پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+محمدانور وفا سمندر د مینې، رڼا او غږ استازی

محمدانور وفا سمندر د مینې، رڼا او غږ استازی

د نړۍ تر ټولو قیمتي او د قدر وړ ډالۍ:

د وفا سمندر په هر پوست، هره خبره، هره جمله او هر توري کې وفا، رڼا، غږ، هیلې او د ژوند څپې د یوې ډالۍ په توگه مخاطبینو ته وړاندې کېـږي.‎؛ په هغې ټولنه کې چې څوڅلوېښت کاله تاوتریخوالي حکومت کړی وي، وهل وژل، وینې تویول او دې ته ورته شیان عادي او منل شوې خبرې گرځول شوې وي؛ د وفا سمندر پاسنۍ ډالۍ به د نړۍ تر ټولو قیمتي او د قدر وړ ډالۍ نه وي؟

                                                          آصف بهاند

په دې مقاله کې د اوسنۍ زمانې پر داسې یو لیکوال باندې بحث کوم چې د یو شمېر مطرح اثارو خاند دی، د جلا سبک او ځانگړي طرز تفکر درلودونکی دی، له هېڅ سیاسي گوند یا تنظیم سره تړاو نه لري، لاره یې د معمول خلاف له ډېرو بېله ده او د بیان یا ویلو طرز یې د ځینو له نظره مبهم او غامض برېښي. زموږ د زمانې دا لیکوال محمدانور وفا سمندر نومېـږي. ترهر څه مخکې د ده پېژندنه:

د ښاغلي وفا سمندر بیوگرافي ما په ویکیپیدیا کې پیدا نه کړه، بیا راپه یاد شوه چې ما کوم وخت د ډوکتور لطیف یاد له فیسبوکپاڼې راخوندي کړې وه. کومه بیوگرافي چې یادصاحب خپره کړې وه، هغه د وفا سمندر له خولې لیکل شوې او د هغې متن دا دی:

«پلار ويل: «هلکه! غنم لو کې دنیا ته راغلې»؛ خو آبو مور به راته ويل: «نه، ته مي په مني-طلایي موسم- کې دنیا ته راوړې!» خو زه چې څه د ځان په اړه خپل واک گڼم، د تلې مېاشتې وروستۍ نیمه شپه وه او زه په دنیا کې را را ښکاره شوم.

له خیاله چې د ذهن دنیا ته راواوړم، نو په پېژندپاڼه کې یې راته ۱۳۴۱ لمریز (۱۹۶۲) زېـږدیز کال د زېـږون کال لیکلی دی.

آه، اوس نه ماشومتوب شته، او نه زه غواړم ماشوم شم؛ ځکه ماشومتوب تللې زمانه ده او تللې مړه ده؛ او یوه «اوس» ژوندۍ! تېره د تاریخ په پاڼو کې ښخه ده. او هلته ګورم چې پلار په کال ۱۹۶۹ کې د مېدان درې مرکزي لیسې لومړي ټولګي کې معلم ته په لاس ورکړم چې اصلاح مې کړي!

ابتدایه مې د مېدان کوټه‌عاشرو په لومړي ښوونځي کې سرته ورسوله او وروسته مې د پلار مدیر محمد اکبر خان د زړه په زور، د میدان مرکزي لیسه کې ځان له یوه ټولګي بل ټولګي ته کش کړ، خو انقلاب چې د خلکو لپاره سور اور شو؛ نو مېدان مې له کورنۍ سره خوشې کړ او دولسم ټولګی مې په ۱۳۵۹ کال کې د کابل غازي لیسې (چې هغه مهال شیرشاه سوري لیسه نومول شوې وه) په ښه درجه ختم کړ او د عمر د کموالي له امله، د مکلفیت عسکرۍ له دامه را خلاص پاتې شوم او د کانکور ازموینې موقع مې له لاسه ورنکړه او مخامخ خپل لومړي انتخاب (ژورنالیزم څانګې) ته کامیاب او د ۱۳۶۳ کال په ژمي ور نه فارغ شوم.

ها مهال له یوې خوا د بل بدلولو او له مقابل لوري د هغوی د اصلاح کولو سرو او شنو توپانونو خاکباد جوړ کړی ؤ او ما هم په نوي ځواني ایدیالوجیګ مزي پالل، څو د «ځان» په بغاوت واوښتم او د ایډیالوجۍ جغ مې مات او ځان موندنې او ځانپالنې ته را وزګار شوم.

زما لومړنۍ نوکري او د لیکوالۍ کیسه:

د ۱۳۶۴ کال د چنګاښ په مېاشت کې د مرکزي رادیو ټلویزیون کې د خبرڅانګې راپورتر په نامه حکومتي نوکرۍ ته ورولوېدم. دلته و چې قلم زما زده شو. دلته و چې خبریال او بیا لیکوال راووتم. دا لا چېرې! اوه- اته کاله کېدل چې زه د لیکوالۍ له تومنې ډک ګرځېدم.

مومن خان او شیرینو زه ملا کړم،

کال ۱۳۵۴ و. زه د مېدان د چاریکې د خزاندار عیسی خان د برجورې کلا پیتاوي کې له «شریف» او «داود» او… سره په توشلو او «شټو» وم، چې د «محمد عزیز» بنجاره له جړنګانو، بنګړیو، زرتارو او نکروزو ډک خر مخ په کلي را تاو شو.

نور یاد ته نه راځي. زما لاس کې د «آدمخان او درخانۍ» او که «مومن خان او شیرینو» وړوکی کتابګوټی و. زه تر وچ لمر لاندې، په سپېرو خاورو کې تر هغو ناست او پروت وم، چې چا را غږ کړ: «انوره! جګ شه چې «آبا» دې راغی!»

په دې پسې بله پېښه وشوه، بله وشوه…ما «دختر یتیم»، «دختر همسایه»، «جنایت بشر»…فارسي پولیسي ناولونه په خپله ماته ګوډه فاړسو لوستل او لا نور له محمد عزیز بنجاره تر لاسه کول.

داسې ؤ، چې زما مخه مکتب ته شوې وه، خو دا وږمه مې تازه تجربه کوله، چې د ولس بدلولو لپاره سره او شنه او تور اورلن انقلابونه له لارې را ورسېدل. نو زه چې تازه د حروفو په هندسه کې لارې ته شوی وم، د ایډیالوژۍ وبا ووهلم. لس دولس کلونه وشول چې ما ځان په دې دوزخ کې پردی وپېژاند او را ووتم، چې د کلام په سمندر کې یو سپین غسل وکړم. خو لاره او آواره او د غره څوکې دومره د «بل» بدلولو «اصلاح کولو» فکر پړسولې او رنګ کړې وې، چې ښایسته وخت تېر شو، ترڅو اوسنی «زه» مې زوکړه وکړي.

سمندر د لمر لوېدو پر مهال:

زه همدغه یم. د «دوه زره نوي یم کال» له کیسه ییزو طنزونو سره د لیکوالانو په لیکه پسې راشین شوم. «زرګره او زر لاسی کوډګر»، «بنیادمان»، «په کور یو لیونی» دري پښتو ناولونه او «غږ چینه» ادبي- عرفاني نثرونو ټولګه او «غږ او رڼا زما وزرې» هم زه وم، چې خپل اصیل «زه» مې لټاوه. دې سره  فارسي ناول «دوازده بال»  او «چشمه اوا» هم چاپ شول.

تېر کال «بل بدلولو دوزخ»، «ځان موندلو برزخ» «ټول سفر ؤ د ځان دننه» ناول او «رڼا کوچنیان» 

اوس هم تاسو په زړوونو شریفو انسان وروڼو ته د «مینې کولو جنت» ډالۍ په لاس کې لرم. دغه کتاب د هغو بحثونو د پای بحثونه دي، چې یو کال دمخه د بل بدلولو دوزخ په نامه پېل شوي ؤ.

زما لپاره مینه، محبت، لورینه،

دا کتابونه له چاپ راوتي، خو زه تازه خپل د زېـږون «ختیځ» ته رسېدلی یم. خدای خبر څومره کاغذونه به کمیس او پرتوګ پرځان زاړه کړم، ترڅو خپل اصیل برخلیک وځلوم.

خو که محمد عزیز بنجاره نه وای، زه به دغه پوړۍ کې هم نه وم. یاد یې دومره را په کې شین پاتې دی، چې د لیکنې پېل مې پر هغه و. ۱۹۸۲ کال و. د پوهنتون له زده کړو سره مې یوه د سلو پاڼو کتابچه د محمد عزیز په باب ناول ته بېله کړه. کتابچه ډکه شوه، خو نه چاپ شوې او نه له ما سره شته!

زه او زما نسل چې د «بل» بدلولو انقلابي جنګ منګولې شو، راشنه شو، نو داسې مو شپه په پردي کور شوه. زه پېښور کې پروت، له بي بي سي راډیو سره د ماشومانو لپاره په ډرامه لیکلو او پروګرام جوړولو شوم. د تخت سړي چې بدل را بدل شول، زه هم د کلیو پراختیا وزارت او څو نورو ادارو سره د رسنیز سلاکار او ویندوی په توګه په کار شوم، تر څو سیمه‌ییزو اورګانونو ادارې ته د فرهنګي او ژبنیو رسنیو چارو لپاره را ولوېدم؛ او تر دې دمه لګیا یم چې په کتاب لیکلو سره ټول ځان نندارې ته وړاندې کړم.

