب چې نوي کالي يي په تن اوسپین پکول يي په تندي ایښی. په شناوۍ ږیره کې لاس وهي په تلیفون کې خبرې کوي. هغه لوري ته يي وویل: ته هم راسه، په بایسکل پښه را واړوه، زه هم ناجوړه یم ساعت به مې درسره تیر وي. یوه وچه غوا مې د قربانې له پاره ساتلې، حلاله به يي کړو.
د هغه لوري غږ نه اوریدل کیده، ده وویل: ځانته يي قربانې کومه، موږ د خپل کور غړي په کې شریکان یوو. ده لا خبرې کولي چې موږ ترې را وواتو، او دواړه لمسیان هم را سره ملګري شول. انا يي له شا ورپسې نارې کړي. غرمه دا هلکان ډوډۍ ته درسره راولئ!
عبدالرحیم يي په ورته ځواب کې ښا وکړل او له موږ سره په منډو شو. په ډیرو کورونو کې موهګۍ هم ترګوتو کړې. موږ به په خپلو کې ویل: د هګیو وچې میوې او نینو یو ځای خوړل ارګی بدوي، خو ماته هګۍ مو ترستوني تیره وله. ټکنده غرمه وه چې د اینجینرصاحب کره بیرته راغلو، کوټه له کلیوالو ډکه وه. اینجینرصاحب د کوټي په برکنج کې خواشینی ناست و. خبرې يي نه کولي، له سترګو يي اوښکې څڅیدې، ناست کلیوال هم چوپه خوله وو، لال محمد کاکا به یوه یوه خبره کوله، اخريي ده ته وویل: اینجینرصاحب! د سړی غم دي نه وي، د مال غم باندې دومره مه خپه کیږه. څوک د الله تعالی له کارونو خبر وو. ده په ورغوي اوښکې وچې کړې. په ډډ غږ يي وویل: – لال محمد خانه! ته سمه خبرې کوي. کاشکې دا ځوانان متوجې شوي وای، او د قرباني غوا يي د هغې بلې د سترګو په وړاندې نه وای حلاله کړي. ګوره حیوانات هم درک لري، په غم، مرګ او ژوند پوهیږي که داسې نه وای. د دغې غوا له حلالیدو سره سم به هغې بلې ساړه سیورې ته تړلې رکې جوړې غوا ضعف نه کاوه او نه به لویده، همدې دواړو څنګ په څنګ سره ژوند کړی وو. موږ باید هیڅکله هم د نورو حیواناتو په مخ کې څاروي حلال نکړو. داسې کار د هغوئ د ځور سبب کیږي. ډیره ناپامې کوو، د حیواناتو او آن د خپلو ماشومانو په مخ کې يي حلالوو. چې دا کار د دوئ له پاره ډیر تاوان لري، ده لا خبرې کولې چې د سترخوانونه وغوړیدل په کوټه کې ناستو کسانو ډوډۍ وخوړه، خو اینجینر صاحب څکه هم پرې ونه کړه.

مازیګر په جومات کې ګڼه ګوڼه وه، خدایداد کاکا ویل: اینجینر نور جوړ تیار و. غرمه چې کلیوال يي له کوره را ووتل خدای خبر چې څنګه ورباندې ناڅاپه د زړه حمله راغله هلکانو ډاکتر ته یووړ او…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب