زلمی شهباز
د پاکستاني ځواکونو تر واک لاندې قبایلي سیمو کې بریدونه تر بل هر وخت اوس ډېر شوي دي، اټکل دی، چې دا بریدونه به نور هم پراخ کړل شي. دا بریدونه غلچکي، یرغلیز، ډله ییز، هدفي، ځانمرګي او آن موټر بم بریدونه دي، چې تر ډېره پر پاکستاني ځواکونو (پوځیانو، پولیسو او ملېشه وو) کېږي. په دغو بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې او د پولیسو برمته نیونو او د دوی د وسلو وړلو، پېښې هم پیل شوې دي.
د پاکستان پوځي چارواکیو څو ځلي ویلي چې په قبایلي سیمو کې به هرومرو (ترهګرۍ ضد) عملیات پیلوي. په داسې حال کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د دغو عملیاتو مخالفت کوي. غورځنګ وایي، چې د ترهګرۍ په نوم د پښتنو او بلوڅو د وژنو، چور تالان او د هدفي وژنو او بې ګناه وګړو د نیولو لپاره د (ترهګرې ضد عملیاتو) په پلمه، ناامني نوره نه شي زغملی. دا هغه پلمه ده، چې تل پاکستاني ځواکونو د خپلو موخو لپاره ترې کار اخیستی دی.
خو په همداسې حالت کې یوځل بیا هم پنجاب، دا ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره، قبایلي سیمه پلان کړې ده.
په ښکاره خو بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله یا بي ال اې او پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي، خو باور دا دی، چې پاکستاني حکومت د تل په څېر، لوبه کوي. دغه حکومت د خلکو او نړیوالو د دوکه کولو لپاره دا هم وایي، چې دوی شواهد لري، چې دا بریدونه د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستانه پلانېږي او د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې دي.
که پام وکړو دا بریدونه داسې مهال زور اخلي، چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې، ټرمپ وګټلې او په راروانه جنورۍ کې لوړه کوي، نو باور دا دی، چې په پوځي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې ماتېدونکی او پاشل کېدونکی پاکستان، د ځان ژغورنې لپاره د امریکې نوي حکومت او نړیوالو مرستو په موخه، دا راز بریدونه پیل کړي دي، یعنې پاکستان پر خپلو مصرفي پښتنو او بلوڅو ځواکونو، دا بریدونه کوي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو، ځای یې بیا هم قبایلي علاقه ټاکلې ده. د پاکستان تبلیغاتي ډنډوره بیه دا ده، چې ګنې هغوی د ترهګرۍ قرباني دي. د هغوی په خبره که امریکا او نړیواله ټولنه احمق پولۍ ورنه کړي، سیمې او نړۍ ته ترهګریز ګواښ پېښېږي!؟
خو د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ آن د خپلې لومړۍ ولسمشریزې دورې په وخت کې اندېښنه ښودلې، چې پاکستان څرنګه په دوه مخې لوبه، له امریکا میلیارډونه ډالر وهلي دي! همداسې نړیواله ټولنه هم د پاکستان د دغه سیاست مخالفت کوي او د چین او عربو په څېر هېوادونه خو لومړی له پاکستانه پخواني پورونه غواړي!
بل لوری د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې د قبایلو ملاتړ ورسره دی، کرار ناست نه دی. دغه غورځنګ د تېر یوولسم اکتوبر خیبر جرګې پرېکړو پر عملي کولو غور کوي. د هغې پراخې جرګې، چې د پاکستاني ریاست له مخالفت او وسله والو بریدونو سره سره، له دوه میلیونو ډېرو پښتنو په کې ګډون وکړ، یوه مهمه پرېکړه دا ده، چې د دوو میاشتو تر پایه به هم ترهګرې ډلې او هم پاکستاني ځواکونه، له قبایلي سیمو وځي؛ ځکه دواړه د دوی د ناامنیوو، وژنو او نیونو لامل دي! د خیبر جرګې د دې پرېکړې له مخې، که دا ډلې په ورکړل شوې موده کې له سیمې ونه وځي، له سخت غبرګون سره به مخ شي!