چاپ شوي آثار:

۱ ــ  «دوه زره نوي یم کال» مجموعۀ داستانواره های طنزی، سال 1370، وزارت اطلاعات و فرهنگ،

۲ ــ  «زرګره او زرلاسی کوډګر» رمان، سال 1379، پیشاور،

۳ ــ  « بنیادمان» رمان، سال 1380، پیشاور،

۴ ــ  « په کور یو لیونی» رمان، سال 1388، مقام ولایت میدان وردگ،

۵ ــ  «د غږ چینه» مجموعۀ 100قطعه نثر ادبی-عرفانی،

۶ ــ  «چشمۀ آوا» مجموعۀ 100 قطعه نثر ادبی-عرفانی (به زبان دری)،

۷ ــ  «غږ او رڼا زما وزرې» قطعه های نثر شاعرانه ادبی-عرفانی (به زبان پشتو) مطبه جهان دانش،

۸ ــ  «دوازده بال» رمان ( به زبان دری) از سوی انتشارات انستیتوت مطالعات افغانستان،

۹ ــ  «جادوګر هزاردست (رمان فارسي) دوبار ۱)انتشارات آرون، تهران. ایران و ۲)انتشارات تاک. کابل

۱۰ ــ  « د غږ او رڼا لاروی» مجموعه مقاله، نقد و نظر در مورد اثار و سبک کار ادبی وفا سمندر، مطبعه مسلکي افغان،

۱۱ ــ  «ټول سفر ؤ د ځان دننه» ناول، مطبعه و انتشارات عازم،

۱۲ ــ  «د رڼا کوجنیان» ترجمه «کودکان نور»، اثر فرا روانشناسی، حادثات نزدیک به مرگ مطبعه و انتشارات عازم،

۱۳ ــ  «د بل بدلولو دوزخ» مطبعه و انتشارات عازم،

۱۴ ــ  «د ځان موندلو برزخ» مطبعه ملالی، کندهار،

۱۵ ــ  «د مینې کولو جنت» انتشارات کتابخانه نور.

چاپ ته چمتو آثار:

۱ ــ  «هر یو خپل سقراط دی» رمان (به زبان پشتو)،

۲ ــ «د مینې اکادمۍ باغ»،

۳ ــ «د حال ابدیت»،

۴ ــ «د درک شېبې»،

۵ ــ  «دعا د ځان سپارل دي»،

۶ ــ  «غږ د کلمو روح»،

۷ ــ «داستان های معنوی» ویرایش، تحشیه و ترتیب، مجموعۀ در حدود 100داستان از سراسر جهان،

۸ ــ «مانیزې کیسې» ترجمه و ویرایش، مجموعۀ داستان های واقعی از سراسر جهان،

 دغه رنګه وفا سمندر څلور کاله بي بي سي راديو (زموږ نړۍ زموږ راتلونکې) تعلمي پروژې لپاره څلور کاله روزنیزې ډرامې لیکلي دي. په راوروسته کلونو کې یې د دویچ وله رادیو پښتو برخې لپاره شپـږ اووه سلسله یي ډرامې لیکلي، چې د یادې راډیو له څپو جوړې او خپرې شوي دي. سربېره پر دې د وفا سمندر لیکنې او ځنې کتابونه، د Kabul nath.de) و (Keegday) و (Nawid ruz) او نورو ویبپاڼو کې هم خپاره شوي او خپرېږي.

ترلاسه کړې جایزې:

۱ ــ  د طنزونو ټولګه، د اطلاعات او کلتور وزارت، ۱۹۸۰ زېږدي کال،

۲ ــ د «دوه زره نوی یم کال» کیسه ییزه طنزونو ټولګه، د ۱۹۹۳ زېږدي کال دریمه جایزه،

۳ ــ  سرمقاله د اطلاعات او کلتور وزارت د 1994، زېږدي کال دویمه جایزه،

۴ ــ  «زرګره او زرلاسی کوډګر» ناول، د 2004 زېږدیز کال دویمه جایزه،

۵ ــ  «بنیادمان» ناول، د 2003 زېږدیز کال څلورمه جایزه،

۶ ــ  د «دوازده بال» رومان، د 2011 زېږدیز کال لومړۍ جایزه،

۷ ــ  «په کور یو لیونی» ناول، د 2012 زېږدیز کال لومړۍ جایزه، 

۸ ــ  د پامیر جرېدې لخوا د کال جایزه،

۹ ــ  د ۱۳۷۴ لمریز لېږدیز کال د مقالې لیکلو جایزه،

۱۰ ــ  د ژورنالستانو اتحادیې بېلابېلې کلنۍ جایزه،

۱۱ ــ  د ۲۰۰۸ زېږدیز کال د ستر لوست د پروګرام جایزه او ځنې نورې ادبي جایزې.»

د دې بیوگرافۍ د لا بشپـړېدو په خاطر د یاد صاحب لپاره په کامنټ کې انور وفا سمندر د خپلو اثارو د لست د بشپـړیدو په پار یو یادداشت هم لیکلی و، زه بیا پوه شوم چې د هغه په ځواب کې بی یاد صاحب څه لیکلي وي؛ خو د دې کرښو د لیکلو په وخت کې ښاغلي وفا سمندر د خپلو ټولو اثارو لست ما ته راولېـږه چې دا یې متن دی:

«د محمد انور وفا سمندر چاپ شوي آثار:

آثار چاپ شده:

  1. «دوه زره نوي یم کال» مجموعۀ داستانوارههای طنزی، سال 1370، وزارت اطلاعات و فرهنگ
  2. « زرګره او زرلاسی کوډګر» رمان، سال 1379، پیشاور
  3. « بنیادمان» رمان، سال 1380، پیشاور
  4. « په کور یو لیونی» رمان، سال 1388، مقام ولایت میدان وردگ
  5. « د غږ چینه» مجموعۀ 100قطعه نثر ادبی-عرفانی
  6. «چشمۀ آوا» مجموعۀ 100 قطعه نثر ادبی-عرفانی (به زبان دری)
  7. «غږ او رڼا زما وزرې» قطعه های نثر شاعرانه ادبی-عرفانی (به زبان پشتو) مطبه جهان دانش 
  8. «دوازده بال» رمان ( به زبان دری) از سوی انتشارات انستیتوت مطالعان افغانستان-اخن
  9. جادوګر هزاردست (رمان فارسي) دوبار ۱)انتشارات آرون، تهران. ایران و ۲)انتشارات تاک. کابل
  10. «د غږ او رڼا لاروی» مجموعه مقاله، نقد و نظر در مورد اثار و سبک کار ادبی وفا سمندر، مطبعه مسلکي افغان. 
  11. «ټول سفر ؤ د ځان دننه» ناول، مطبعه و انتشارات عازم،
  12. «د رڼا کوجنیان» ترجمه «کودکان نور»، اثر فرا روانشناسی، حادثات نزدیک به مرگ مطبعه و انتشارات عازم،
  13. «د بل بدلولو دوزخ» مطبعه و انتشارات عازم،
  14. «د ځان موندلو برزخ» مطبعه ملالی، کندهار،
  15. «د مینې کولو جنت» انتشارات کتابخانه نور،
  16. دردونکې خاطرې، عازم انتشارات؛
  17. خاطرات دردانګیز، انتشارات عازم
  18. «هر یو خپل سقراط دی» رمان (به زبان پشتو)
  19. «د مینې اکادمۍ باغ؛
  20. د حال ابدیت؛
  21. د درک شېبې؛
  22. دعا د ځان سپارل دي؛
  23. غږ د کلمو روح 

آثار آماده چاپ:

  1. تېرژوندونونه، خوبونه او د روح سفرونه، ژباړه
  2. « داستانهای معنوی» ویرایش، تحشیه و ترتیب، مجموعۀ در حدود 100داستان از سراسر جهان
  3. « مانیزې کیسې» ترجمه و ویرایش، مجموعۀ داستانهای واقعی از سراسر جهان

تر کار لاندې:

  1. بی‌پدر. ناول
  2. زړه خو تر هرڅه ځوانه مینه. ناول او نور

دا خبره وفا سمندر په خپله ماته ویلې ده چې: د ۲۰۲۱ ام کال په اگست کې د نویو واکدارانو په راتگ سره ده خپل ډېر یادداښتونه سوځولي دي. دا چې په هغو سوځول شوو پاڼو کې به څه وو، یوازې به وفا سمندر ته مالوم وي. 

ما (آصف بهاند) د محمدانور وفاسمندر ټول اثار له نظره نه دي تېر کړي چې پر شکل او محتوی باندې یې بحث وکړم او یا یې د ژبې او تفهیم پر روانۍ او پېچلتیا باندې وغږېـږم.  د دې مقالې د بیا سمونې او کتنې په وخت کې، زما په غوښتنه، وفا سمندر  د فرهنگي ملگرتوب او مهربانۍ له مخې خپل څو کتابونه راولېـږل چې نومونه یې دا دي:

ــ د بل بدلولو دوزخ،

ــ د ځان موندلو برزخ،

ــ د مینې کولو جنت،

ــ غږ او رڼا زما وزَرې،

ــ د غږ ڇینه

 دا کتابونه مې له نظره تېر کړل او د سمندر د اثارو ځینې برخې چې ما د نورو قلموالو په مقالو کې لوستي او یا مې په ټولنیزه میډیا کې د ده ورځنيو پوستونو په ترڅ لیدلي دي، له دې ټولو نه ما دا پایله ترلاسه کړه چې سمندر د مینې، رڼا او غږ استازی او مبلغ دی، د وفاسمندر په آثار او خبرو کې زما لپاره مهم او د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې دی پر ټولنه باندې د حاکمې کرکې، دوښمنۍ او بدبینۍ پر ځای د مینې او تفاهم وړاندیز کوي، دا په لوړو غږ سره وايي چې یو د بل په چارو کې لاسوهنه مه کوئ. 

ما په دې مقاله کې لومړی د ده بیوگرافي راواخیسته، بیا به د ده پر هغو نظریاتو لږ تم شم چې دی موږ ته د مینې، رڼا او غږ مبلغ او استازی معرفي کوي، وروسته تر هغه به د ځینو هغو قلموالو لنډ نظریات هم راواخلم چې د ده د فکر او ویلو د طرز پر څرنگوالي باندې یې خپل نظریات څرگند کړي دي او په پای به یې د کلام څو بېلگې هم راوخلم:

د جگړې، لوټ تالان، وینو تولو، له ژوند څخه محرومولو، رنگارنگ تاوتریخوالو… په گرم بازار کې یو څوک پیدا شي چې د دې ټولو شیانو پرضد ودرېـږي، یوازې د مینې ډال ورسره وي، د وفا شعار یې پر تندي لیکلی وي، د انسانیت پر لاره روان وي او د یوه غږ پلټونکی وي، تاسو به څه څوک ورته غوره کړی؟

زه خو د دې لارې یو سرسپارلی لاروی پېژنم چې هغه محمدانور وفاسمندر نومېـږي.

انور وفاسمندر ته هرڅه ښکلي دي او د مینې په رنگ رنگېدلي. د خپلو خبرو، لیکنو او پوستونو په وسیله غواړي چې خلک د مینې او وفا بڼ ته وروبولي او له جگړې او ټولنیزو ناوړو اړیکو نه رازېږېدلې کرکه چې د خلکو پر عیني ژوندانه او ذهنونو باندې حاکمه ده، ورنه وتوږي، د کرکې توره پرده ورنه لرې او د مینې په سمندر کې یې ولمبوي. 

د چیزفهمه خلکو د ژوند په دایره کې ذهنیت داسې دی چې: که خدای د څلورگامونو په اندازه هم د ژوند کولو وخت درکړي، باید په مینه کې تېر کړای شي، نه په کرکه کې. د وفا سمندر د فکر او باور انگړ ډېر پراخ، په ښکلاوو ډک او له انساني مینې مالامال دی.

انور ټول مینه ـ مینه دی، له هرې کلمې یې مینه راورېـږي، هره وینا او هره لیکنه د مینې په لوښې کې وړاندې کوي، ځکه نو دی په ریښتیا سره د مینې او وفا یو رښتینی سرسپارلی سرتېری دی. دی به یو عادي عکس نه له خپل ذهن نه د راوتونکو کلماتو په وسیله د مینې داسې نښه جوړه کړي، چې لوستونکی او لیدونکی اړ وي چې په شېبو ـ شېبو هغه عکس ته وگوري او څو ځلې د ده لیکلې جملې ولولي. دا یې د لیکلي پوست لنډ متن دی:

«چې ناست وې، ناست وې، ناست وې…

ټول عمر- د دې قصر هغه بره کړکۍ کې- 

یوازې ناست وې،

او په بل مازدیګر «هغه» راشي.

بیا دننه شئ؛

دیوالي‌بخارۍ ته ناست وئ،

د خسو- سکروټو قرصه‌هار وي؛

او تاسو یوبل، په سرو شغلو کې، په نڅاه وینئ!

څنګه مینه لیونتوب نه دی!!

کور یې ودان، دې عکس یو عمر مینه راباندې وکړه:

وفا سمندر هرډول ټپ د مینې د مرهم په کارولو سره رغوي. دا د ده د خولې خبره ده: 

«افغانان که په تن روغ هم وي، خو وروستیو ناخوالو او جګړو د دوی ذهن، زړه، احساس او عواطف ټپي کړي او دا ټپونه یوازې د مینې په وسیله جوړېدلای شي…»

وفا سمندر د یو چا د بریا مبارکۍ ته هم د تورو او کلماتو کاروان په مینې باروي او بیا هرکلي ته ورځي، په ریښتیا چې دی د مینې مبلغ او استازی دی:

«د مرغانو د اواز او الوت په دې بندیز بندیز دنیا کې، فریحې نوزادي، په کوربندوافغان‌پېغلو لپاره، زیری راوړ:

زما د څه باندې څلورو لسېزو، یار، ملګري او انډیوال، احمدجان‌نوزادي، پر خپله فسېبوک‌پاڼه، دغه عکس سره کښلي و، چې لور یې (فریحې نوزادي) د انګلستان له یوه مشهور پوهنتونه، د عامه روغتیا په برخه کې، ماستري ترلاسه کړې!

د نوزادي کورنۍ، ستړي، ځپلي او په غمونو کې ډوب هلمند او غمو غوبل کړي افغانستان ته دې دا ښادي مبارک شي!

د دې په هیله، چې د افغان نارینه تریخ ځیګر، د خدايي مینې او رحمت په باران، د تعصب او کرکې له سرطانه پاک شي. او ښځه د انسان په قد برابره، د ژوند، زده‌کړو او کار دنیا ته راووځي!»

وفا سمند په ټولنه کې هره پېښه چې وغواړي، راایخلي د خپل فکر په لابراتوار کې یې اچوي او د افغان انسان نیکمرغۍ او د وړاندې تگ په موخه یې رڼوي (صیقل ورکوي) او بېرته یې د خلکو په مخکې ږدي، دا لاندې یې یوه بېلگه ده: 

«پکتیکاوپکتیاوخوست، په نوي پاڅون سره، تر سپوږمۍ، تېزه رڼا، د افغان‌انسان پر خزان، خزان ذهن او زړه راخوره کړه.»   

وفا سمندر یو ځلې د مینې د ویش په باب داسې ولیکل:

«د مینې‌کولو جنت:

«لومړی ګام

عشق پېلوم. مینه کوم. ځان په ټوله هستۍ کې خوشې کوم.

نغواړم څو منه غوښه، څو لاستي هډوکي او فقط یو دوه منی پیپ سره وینه پاتې شم.

سرنوشت یوه کلمه ده: مینه، مینه، مییییییییییییییییییییییی…نه!

بې مینې نشته. خدای چې شته؛ مینه شته؛ او په مینه شته.

مینه یې ورکوي. مینه ځان وېشي.

ژوند بې مینې نشته. او مینه بې ژونده نه ده. ځکه نو ژوند مینه ده او زه غواړم هر خدای پیدا کړی ته مینه ورکړم، مینه واوروم، مینه شم.

غواړم عشق او مینه یوه یوه ته و اورم؛ دومره چې هر غږ او حرکت، او فکر او عمل مې مینه شي .

دا هغه وخت شونې ده، چې مینه کې اوبه شم، مینه شم او د ځان په نامه یو نوم، یو ویاړ، یو دیوال او یو شهرت و نه اوسم.»

د جگړې په داسې یو ماحول کې چې له سمې او غره نه، له بوټو او ونو نه د وینو او باروتو بوی جگېږي، د وفا سمندر له ژوند بښونکو افکارو او لیکنو نه، د مینې او وفا وږم د خلکو پزې او ذهن ته رسېـږي؛ دا یو الهي نعمت دی.

دا یې بله بېلگه:                            

«د مینې خاوره

۱

په ګډه یې اورو:

«د مینې خاوره غږ ده، کلمه ده او د ابدیت له عاشق سمندره را روانه ابدي نغمه. 

تورو (حروفو) کې چې مینه (پو) نه کړې، نو شنډ دي؛ د مینې لیاقت نلري. 

مینه ده، چې د حروفو اندامونو ته د مینې سا ور (پو) کوي. 

که مینه نه وي، حروف په جنګیالیو نومونو بدلېږي. 

که مینه نه وي، حروف، کلمې، ادبیات…د جنګ په فرمانونو بدلېږي.»

مینې اکادمېسن

(د مینې اکادمۍ باغ) څخه

یادونه:

(د مینې اکادمۍ باغ) او څو نور کتابونه، چاپ ته چمتو شوي، نو چې څه وخت د خدای تعالی اراده وه، چاپ به شي.»

وفا سمندر د خپلو ورځنیو مینه ناکو پوستونو په لړ کې یوه ورځ داسې پوست خپور کړ چې د ټولو مینو یوه ټولگه په کې راټوله ده، وگورئ:                         

«پر زخم زخم زړونو او حواسو مو، د مینې یو تند‌باران وشه!»

د وفا سمندر د پاسني انساني شعار په کامنټ کې ما داسې ورته ولیکل:

«د کرکې پر ځای مینه داسې خپرېدای شي:

«پر زخم ــ زخم زړونو او حواسو مو، د مینې یو تند‌باران وشه!»

ډېره مننه انور جانه، وفا سمندر جانه!🥰»

دا یې یو بل پوست دی:

«زما ښاغلیه، زما اغلې!

عجب وخت یې دی، چې په دې شنه سهار، خپل زړه و ذهن کې انبار انبار د ګیلو، شکایتونو، نفرتونو…خځلې، راوباسو، د باد وزرو ته يې ورکړو، چې یو مخ يې له ځان سره يوسي!

راځئ وښیو چې موږ ژوندي، تازه او نوي انسانان یو!

راځئ وښیو چې د بخشش، ورکړې (که نور څه نلرو، یوه خوله خندا خو مو په وس کې ده!)او مهربانۍ اولنمره‌ګان یو!

ټول کار دادی:

د نورو وګړو-هغه که باکتابه دي یا بې‌کتابه – اخرت، خدای‌تعالی ته وسپارو،

او دنیايي چارې ټولمنلو بشري قوانینو تر چتر لاندې سرته ورسوه!

د ژوند او بخت مدینه همدا ده.

ډېره يې مه ذهني کوئ، ژوند کولو ته را زړور شئ!»

د مینې تر همدې پوست لاندې مې د مننې په دود دا لنډ کامنټ ورته ولیکه:

د مینې او وفا استازیه!

کور ودان چې په دې شنه سهار کې دې د مینې او وفا په سمندر کې ولمبولوو. 

وفا سمندر په ټولنه کې د مینې د خپرېدو لپاره داسې لیکي:

کلا؛ د ډار سندوک!

له هغې ورځې، چې «انسان» د انسان ښکار ګرځېدلی دی، انسان، د کلا، برج، بالاحصار، چېن‌دیوال

او نور دېوالونه، پر ځان راتاو کړي.

زمکه؛

د انسان ‌د خرپ‌وترپ سور میدان دی!

تر هغو چې زړه‌ عقل فتحه کړي: «نه په چا کار لرم؛ نه به څوک کار راباندې لري!»

زړونه مو په څه هوا کې دي؟

بې‌مېنې زړه، نشته؛

نو مینې ته زړور شئ!»

دا د وفاسمندر د یوې بلې ورځې لنډ پوست دی:

«بیا وایم: خپل مبارک ځان، د بدکردارو د بدیو په ډېران مه بدلوئ!»

ما آصف بهاند د همدې مطلب په کامنټ کې داسې ورته ولیکل:

«د وفا سمندره!

له تاسو نه ډېره مننه چې د خلکو د ذهن په کرونده کې د وللو او سپېڅلو افکارو زړي کرئ.

بریا مو په برخه،

وړاندې ځه!»

عام نظر داسې دی چې ژباړه له یوې ژبې نه بلې ژبې ته د پوهو او تجربو د لېـږد او د ژبو د غنا ښه وسیله گڼل کېږي، خو وفا سمندر د ژباړې مینه‌وال نه دی. یوه ورځ یې د تیلیفوني بنډار(۱۰/۰۶/۲۰۲۳) په ترڅ کې عجبه نوې خبره راته وکړه:

«ژباړه د تخیل قاتله ده او په درنه سترگه نه ورته گورم.»