یو شمېر کسان داسې ډنډورې وهي، چې ګنې د خیبر تاریخي جرګې پرېکړې، عملي بڼه نه شي خپلولی!؟
دوی غواړي چې خلک وغولوي او د عمل په وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ ته، ونه دانګي. تبلیغات دادي، چې ګنې د پاکستان پوځ نه ماتېدونکی دی. اټومي قدرت دی او هر څه کولی شي. خو دا پر پښتون ژغورنې غورځنګ، د بې باورۍ راولاړولو لپاره، ناوړه تبلیغات دي. له ډیورنډ کرښې ها خوا محکوم او د پنجاب ناوړو سیاستونو قرباني وګړي، اوس را ویښ شوي او د امن او خپلواکۍ لپاره هرې قربانۍ ته حاضر دي. موږ ولیدل، چې د یوولسم اکتوبر جرګې لپاره، پښتنو خپل سرونه قربان کړل، خپلې سینې یې د پنجاب ملېشو مرمیوو ته ونیوې، خو خیبر جرګه یې راوبلله. محکومو قبایلو د امن او خپلواکۍ لپاره خپل زامن، هرې قربانۍ ته وقف کړي دي. نو د دې جرګې د هرې پرېکړې پلي کولو لپاره به هر ډول قرباني ورکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې دمه ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي. تازه د دغه غورځنګ غونډه، د ملک نصیر په دېره کې وشوه او د غورځنګ اجرائیوي کمېټه پر خپلو تصامیمو بیا غږېدلې او اعلام یې وکړ، چې خپلې پرېکړې به عملي کوي!
دې غونډې پنجابي ملېشوو او ترهګریزو ډلو ته د ورکړې مودې پر لارو چارو هر اړخیز بحث وکړ او د پنجاب ممکنه عملیاتو مخنیوي لارې چارې یې لټولې دي.
حالت ته کتو په قبایلي سیمو کې د پنجابي حکومت په خوله ترهګرۍ ضد عملیاتو د مخنیوي لپاره هر اقدام ممکن دی. دا عملیات او له سیمې د پاکستاني ځواکونو د وتلو نېټې له پای ته رسېدو وروسته به، د پنجاب او ترهګرۍ شتون، سخت غبرګونونه ولري. پاکستان به هڅه وکړي، چې د خپل زور ښکاره کولو لپاره عملیاتو ته لاس واچوي، خو اوس قبایل (پښتانه او بلوڅ) پخواني هغوی نه دي. دوی خپل دښمن پېژندلی او په وړاندې یې هر ډول عمل ته جمتو دي.
د پښتون ژغوزنې غورځنګ هڅې دا دي، چې د خیبر جرګې پرېکړو عملي کولو او د ترهګرۍ له منځه ودلو په پلمه، د پنجاب عملیاتو مخنیوي تر څنګ، د پاکستاني پوځ، پولیسو او ملېشه وو قبایل غړي او بل لوری په ترهګریزو ډلو کې د دوی تېرایستل شوي وسله وال بچیان، وپوهوي، چې له دې لیکو راوګرځي او نور د خپلو وګړو د وژنو او خپلو سیمو د بربادۍ لامل نه شي. موږ وینو چې ډېر قبایل ځوانان د پاکستاني ځواکونو لیکې پرېږدي. لنډه دا چې قبایل د خیبر جرګې پرېکړو پلي کولو ته ژمن دي. د ولس زور د خدای زور دی. نو د ولس په وړاندې د پاکستان زور، هېڅ دی.
ښايي د پاکستاني ځواکونو او قبایلو ترمنځ ټکر راشي، خو پایله یې د پنجاب لپاره بده ده. نو په امنیتي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې ماتېدونکی پاکستاني حکومت به د پنجابي سیاست پر ماتو وزرو، ونه ژغورل شي، نه امریکا د دې لپاره تیاره ده او نه هم نور ملکونه. ډېر زر د ترګرۍ پالیسي او د پنجاب ترهګریزه بدماشي، پای مومي!