خو کله داسې هم شوي چې له پاسني نظر سره ـ سره یې ژباړې ته زړه ښه کړی دی او ځینې شیان یې ژباړلي دي: 

ــ د «کودکان نور» په نامه کتاب یې له فارسي ژبې نه پښتو ته د «د رڼا کوچنیان» په نامه ژباړلی دی چې چاپ شوی دی، 

ــ «تېر ژوندونونه، خوبونه او د روح سفرونه» چې نه دی چاپ شوی.

(آرزو عظیمي، د غږ نقاش (د محمد انور وفا سمندر د ژوند او لیکوالۍ هنر په اړه یوه لنډه څېړنه(، دویم چاپ، ۱۳۹۶ ل کال، ۵۰ ام مخ)

د وفا سمندر هرپل او هره ایستونکې سا، له مینې سره مل ده، دا مینه دی د ټولو لپاره غواړي او وايي چې د ټولو خلکو ژوند باید له مینې سره پیل شي او د مینې په ملتیا تېر شي. د دې خبرې ثبوت یې په ډېرو پوستونو کې لیدلای شئ، دا یې یوه بېلگه ده:

«… نوې ورځ، نوی ژوند‌ دی.

ويښ باید واوسو، چې هرڅه پخپل فکر کې پالو، یا یې بل ته وايو، یا عمل پرې کو، بېرته موږ ته راګرځي.

څومره به ښه شي، مینه واورو، مینه ووینو، مینه ترلاسه کړو!

دغسې به وشي؛ خو چې ذهن، حواس، چلندونه او کړنې مو د مینې له جنسه جوړې وي!

مینه‌کول، د خدمت معنوي بڼه ده.»

د دې کرښو لیکوال وفا سمندر ته د پاسني مطلب په کامنت کې داسې ولیکل:

«د وفا سمندره، د مینې استازیه!

د نفرتونو په دې اړودوړ کې دې د مینې څپې خورې او برلاسې غواړم؟»

ده بېرته د مینې په الفاظو دا ځواب ولیکه:

«قدرمن بهاند صاحب!

پر ژوند او بخت مو د مینې سپین‌اور، زرغون واوسه.»

دا یې د تېرو مینه‌ناکو پوستونو په لړ کې څو نور پوستونه دي:

«… زړه دې چې په خدايي مینه ډک شو، بیا ته د ځان او جهان لپاره، د مینې یو ستر باغ یې!

راځئ، له دې شېبې، د مینې‌باغ واوسو!»

«عاشق بودن فتح هستی است.

چقدر لذت دارد، وقتی احساس می‌کنید، عاشق هستید!

عاشق می‌باشید و روی زمین هیچ دشمنی ندارید!

عشق انقلابی است که همه‌ی زندگی آن را جشن خواهد گرفت!»

دې باسني مطلب ته ښاغلي اسماعیل لاروي په کامنټ کې داسې لیکلي دي:

«ستا اخلاص دې په ټولو ژوندې سرو کې عام شي.»

«زموږ ملا غوټه ماته ده!

داځکه ماته ده، چې غواړو، ټوله دنیا-ټول وګړي- د ځان په رنګ کړو!!!

که په دغه فکر، دغه باور، دغو اخلاقو ادامه ورکوو، په خدای که روغه ورځ ووينو!!

راځئ زما هم یوه نیمه ومنئ؛ له نورو به تېر شو؛

نور به خدای ته وسپارو؛

نور پوه شه او خدای پوه شه؛

ځان به جوړ کړو!

را سره غږ کړئ: نه د چا په دین، نه يې په دنیا کار لرم!

راځئ نن له ځان او یوه یوه وګړي سره په روغه کې ژوند وکړو!

وينئ، وسلې او جګړې د انسان‌نفس جوړې کړي، رواج کړي او په فرهنګ او باور اړولي دي!

عکس پخاطر!

که زما پخاطر نه وي، ددې ماشوم پخاطر، د یوه بل له سر، ازادۍ او مال څخه لاس اخلو!»

د مینې اکادیمۍ تاریخچه او بنسټ اېښودونکي:

  1. په داسې جگړه ځپلې ټولنه کې لکه افغانستان چې له هرلوري کرکه، مرگ او وینې اوري، وفاسمندر په داسې چاپېریال کې «د مینې اکادیمي» جوړوي او د خپلو همفکره ملگرو په ملتیا غواړي چې د کرکې او جگړې په چاپېریال کې مینه وکري او د رڼا بزغلي کښېنوي.
  2. یوه ورځ (۱۳/۱۲/۲۰۲۲) یې د همدې اکادیمۍ په باب داسې ولیکل:

«مینه اکادمي او د‌ عشق نوی مزل:

مینه‌اکادمي، چې د ۱۳۹۷کال په پسرلي کې، د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه د جواز په ترلاسه کولو، رسمي فعالیت پیل کړی و؛ د نظام له نسکورېدو سره، افغانستان کې خپل فعالیت په رسمي توګه پاتې ورساوه؛ خو دادی نورې خدايي زمکې یې د فعالیت پرمخ غېږه پرانستې.

د مینه اکادمۍ بنسټګر پلاوی: (محب جهاني، سیال یوسفي، نثار ژوند، ناصر عظیمي، دیاسنګ انجان، بي‌بي‌ماه احمدي، صدیق جهاني، اسمعیل اشنا…) او نورو مینه‌ګرو وروڼو او خویندو، افغانستان کې، د مینه‌اکادمۍ په څو کلن عاشقانه مزل کې، ګام ګام په مینه او لورینه برخه را سره اخستی. 

افغانستان کې د‌ (مینه‌اکادمي) فعالیت په څو ټکو کې:

۱) د مینې او لورینې په اړه، سمینارونه ورکول،

۲) راډیويي پروګرامونه جوړول،

۳) د رسمي ارګان په توګه (برکت) نشریې چاپول،

۴) شپږ عنوانه کتابونه (خدای شته/ د مینې اکادمۍ باغ/ د درک شېبې/ د حال ابدیت/ غږ د کلمو روح/ او دعا ځان‌سپارل دي) چاپول او وړیا وېشل. او داسې نور کارونه.

یادونه: د مینه‌اکادمي ټول فعالیت وړیا او د خپلې خوښې له مخې و او له دې وروسته به، بهر له هېواده دغسې وي!

مینه دې ژوندۍ وي.

او «یار زنده صحبت باقي.»

د وفاسمندر له پوستونو څخه ښکاري چې د ده یو کرکتر «عشق‌اکادمیسین» دی او کله، کله د هغه/هغې له خولې نه روایتونه کوي. یو ځل یې د «عشق‌اکادمیسین» په حواله داسې یو څه په خپله پانه کې راکاپي کړي وو چې له حقیقت او مینې مالامال وو. هغه پیام داسې و:

«دوزخ زموږ خپل کاږه‌واږه فکرونه او عملونه دي، چې بېرته خپلې غاړې ته رالوېږي!

نو جنت هغه مینه-لورینه ده، چې موږ نورو سره کړې او کوو يې!

څومره دې، چې زړه پراخ و، جنت دې هم پراخ دی.

څومره دې چې فکر، زړه او احساس ښایسته و، جنت دې څو چنده زیات دی

ته که له ځان سره، نورو سره او خدای تعالی سره په روغه شې او هر کار په مینه وکړې، ټوله دنیا به تا سره په مینه شي.

اوس دې خوښه، چې خپل ذهن، خپل زړه او خپل زور، په څه شي لګوې.

دوزخ یا جنت، ستا خپل انتخاب، خپل هوس او خپل زحمت دی!»

(عشق‌اکادمیسین تازه مسېج)

ما په ځینو ویبپانو کې د محمدانور وفا سمندر لیکنې له نظره تېرې شوې دی، دلته به یې د څو بېلگو سرلیکونه یاد کړم:

تاند:  

«ژوند مینه ګره بوړبوکۍ»

تاند:  

«د خدمت فلسفه»     

تاند:  

«د بل بدلولو دوزخ» 

تاند:  

«ژوند مینه ګره بوړبوکۍ»   

کابل‌نات:

«هغه مجروح وه؛ زه څه وليکم؟!»

هشت‌صبح:

«مولانا، شمس او د روح سفر»

تاند:  

«د نور او معرفت سمندر»

ازادي‌رادیو:  

«ايا د افغانستان اوسنی چاپيريال د ماشومانو لپاره مناسب دی؟»

هشت‌صبح: 

«ژوندی عرفان» 

اغلې ارزو عظیمي د محمد انور وفا سمند پر ژوند او افکارو باندې د لیسانس دورې مونوگراف په چوکاټ کې خورا په زړه پورې لیکنه کړېده، چې سرلیک یې دا دی:

«د غږ نقاش، د محمد انور وفا سمندر د ژوند او لیکوالۍ هنر په اړه یوه لنډه څېړنه»

دا غنیمت او د قدر وړ کتاب تراوسه دوه ځلې چاپ شوی دی. په دې اثر کې په خورا هنري ډول د وفا سمندر ژوند له زماني پلوه په څو لسیزو کې تر کتنې او څېـړنې لاندې نیول شوی دی او په هره لسیزه کې د سمندر په هنري ژوند کې راغلي هنري بدلونونه څېـړل شوي دي. اغلې ارزو عظیمي د فا سمندر د هنري سفر تکاملي بهیر څېـړلی دی او په خورا لوړه هنري ژبې سره یې داسې انځور کړی دی لکه یوه ماهره استاده چې وي:

ــ  شپېتمه لسیزه،

ــ اویایمه لسیزه،

ــ اتیایمه لسیزه،

ــ نوي یمه لسیزه.

د اغلې ارزو د کتاب (د غږ نقاش) په یوه برخه کې د وفا سمندر په باب داسې لیکل شوي دي:

«ښاغلی محمد انور وفا سمندر د عرفاني مطالعې ځانګړی اتل دی. ځوان او با استعداده محمد انور وفا سمندر د لنډو ادبي ټوټو، داستانونو، ناولونو، رمانونو، ژباړو، تحقیقي، تخلیقي، علمي مقالو داسې نوښتګر، ارت نظره او ژورخیاله سمندر دی، چې د ادب د دریابونو ډېر لږ ملاحان اوماڼوګان به یې د پوهې تل ته ځان ورسولی شي. د ښاغلی محمد انور وفا سمندر نوم د لیکوالو او فنکارو په لړ لیک کې له ۱۳۶۹ ل.ل

)۱۹۹۰ع) کال څخه راپه دېخوا مشهور شو .د ښاغلي سمندر صاحب ځانګړنه په دې کې ده، چې دی تقلیدګر لیکوال نه؛ بلکې نوښتګر پنځوونکی دی. دی لکه ماشوم او کمکی زلمی د چا پېښې نه کوي، د چا پر پلونو قدمونه نه ږدي. هغه چې له ذهنه، او بشري مکتبونو ستړی شو، نو بیا یې د زړه په پښو تګ پېل کړ او ما ته هغه د زړه په پښو روان موجود برېښي.»

(آرزو عظیمي، د غږ نقاش، د محمد انور وفا سمندر د ژوند او لیکوالۍ هنر په اړه یوه لنډه څېړنه، دویم چاپ، خپرندوی: مینه‌اکادمي، ۱۳۹۶ ل کال، ۹ ــ ۱۰ مخونه)

لکه څنگه چې په کوچنیانو باندې، په ډېرو کې ــ په جوماتونو یا کور کې د سعدی گلستان او بوستان لوستل کېدل، په محمد انور باندې هم د دوی کلي ته راتلونکي بنجاره محمد عزیز راوړي کتابونو (دختر یتیم، دختر همسایه او جنایت بشر فارسي پولیسي ناولونه) ولوستل شول او د راتلونکې لیکوالۍ زړی په کې وکرل شو. 

دا د محمد انور وفا سمندر د خپلې خولې خبره ده چې ما (آصف بهاند) ته یې کړې چې د یادو پولیسي ناولونو لوستل دومره اثر پرې وکړ چې د هنرې ادبیاتو د تخلیق زړی یې د ده په ذهن کې وکاره، لومړنی ناول (بنیادمان) یې ولیکه او یوه مجرب لیکوال عبیدالله محک ته یې د دې لپاره وسپاره چې هغه یې د خپلې هنري تجربو د څراغ په رڼا کې ولولي او بیا ده ته خپل نظر ووایی، هغه لیکوال هم ولوست او ده ته یې وویل:

«زلمیه دا دې لومړۍ لیکنه ده؟»

او بیا یې د هنري نثر لیکلو ته داسې وهڅاوه چې د محمد انور په ذهن کې د لیکوالۍ کرل شوی زړه نور هم راتاند شو او ډېرې څانگې یې راوټوکولې.

د محمد عزیز بنجاره کتابونو پر وړوکي انور ژور تاثیر وکړ او د محمد انور ذهن به تل له بنجاره او د هغه د کتابونو له محتویاتو سره لوبېدل، محمد انور دا لوبېدونکي فکرونه د خپلو هنري لیکنو د لومړنیو تجربو په ډول د کاغذ پر مخ میلمانه کړل، خو له بده شامته چې د انور هغه کرښې د حوادثو بلاوو ونغرلې او یادونه یې یوازې د زلمي انور د ذهن په کنډوالو کې د ناپېژاند باد په څېر داسې شپېلۍ غږوي چې یوازې انور یې اورېدلی شی.

محمدانور وفاسمندر له سیاست نه ځان لرې ساتي او تل د مینې په سمندر کې وفا لټوي، خو ژوندپېښې یې داسې وايي چې په ځوانۍ کې یې سرو بادونو پر بدن باندې سرې نونکۍ راخېـږولې وې، انور د خپلو فکري بدلونونو په لړ کې په چټکۍ سره د وفا او رڼا واکسین وکړ او له سرو نونکیو نه یې ځان خلاص کړ.

اغلې ارزو عظیمي د «غږ نقاش» په کتاب کې د وفا سمندر د څرگندونو په لړ کې یو ځای د ده له خولې داسې روایت کړی دی:

«وفا سمندر، خپله وایي، چې د هر هنري اثر له بشپـړولو سره یې، ګڼله، چې دا یې د تخلیق او ادبي کار اوج او د پای ټکی دی؛ خو هغه وایي، چې زما لپاره تل بل ګام شته، ځکه نو له دومره لیکنو او پنځونو سره ـ سره، هغه خپل هري کار تازه او نوي بولي. دغه مهال چې وفا سمندر په رسمي ډول د سیمه ییزه اورګانونو له خپلواکه ادارې سره کار کاوه او لا کار کوي، د هغه لیکنو له سیکالوجیک رنګ نه عرفاني- معنوي رنګ ته ځان بېل کړ. اوس هغه د نوي، تازه او خلاق عرفان د یوه لاروي په توګه، د هنر په ژبه، د معنا تازه څېرې، په خپل ښکلي نثر سره نقاشي کولې، او د بېلابېلو کتابونو په بڼه یې له چاپه راوېستلې. 

(آرزو عظیمي، د غږ نقاش، د محمد انور وفا سمندر د ژوند او لیکوالۍ هنر په اړه یوه لنډه څېړنه، دویم چاپ، خپرندوی: مینه‌اکادمي، ۱۳۹۶ ل کال، ۴۸ ــ ۴۹ مخونه)

درې کتابونه، درې پیامونه:

د وفا سمندر د کار طرز او د فکر څرنوگوالی ترډېرو پورې. د ده په ورستیو درې چاپ شوو کتابونو کې ښه څرگند شوي دي:

ــ د بل بدلولو دوزخ، (چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د «قتل جرم » تر پوښتنې او نقد لاندې نیسي.)،

ــ د ځان موندلو برزخ (د نورو په ژوند، ازادۍ او برخه‌لیک کې څوک باید مداخله او قضاوت ونکړي.)،

ــ د مینې کولو جنت (مینه په مینه کولو تر لاسه کېـږي).

محمدانور وفا سمندر له بل چا سره نه شي پرتله کېدلای، په دې چې د ده هرڅه خپل دي او د هېڅچا پر سبک نه دی روان، د تورو او کلماتو په اوډلو او کارولو کې ځانته جلا سبک لري چې تر ده پخوانیو ته هېڅ ورته نه دی. دی د کلماتو په یوځای کولو او ودولو کې ځانگړي منحصر په فرد سبک لري، عادي خبرې هم په داسې ډول لیکي چې یوازې د ده د سبک او فکر استازولي کوي. د ساري په ډول یې دا څو جملې ولولئ:

لومړی مثال:

«بختور به هغه وخت وم، چې زړه او فکر له مینې ډک کړم.»

*****

دویم مثال:  

«غږ او رڼا، د روح ویټامین:

که غږ او رڼا نه وي، حیات پای مومي او هېڅ نه پاتې کېږي.

غږ او رڼا د عشق او رحمت له بې‌پولو اقیانوسه را بهېږي او د هستۍ، ذرې ذرې ته ژوند ورکوي.

بې‌رڼا اوسېدلای شو؛ خو بې‌غږه نه!

«غږ» خدايي مینه، په ټوله هستۍ کې «پو/پف» کوي.

غږ حیات دی او د لښتي د غاړې له چنجي نیولې، تر بنیادم، تر غره، تر لمر، تر ستوريو او تر کهکشانونو، ټول په خالص غږ ژوندي دي.

شعر، هنر او فکر د غږ ذهني- رواني بڼې دي.

طلايي‌غږ، د طلايي زړه په غوږ اورېدلای شو؛ مین واوسئ:»

وفا سمندر کلمې د موسیقي نغمو او څپو ته نڅوي او خپل غـږونه داسې نقاشي کوي چې ځینې یې ژر درک‌کولای شي او ځینې لا ترډېرو نه پرې پوهېـږي. د سمندر د کتابونو نه نیولې، بیا په ټولنیزو رسنیو کې تر یوه واړه پوست پورې، چې څومره یې لولې دا ثابتیـږي پرکومه لار باندې چې سمندر روان دی، هغه د انسانیت لاره ده، د سمندر افکار د مدرنې نړۍ له فکر او قوانینو سره په ټکر کې نه دي، ښايي د افغانستان له دودیزې ټولنې سره یو څه ستونزې ولري، خو زه فکر کوم چې سمندر یې دومره خیال نه ساتي، دی ارام او متین له تینگ هوډ سره پر خپله لاره روان دی.

وفاسمندر هرڅه ځانته لیکي او لومړنی مخاطب یې ځان دي، دی هېڅوک نه ردوي او قضاوت هم نه پرې کوي، د بل ردول ښه نه گڼي. 

مخکې هم یادونه وشوه چې ارزو عظیمي «د غږ نقاس» د وفا سمندر پر ژوند، افکارو، اثارو او د استدلال پر څرنوکالي باندې لیکلی دی، د کتاب په پای کې اغلې ارزو یو نوی او مهم نوښت هم کړی دی او له وفا سمندر سره یې یوه مرکه کړې ده. دا مرکه د ۱۴۰۲ ل کال د وري په اتلسمه (۱۸مه) په « 8 صبح» کې 

هم خپره شوې ده. دلته به د مرکې ځینې برخې راواخلم، د مرکې دا پوښتنې او ځوابونه به له یوې خوا د ځینو لوستونکو په ‌ذهن کې راپیدا شوو پوښتنو ته ښه ځوابونه وي او له بلې خوا به په لنډ ډول د انور وفا سمندر د طرز تفکر پېژندنې څرک هم په کې وموندل شي:« 

ارزو: وفا صاحب! خبرې دې سپینې مرغلرې دي، ستا خبرو سره د سړي زړه اشنا ښکاري؛ خو ذهن نه ورباندې پوهېږي. ته دا منې؟

وفا سمندر: ذهن!!! لا تېر کال ما د (بل بدلولو دوزخ) پسې د (ځان موندلو برزخ) ۴۸ ګامونه ولیکل او هلته دا زما دعوه وه، چې د هر وګړي ذهن یو کمپیوټر دی، یوازې په دومره توپیر سره، چې د ځنو کمیپوټرونو حافظه زیاته د ځنو کمه، ځنې یې زیاتې وړتیاوې لري او ځنې بیا لږې وړتیاوې لري. خو ټول ذهنونه، پر انسان سپاره کمپیوټرونه دي…

ارزو: که سړی وغواړي ستا ټولې لیکنې په دوه درې کلمو واړوي، نو یوازې «غږ، رڼا او مینه» پاتې کېږي. غږ، رڼا او مینه زړه ته اشنا دي، د زړه خوښېږي، خو بیا هم څوک ښایي ستا په مقصد پوه نشي…تاسو په دې کلمو کې څه لیدلي؟

وفا سمندر: زه د غږ او رڼا د مکتب شاګرد یم. په دغو دوه درې کلمو کې ټوله انرژي را ټوله ده. زما لپاره تر الهي غږ او رڼا بل نېږدې او حاضر حقیقت نشته…وېرېږم زما خبرې بل ډول تعبیر نشي! ښه ته یوه سپېڅلې پېغله یې، کټ مټ لکه خپله پېغله لور مې داسې یې، نو له تا یې نه پټوم، موږ تاسو هر یو، خدای غواړو. د هر ژوندي سرنوشت خدای ته ورتګ دی. نو هغه باید پیدا کړو. هغه باید ولټو. هغه ته باید ځان ورسو. خو خدای په لور نه د سړک لاره ورغلې، نه الوتکه ورتللی شي، نه سپوږمکۍ او نه څوک د پخوا په شان د اوښ یا آس یا فیل په سپرلۍ، د هغه سپېڅلي ټاټوبي ته ځان رسولی شي.

آرزو: دا خو ما اورېدلي او لوستي دي؛ خو تاسو څرنګه غږ او رڼا یادوئ؟

وفا سمندر: ما ووېل، چې زه د کلمې یا غږ او رڼا د مکتب شاګرد یم. زه یو لاروی یم. ما ځان خدای ته سپارلی او پرته له خدایه، هېڅ شی راته حقیقي نه برېښي. دا دنیا ماته د خدایي غږ او رڼا څېره- ښه ده ووایم څېرې- ښکاري. که خدایي عاشقانه نعره نه وي، دنیا یوه شېبه هم نشي پاتې کېدای. او دا راته زړه وایي. خدایي غږ را اوري، دغسې یې د الهي نور وړانګې پر هستۍ او نیستۍ را خورې دي؛ نو ماته د غږ او رڼا له تجربې زیاته حقیقي پوهه بله په نظر نه راځي…بیا وایم چې زه د کلام شاګرد یم. د هېڅ شي دعوا نلرم او نه مې په وس ده…

ارزو: دې خبرو دې په چرتونو لاهو کړم…ښه اوس د عشق یو څه ووایئ…زموږ په کلتور او خوی او عادت کې خو عشق د دوه نااشنا ځوانانو شدیده عاطفي رابطه بلل کېږي. تا ته عشق څه ښکاري…دا ځکه وایم، چې ته خو زما د پلار پر ځای یې، خو بیا هم په دې عمر د عشق چیغې وهې…دا ولې؟

وفا سمندر: عشق: اروزجانې! عشق نه ده د وېلو… زما شعرونه یا د چا کلام په یاد نه پاتې کېږي، خو د رحمان بابا دا یو په زړه را شين دی، او دومره مې وېلی اوس یې تاته هم وایم: 

«دا دنـیـا ده خــدای له عشق پـیـدا کړې

د جملــــه و مخلوقـــــــاتو پلار دی دا»

تېرو کلونو کې ما ډېر ولیکل او نور ځان سره موافق شوی وم، چې د حقیقت ورکه مرغلره یوازې په ډېرو لیکلو نه موندل کېږي؛ نو باید څه مهال څه ونه لیکم؛ خو چې په خپل چاپېریال، خپلو خلکو، خپلو خویندو وروڼو، مشرانو او کشرانو په ژوند مې نظر وځغلاوه، نو یو مخ راته د مینې لوږه را تر نظره کېدله. ما ومنله، چې خلک مې، مشران او همزولي مې، سخت د مینې تږي دي. نو باید مینه وشي. او تاسو به دا را سره منئ، چې انساني محدودیتونه، دا فرصت نه راکوي، چې یوه یوه ته خور شې، ورور شې، اولاد شې، پلار شې… او د ژوند او سرنوشت ښکاره او پټ زخمونه او دردونه یې ورته ټکور کړې؛ نو بیا مې د لیکنې لاره ونیوه او (مینې کولو جنت) باغ مې د خپل زړه په سپین اور را پوخ او دغې مینې ته تږې نفوسي ټولنې ته وړاندې کړ.

د مینې په اړه فقط دوه حقیقتونه یو ځل بیا افشا کوم:

یو: مینه فقط په کولو تر لاسه کېـږي،

دوه: مینه تر ټول برتر الهي قانون دی. او د انسان ذات- اروا- شته، ځکه چې خدای تعالی ورسره مینه کوي.

آرزو: له دومره ډېرې لیکوالۍ ستا لوی مقصد او مرام څه دی؟

وفا سمندر: په دې هڅه او تلاش کې یم، چې متن، نثر، کلمې دومره سپېڅلی، خالصې او سوچه شي، چې پرته له الهي عشق او سپېڅلې موسیقۍ بل هېڅ څه په کې پاتې نشي.»

اغلې ارزو د مرکې په پای کې د «وروستی یاددښت» ترسرلیک لاندې د وفا سمندر د ژوند، اثارو او افکارو تر مطالعې وروسته خپل نظر په لنډ ډول داسې لیکلی دی:

«د وفا سمندر په اړه له دومره مطالعې او دغې لیکنې سره بیا هم نه یم پوهېدلی، چې وفا سمندر څوک دی؟ څه وایي؟ څه غواړي؟ زه له وفا سمندر سره ډېره ناسته یم، هغه زما لپاره معنوي پلار دی، باور وکړئ، چې دومره مې هغه د هغه له خبرو او مجلسه موندلی، هغومره مې د هغه د اثارو په لوستلو نه دی موندلی. زه بیا بیا د هغه اثارو مطالعې ته ناسته یم. خو هغه تل له خپلې لیکلې پنځونې یو قد لوړ ودرېـږي.

ځکه نو ښایي تاسو یوه ـ یوه ته هم غوره وي، چې وفا سمندر، فقط دغه شېبه ومومئ، دغه شېبه یې وغږوئ. او دغه شېبه هغه ومومئ، چې څوک دی؟ ولې دی؟ او څه خزانه یې له ځان سره راوړي؟ ځکه نو زما لپاره سخت برېښي، چې وفا سمندر تعریف شي. او دغه تعریف په یوه ادبي حقیقت بدل او نورو نسلونو ته پاتې شي. هغه شېبه په شېبه نوی رنګ راوړي. او دا یې «ځان» دی.

ښایي یوه لاره دا وي، چې دې کشف ته موږ هر یو خپله مټې را ونغاړو.» (د غږنقاش، ۱۶۴ ــ ۱۶۵ مخونه)

د وفا سمند پر لیکنو، اثارو او افکارو باندې گڼوفرهنگیانو خپل نظریات د مقالو او په لمانځغونډو کې د ویناوو په ترڅ کې څركند کړي دي، چې ډېره برخه یې توصیفي بڼه لري، خو د دې ترڅنگه ځینې قلموالو بیا د ده د سبک او طرز تفکر پر څرنگوالي باندې انتقاد هم کړی دی چې دلته به یې یادونه وکړم:

د وفا سمند په باب د نورو نظریات:

پوهاند ډوکتور مجاور احمد زیار د وفا سمندر په باب د «د یوویشتمې پېړۍ منصور» تر سرلیک یوه مقاله لیکلې ده چې د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ په اوه‌لسمه نېټه په تاند کې خپره شوې ده.

په دې مقاله کې زیار صاحب د وفاسمندر د لیکنو تر څو صفتونو وروسته، د وفاسمندر پر نوې فکري لاره باندې په ډېر تنده ژبه خپلې نیوکې داسې د وفا سمندر په ادرس داسې وړاندې کړې دي:

«د ځوان پښتسرلاري ، خوږ ژبی  شاعرولیکوالو ژباړن او رسنوال (وفا سمندر) چې له نومهالي اروپايي مود و فېشن سره پرې د چا هېڅ باور نه راځي،د سېکولرېزم پرځای دېتر مولانا هم زیاته نږه اپلاتوني- اشراقياو ان منصوري لیاره پسې واخلي!

څو ورځې وړاندې  چې ګران او هڅاند سمندر د افغانستان په علومواکادمۍ په خپل راتګ وپاسللم اویو پریوسره وغږېدو،دامنښته یې راته وکړهچې دخپلې ادبی او شعري وړتیا دلوړونېاو د یوې نوې ادبي، او بیاپه پښتو کې د نوښتګرانه لارې کښنې په موخه تش په تیوریکي  یا تاکتیکي، نه پراکتیکي توګه،بې له دې چې په کړن کې پرې وګروهېږي،د منډې له مخې تصوف ته مخه کړې او ځان یې پکې دومره ملا کړی چې څوک ګروهپلټونکی (محتسب) یې داتورتومت دپزې پېزوان نه کاندې: ((چې بې علمه شیخي کاندې، همدا کفر یې بس دی)!

… بیاهم په دې لړ کې دا لاندې  څو علمي-منطقي (ولې)مخامخ د وفا صاحپ مخې ته ږدم او  ځنې پوښتم چې که ته په دې یوویشتمه پېړۍ کې همدغه لوی زات خپل ځمکنۍ خلیفه دومره ذهني پرمختیایي پړاو ته رسولی چې الکتر و نیکي تېکنالوژۍ رامنځته کړي، د ګمپیوټر ساینس له ارتو و بیرتو شاهکاریو په لړ کې تر مېس ربوت( الکترونیکي کور مزدورې ) پورې ورسوي؛د  بیولوژیکي انجنیرۍ په چوکاټ کې پروتو پلازم ورغوي او له DNAڅخه ژوي څار وي راوپنځوي. او چې لا د همدې روانې پېړۍ په اوږدو کې انسانی ماغزه نورې څه معجزې راپنځوي، وار له مخه یې فرضیې، تیورۍ او وړاندوینې،خبرتیایي (انفارماتیکي) وزلې وسیلې (انټرنېټي رسنۍ)، او ساینس فېکشنو نه پرلپسې ټولې وا قعي  انسانی نړۍ ته رسوي؛ اکر داچې ته د مسلکی صوفیانو غوندې تراوسه پر تاریخ ځپلې دوه نیمزرکلنه ذهني (sub jective)اپلاتوني فلسفه شخوند وهې او بیا یې تر هرڅه له مخه په ټول ښاڅ و غر ور سپین سترګۍ داسلامي عیني (objective) فلسفې ځایناستې کوې، ایا ګرده اسلامي او بیا خپله پښتني- افغاني ټولنه په ځان پورې نه خندوې؟

او په دې لړ کې دا اپلتې(واهیات) څنګه په خدای راکړي ذهني سول  اوسني خرد، نه ستا په (خرد قبلي) توجیه کولای شې:

د میلیونونو کلونو په پوړیو کې دا پر مختللی ژوند و ژواک له معجزه وزمه ذهني کارندوییو او بریاوو سره پر نشت شمېرل!

د زرګونو  کلونو تمدن د ژبې له ایجاده تر ننني معراجه له صفر سره ضربول!

تر  وینده ژبې چې  تمدن يې په مټ رامنحته شوی او له چوپتیا (سکوت)، په نورو ټکو، له ګونګېداسره دغه هرڅه سم له سمونې پر سیند و سمندر لاهو کول!

دا دومره  ارته بیرته نړۍ له ټولو مادي او معنوي پرمختګونواو نعمتونو او خوندونو سره چې پر ځمکه د خدای خلیفه ( انسان) په کاروزیار رامنځته کړي او لا کوي یې،له نشته برابرول!

له ناخوالو سره د جنګ جګړې پرځای سمڅوته تېښته کول… لکه، ستر خوشال چې وایي:

کښېنې په خلوت کې شیخه، سود یې راته وایه!

ولې پر خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې؟

او داهم د یوه نوښتګر ټاپ پارسي شاعر او اندیالسید رفعت حسینی دامنطقي شننه

او ارزونه:

عرفان وتصوف درافغانستان وایران وهند وپاکستان

اسلامگرایی /غیرعربی/ می باشد.

درتمام اینکشورها

رکودِ اجتماعی مشهود است .

گونه یی دیگر از باصطلاح، جهان بینی نیست 

و دریچه وشیوهء دیگرگونِ اندیشیدن دربارهء هستی وکائنات و انسان نمیباشد.

د ملګرو ملتو  تازه ګوزارش وایي  چې ستا په نومَونه (مجازي) نیمه  نړۍ، اوپه دې لړکې ستا نیم هېوادوال،د شپږو میلیونو ماشومانو  په ګډون، همدا سږنی ژمی له مرګاني ولږې سره مخامخ دي او دغه سازمان مټې تر نیمایي ژمي پورې مرسته کولای شي او  ته بیاهم په خیالی اسمانو کې ددوه نیم زرکلنې اپلاتوني ببولالې راغبرګوې: دا هستي د زماناو مکان په قلمرو کې د خالص عشق  انعکاس دی او… (د غږ چینه ۱۶۶)!

او یا به وایې،له دې هستۍ سره تړلې  هر راز ښې او بدې او په دې لړ کې ولږه تنده، ترهګري او مرګ و ژوبلې زموږ د خپل ذهن زېږنده ده. خو زه  ګومان نه کوم، ته د ورته لیدتوګې ګروهن د هندوانو لسمه هومره ولږه تنده وزغملای شې چې له۵۰-۶۰ کلنۍ سره یې د روژې په نامه تر مرګه پورې  نیسي او پرخپل اټکل ترتش په نامه اسلامي عارفانو مخکې فنا فی الهي پوړۍ ته رسېږي، که نه، لږ تر لږه جنت ته خو په یوه منډه ځان رسوي!

او بیا د دې پرځاي چې پر  خپلو نوښتګرانه ادبي پنځونو وویاړې، په لوی لاس يې سپکه وړۍ کوې، لکه د(خدای شته) په نامهپه کښلي سپین شعر سره (هماغه ټولګه ۱۸۰) او داسې نور.»

نجیب منلی بیا خپل نظر داسې څرگند کړی دی:

«منلی وایي چې د سمندر هرڅه په ابهام کې دي، خو کېدای شي یو وخت ځان بدل کړي او له ابهامه راوزي، منلی صاحب استدلال دا دی چې سمندر تر پخوا ښه شوی دی، مثال یې داسې ورکوي چې: هغه سمنر چې «بنیادمان» لیکلی دی، هغه سمندر نه دی چې «د غږ چینه» یې لیکلې ده.» (سمندر وفا، د غږ او رڼا لاروی، افغان مسلكي مطبعه، چاپکال: ۱۳۹۱ کال ژمی، ۸۴ ام مخ)

ډاکتر محب زغم: 

«د ټول کتاب اصلي خبره دا ده چې «مینه په ویلو نه کېږي، مینه په کولو کې شته». سمندر د مینې یو ډول انساني، عرفاني، تصوفي او لامحدوده بڼه یاودي چې جنس او جنسیت نه پېژني، په عمر نه ده تړلې، د رنګ پروا نه لري، قوم او توکم ورته بې مانا دي، انسانان په دین او مذهب سره نه بېلوي … بلکې مینه «د هر انسان اول او اخر کار دی»، «د هر انسان هېر شوی کار دی»، «الهي غږ دی» …

سمندر وايي «مینه هغه سپین اور دی چې سړی سوځي خو تور داغ نه پرېږدي.»، «مینه په کولو کې ژوندۍ ده، پرته له دې مینه نشته.»

فکر کوم سمندر غواړي یو ځل بیا د مولانا شپېلۍ (نای) راواخلي او کرکو کاڼه کړيو غوږونو کې د مینې هېره شوې نغمه وغږوي. دی دې نتیجې ته رسېدلی دی چې موږ ځکه د مرګ چوپړ وهو چې مینه مو هېره کړې ده، دلته ځکه سرونه پرې کېږي، سترګې ړندېږي، زړونه راایستل کېږي، جسدونه سوځول کېږي، پېغلې او ژڼي سنګسارېږي، د بمونو واسکټونه اغوستل کېږي … چې مینه هېره شوې ده.

سمندر لا په خپل نثر کې هم شاعرانه تشبیهات کاروي: آصف

دا یې بېلگې دي چې ډآکتر محب زغم د سمندر په «د مینې کولو جنت» کې په نښه کړې دي:

«د ګران وفا سمندر دغه کتاب سربېره پر دې چې د محتوا په لحاظ عالي دی او خورا انساني پيغامونه لري، په هنري لحاظ هم په زړه پورې اثر دی. سمندر د یوه نوښتګر او شاعر طبیعته لیکوال په توګه خپل نثر په ښکلو ترکیبونو، تشبیه ګانو، استعارو او سېمبولونو ښایسته کړی دی. یو څو نمونې یې دا دي: کنسرو شوي او پاستوریزه فکرونه، سپینه پوهه، تل ژوندی، د شرم زغره، د شرم سیاه چال، د ایډیالوجۍ مسافر، عاشقانه نبوغ، مینه ګر، نفرتګر، مونث نارینه ګان.»

ډاکتر زغم «د مینې کولو جنت» له ښکلایز اړخ نه د رضایت تر څنگ د کتاب ژبنی اړخ هم ښه ارزولی دی او د خپل علمي بحث په ترڅ کې داسې وايي:

«همدارنګه د فعلونو تنوع ته پام کوي او عین مفهوم د مختلفو فعلونو په وسیله بیانوي: «سپین ته تور ولاړ دی، رڼا ته تیاره پټه ده، غرونو ته درو خولې خلاصې کړې، ښه په بدو ککړ دي، مثبت ته منفي لاره نیولې، او مینه د کرکې په جېل کې خوب وړې.»

او دغه مرکبه جمله د جوړښت په لحاظ راته نوې ښکارې: 

«ګلانو سرې شونډې غوړولې چې انساني ککړتیاوو خوسا کړې هوا، په خپل ګلابي تنفس سره پاکه او سوچه کړي.»

د دې جملې متعارفه بڼه ښايي داسې وي: ګلانو سرې شونډې غوړولې چې هغه هوا چې انساني ککړتیاوو خوسا کړې، په خپل ګلابي تنفس سره پاکه او سوچه کړي.

خو د ښاغلي سمندر جمله لنډه ده او د «چې» تکرار په کې نشته. دا ډول جملې په انګلیسي کې شته خو په پښتو کې مې تراوسه نه وې لیدلې.

بل کمال یې دا دی چې په ځینو ځایونو کې یې فعلونه نوي کړي دي. مثلاً: «دا مې هم پر فیسبوک وموندل او پښتو توري مې ورواغوستل.» 

یا په دې جمله کې: «پر دې متن مې زړه بایله، ما هم راواخست او پښتو ته مې راکوز کړ.»

د دې کتاب ځینې جملې په دې ارزي چې د مقولو او متلونو په شان وکارول شي، لکه دا: 

– شیطان ځینو انسانانو ته د خپلو تعریف شویو ګناهونو لاسپاک دی…»

یونس ارین: 

د دې کرښو د بیا کتنې په وخت کې وفا سمندر ما ته یو لینک راولېـږه، په لینک کې د ده په باب د یوې جوړې شوې لمانځغونډه د یوې برخې ویدیو وه چې په هغې کې د انور وفا د ژوند ــ اثار او افکارو په باب، د ده یو کلیوال ــ سیمه‌وال او ملگری ښاغلی یونس ارین خبرې کړې دی، د ښاغلي یونس ارین وینا دولس دقیقې‌څلور‌څلوېښت ثانیې وه او هره جمله یې ترمرغلرو ځکه ارزتمنه ده چې دی د انور وفا سمندر د فکر او فن ژورو ته ورښکته شوی، هرڅه یې په دقیق ډول مطالعه کړي او د انور وفا د فکر او سبک خلاصه یې په خپله وینا کې راخیستې ده. یاده وینا ډېره علمي او هراړخیزه ده او هغه څه په کې ویل شوي دي چې د وفا سمندر د فکر او لیکنو لیدلوری ښیي. د یونس ارین له علمي وینا څخه څومرغلرې د مثال لپاره دلته رانقلوم: «

ــ … کره کتونکي وفا سمندر د کوم مکتب په تله کې نه شي تللی،

ــ په اوسنیو لیکوالو کې زه وفا سمندر د عدم تشدد فلسفې یو ریښتینی او یوازینی پلوي بولم، 

ــ هغه ته د ټولو بنیادمانو وینه یو رنگ ښکاري، 

ــ د وفا یون ډېر سپېڅلی او انسانی دی، 

ــ هغه شیطان بېوطنه کول غواړي.»

یوه سپارښتنه او یوه هیله:

دلته زه د دې خبرې یادول ډېر اړین گڼم چې وفا سمندر یو ځل بیا باید د هغه چا په باب سوچ وکړي چې د هغه کتابونو د ده د ککرې په گومبزه کې د لیکلو تخم کرلی دی، وفا سمندر د محمد عزیز بنجار په باب باید بیا یو څه ولیکي. کله چې وفاسمندر د خپلې لیکوالۍ په باب غږېـږي نو په ټینگار سره وايي: 

«… که محمد عزیز بنجاره نه وای، زه به دغه پوړۍ کې هم نه وم. یاد یې دومره را په کې شین پاتې دی، چې د لیکنې پېل مې پر هغه و. ۱۹۸۲ کال و. د پوهنتون له زده کړو سره مې یوه د سلو پاڼو کتابچه د محمد عزیز په باب ناول ته بېله کړه. کتابچه ډکه شوه، خو نه چاپ شوې او نه له ما سره شته!»

کله مې چې دا پاسنۍ جملې له ښاغلي محمدانور وفا سمندر نه واورېدې، د تیلفون پر کرښه مې ورته وویل:

انورجانه! 

وفا سمندرجان! 

سپارښت یې گڼې که هیله یې گڼې، زه غواړم چې د بنجاره په باب دې چې هرڅه لیکلي وو، یو ځل بیا یې ولیکه، خو نه له خپل اوسني حالته، بلکې ته به ځان بیا هماغه وخت ته ستنوې، هغه وخت ته به خپل فکر بیايې چې د بنجاره په باب دې د لومړي ځل لپاره څه لیکلي وو، په هماغه بڼه به یې انځوروې، چې په ځوانۍ کې دې انځور کړي و، د اوسني وخت فکر او تجربې به نه ورسره گډوې.

دلته به «غږ او رڼا زما وزرې» کتاب څخه د وفا سمندر د شاعرانه نثرونو څو بېلگې

زما اراده نه، د خدای اراده دې ترسره شي.

۱

غږ د سکوت فعل دی. سکوت سوچه نه تالیف شوی غږ!

سکوت ټول غږونه په ځان کې لري.

سکوت یو دی او غږونه یې نومونه،

پرته له دې غوږونه نه ورته خلاصېږي.

موږ «غږ» نه اورو؛

نومونه یې اورو، چې د ذهن ماشین ورته اختراع کړي.

نو زموږ غږ؛ غږ نه دی، هسې یوه تیاتري لوبه ده،

زه د «زه» او زه ترمنځ واټن پر دغې نشه تېروم!

هغه فزیکي غږ چې غوږ کې خلاص شوی،

هغه وچې، کلکې، پلاستکي، لرګینې، اوسپنیزي، نقره¬یي او…نانځکې دي،

چې تمدن یې راوباسي،

او زما شخصي زمانه یې د خرڅلاو بازار ګرځي.

زه یې ولې اورم؟

تشه ډکېدل غواړي!

وږی مړېدل غواړي!

نوم لیکل کېدل غواړي!

زه به تش وم؟!

زه تشه یم!

غږ، نوم را باندې لیکي.

زه په غږ کې خپله تشه وژنم.

زه په غږ کې خپل سکوت ماتوم.

غږ زما شراب دي.

زه کنډو، کنډولی؛

د غږ لاره؛

آواره؛

دښته؛

پاڼه،

تر هغه چې یوې مور زېږولم، زه چېرې وم؟

تر هغه چې یوه پلار نومولم، په څه نومېدلم؟

تر هغې چې د کلي، قوم، دود، تاریخ واسکټونه او خولۍ یې را اغوستلې؛

پر سر را ایښوولې

زه څه وم، څوک وم؟؟؟

٭٭٭

۲

د کمپیوټر کړکۍ ته ناست وم؛

د ونې یوې پاڼې سره مې لیدل!

پاڼې خپله ټوله ښکلا او ځلا د خدای په نوم خوشې کړې وه؛

پاڼه تشه جالۍ وه، نه شنه او نه هم ژوندۍ!

د پاڼې کالبوت تار، تار سره نښتی و، ژوند یې نه و!

ژوند خدایي دی؛ خدای ته ورځي!

دنیا وچ، تیاره او تار تار کالبوت پاتې کېږي.

خدای شته؛ خو چې ذهن را پر سر نه وي، راسپور نه وي؛

مرګ پېدا نه کړي!

«هغه» دی؛ خو چې ذهن (ځای) خوشې کړي؛

خو چې زه خپل کارونه له تاریخ څخه راټول کړم!

دومره څه و، چې پرته له دې درې ټکو په هېڅ څیز کې نه ځاېدل.

ټکي، نه وېل شوې کلمې دي.

ټکي د کلمو له شکله، له حالته الوتي!

ټکي په خدای خبر دي، ځکه کرښې، هندسې او تبصرې نه جوړوي.

خدای شته؛ نور څه دي چې باید ووېل شي!

خدای شته؛ زه څوک یم چې توضېح ورکړم!

خدای شته؛ نو هېڅ څيز نه شته!

ما څه ونه وېل؛ هغه تش ځایونه وغږېدل،

چې د پاڼې د وزن او شکل په تللو سره؛

ما د مړو تارونو په تشیال کې ولیدل.

٭٭٭

۳

ولې سره وژنو؟!

څوک اضافي دي؟؟؟

خدای چې پیدا کړي دي؛ نو څوک اضافي دي؟!

خدای یې هومره رنګین، راز راز، او متفاوت پیدا کوي، چې لا ښه ولیدل شي.

«هغه» د همدغو رنګارنګ کلمو په ژبه خپل عشق غږوي.

وګړي، موجودات، د «راشکو بابا غر» او دا زما او ستا غرونه غرونه څېرې کلمې دي.

کلمې تر هغو غږ خوشې کوي، چې د غږ چېنې ته ورسېږي او تر چینې کېدلو پورې وسوځي!

«هغه مینه دی، مینه یې را په مخه کړې، او مینه یوازې هغه په ډاګه کوي!»

په هره څېره او نوم کې یوازې هماغه آبدي نوم غږېږي:

هغه خپله وینا ښیي؛ نو چېرې ولاړ شو؟

دا شنه یا په اوړي سره یا په مني طلا شوې ژېړه یا په واورو کې ټنډ پروت ژمی،

هغه دی چې وایي!

ژوند پیدا کوي، ژوند هغه غږولی، راوړی او بېرته وربللی دی.

ژوند نه مري:

یوازې ځي او راځي، ترڅو هومره پوخ شي، چې یوازې هغه وویني.

بل نه شته؛ یوازې یو شته…

خدای چې دی، نو څوک یې نشي پټولای؛

نشي معنا کولای؛

نشي را زده کولای.

خدای شته؛ نو څه شی را زده کوﺉ؟!

لمر شته؛ عکسونه څه کړم.

ژوند شته؛ متن به څه ووایي؟

ټوله هستي…یوه، یوه (هستي) وایي؛ مه غږېږﺉ،

چې «یو» غږېږي!

ډبرې له خبرو کولو تشې دي.

غرونه او سیندونه

لمر او سپوږمۍګانې، څه نه وایي؛

یوازې یو یې وایي.

او وګړي، خدای هومره وایي، چې وړ یې دي!

مکتبونه-کتابونه داسې دي…

هغه هومره شته، چې پوهېدلای یې شم.

هومره یاد ته راځي، چې ورنیږدې شوی یم.

هومره مینه راسره کوي، چې منلای یې شم.

هومره لوی او بښوونکی دی، چې زړه مې غواړي.

هومره زما دی، چې زه یې لاره شوی یم.

هومره مې په خوله راځي، چې ورته په خوله له خبرو سپین شوی یم.

هومره یې اورم، چې غوږونه مې ورته تش کړي.

څه و، پرېږده چې همدا ټکي یې په ځان کې خوندي کړي.

هغه شته، خو چې زه شیان ونه وینم.»

دا څو کرښې به د وفاسمندر د وروستني پرلیکه شوي پیام په ډول دلته راواخلم چې د ۲۰۲۳ کال د جون د شپاړسمې په سهار یې انلاین کړی دی، گوره نو چې څوک څومره څه ورنه اخیستلای شي:

«هستي؛ ۸میلیارده ارکستر:

مینې‌اکادمیسین راته کړل: وېل یې اورې؟

ما وېل: هو اورم، ستا غږ اورم!

وېل یې: زه او ته فقط یو بل اورو؛ خو هستي د ۸میلیارده وګړو د خوږو غږونو سپېڅلي ارکستر دی. او زه او تل فقط خپل او یو بل اورو!

هڅه مو داده، چې یو بل کې، مازې یوه توره نښه پیدا او پلمه کړو او د یو بل فکر ته، احساس او عاطفې ته او معنوي رنګینۍ ته غله شو!

ټول تلاش مو دادی، چې د یو بل (فکر، احساس او عاطفه، اخلاق او معنوي وده) ور بدله کړو، پخپل رنګ یې کړو!

دې سره د یو بل د (فکر، عاطفې او معنویت او خدا ورکړې آزادۍ) غله یاستو!

نو سوله به له کومه شي؟ خوښي به له کومه شي؟؟

که موږ ځانته، بل ته، نړۍ ته، د خدایي مینې له دریڅې وګورو، ژوند او سرنوشت به مو یو دم جنتي شي.

ځکه ټول تخلیق- له یوه تور مچه نیولې، بیا تر لوی عالم او دانشمنده- د خدای دی او د خدای په تخلیق کې ذره عیب لټول، خپله لوی عیب دی!

که موږ د زړه په سترګه وګورو، نو بیا ښایي د هېڅ یوه ګریوان څېرې نشي، هېڅ وګړی خفه، او ناښاد ونه اوسي.

بیا به ټوله زمکه یو مخ د ښادو، آبادو او مینه‌ګرو وګړو، یو ستر ګلستان شي.

او دا ښاد او سره پخلا او مهربانه ستر ارکستر به دنیا د معنویت او هوښیارې یوه داسې ستره نغمه کړي، چې بشر په خوب هم نه وي لیدلې.

او دې کار ته یو زړه په کار دی؛ مین زړه!

فقط مینه کولای شي د ښادۍ او ژغورنې داسې توپان پر ژوند او برخلیک را ګډ کړي. 

او دا کار هغه وخت شونی کېږي، چې ځانته او بل ته او ټول مخلوق ته د مینې په سترګه وګورو.

تقدیر مو دادی: بختور مو شه»

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب