نعمت الله صدیقي
له تېرو څو کلونو راهیسې د ښاغلي سمیع الدین ارمان پرله پسې څو تنقیدي کتابونه د مقالو د ټولګو په بڼه چاپ او خپاره شول او دی په لنډ وخت کې د پښتو د ادب د کره کتنې او تنقید په برخه کې د یوه خورا لایق او مستعد نقاد او کره کتونکي په توګه یاد او مطرح شو. د ښاغلي ارمان تنقید او کره کتنیز مباحث له کلاسیکو شرقي علومو نېولې د غرب د تقریباً وروستیو ټولو ادبي علومو او تیوریو په اړه کافي معلومات او خبرې لري او د خپلې پښتو ژبې د مطالعې په اساس یې دغه بحثونه ځکه هم د اهمیت وړ دي، چې په معلوماتو او خبرو یې بسنه نه ده کړې؛ بلکې خپل تنقیدي برداشتونه او عملي ارزونې او قضاوتونه یې هم ورسره په خورا زړورتیا څرګند کړي او لیکلي دي.
د ښاغلي ارمان پر ټولو کتابونو او تنقیدي فکر خبرې کول ډېر وخت او ډېرې مطالعې ته اړتیا لري؛ خو زه یې دلته یوازې مجموعاً پر عام تنقید یا د ځينو کتابونو په اړه یو څو عمومي خبرې په دې اساس لیکم، چې دغه موضوع ماته د خپلې شخصي مطالعې له مخې هر وخت هم مهمه وي او هم یې د ادبیاتو د نویو تمایلاتو لپاره ګټوره بولم. بله خبره دا هم وه، چې ښاغلي ارمان سره د څو کلنې لوستنې په اړه مې غوښتل ځینې هغه خبرې هم ورسره شریکې کړم، چې وخت نا وخت مې د یوه لوستونکي په توګه په زړه ورته ګرځېدې؛ خو دا ګرځېدنې هم که د ده پر سنجیده او سنګین مزاج ښې ونه لګېدې؛ نو د اروښاد حمزه بابا د هغه مسرې په مصداق دې یې واخلي: “وایم چې چا هسې وینا کړې ده.”
لومړۍ خبره دا ده، چې د ښاغلي ارمان څلور د مقالو کتابونه “تنقیدي تعبیرات” اول او دویم ټوک چې وروستۍ هغه یې د سهیلي پښتوخوا د پښتو اکاډمۍ چاپ او خپور کړی دی او درېیم د مقالو کتاب یې د “نړیوال تنقیدي معیارونه” په نامه له مفکورې چاپ شوی دی. څلورم یې “تنقیق” دی. دا د ښاغلي ارمان د تنقیدي شعور او فهم عالي او برجسته برخې دي؛ یعنې په سمه مانا د ښاغلي ارمان د تنقيد او کره کتنیز شعور تعین یا ټاکنه له همدې دریو کتابونو هم کولای شو. زه پر دغه دریو واړو کتابونو خبره د ده د کره کتنې او تنقید پر سټایل ځکه کوم، چې دا سټایل او طرز ده هم مستعار اخیستی او ماته یې پر ده د خبرو کولو پر وخت تقلید کومه کلیشه نه ښکاري.
۱ د ښاغلي ارمان د تنقید او کره کتنې ژبه له دوه وو اړخونو کمزورې او د نقد له عام خوږلته بې برخې ده، یو دا چې ژبه یې له نحوي پلوه په ځينو برخو نه پر ګرامري اصولو سمه وي او نه د محاورې له پلوه د عام فهم وړ وي، لکه ګونګ یا ژبه بندیدونکی سړی خبره کول غواړي؛ خو سره د ډېر زوره بیا هم پرې نه کامیابېږي. یو وخت چې موږ هم علم په پېچلې ژبه کې باله، هم د بل پېچلې خبرې خوند راکوه او هم به موږ کوښښ کاوه، چې زه او یا بل پوهېږو او کنه خو خبره باید په پېچلتیا سره ثابته کړو، چې علمي ده، دا خورا ناکامه او عموماً مانوسه تجربه وه. دا خبره دقیقه ده، چې کله یو څوک پر یو مطلب سم ونه پوهېږي او ویې لیکي هم یې نثر پېچلی وي او هم یې خبره مبهمه وي. زه د ارمان د مجموعي نثر او خبرو په اړه همدا قضاوت کوم، چې نه یې نثر واضح، روان او سلیس دی او نه یې خبرې هغومره غیر مبهمې دي، چې لوستونکی دې یې په یو ځل لوستو وپوهېږي. زه یې د نه فهم خبره هم په احتیاط کوم، مګر په دې خبره کې دوه زړی نه یم، چې دی د نثر لپاره د خپلو کلمو یعنې د پښتو ژبې د کارونې په انتخاب کې پاتې راغلی دی؛ بلکې ویلی شم، چې د نقد ژبه یې د همدې بې احتیاطۍ لامله پېچلې او مبهمه ده. دوه بېلګې یې ولولئ:
(ځکه چې لسانیاتي مېدان او شتون کې د میننګ مېکنګ ټولز (Meaning _making _tools) غټ عناصر لاینفک هم دا زمان او مکان دي؛) نړیوال تنقیدي نظریات ۴۲ مخ.
(حال دا چې مابعد جدیدیت د افتراق، لامرکزیت، مقامیت، تکثریت حامل دی) نړیوال تنقیدي نظریات ۴۹ مخ.
اوس که څوک ووايي، چې دا نافهمه توري او جملې نه دي، دا له علمي لرلېد سره کتل غواړي، سمه ده؛ مګر په دې دواړو جملو د پښتو د کلمو خپل سیوري د نشت برابر دی. دا کومه علمي ماجرا یا نبوغ نه دی، چې په دې علمي ساحه کې هر څوک نه پوهېږي، مطلب د خبرې دا دی، چې موږ ډېر کله داسې پېچلو جملو او کلمو ته دا توجیه لټوو، چې دا علمي برخه خپله ټرمینالوژي یا اصطلاحات لري؛ نو ځکه ورباندې خلک شکایت او د نه پوهاوي یې وايي، حال دا، چې اصطلاحات او جمله بندي په یوه نثر او لیکنه کې فرق کوي. په پښتونخوا کې له ارمان مخکې د فیصل فاران د نقد ژبه او لفظي ډکشن هم له همداسې بدو بدتر و.
۲ د ارمان د پورته نثر د بېلګو د کتاب “نړیوال تنقیدي معیارونه” چې د کتاب د نامې له اهمیت معلومېږي، دا مقاله یې کلیدي مقاله ده، د ارمان د نقد او کره کتنې تنقیدي شعور ترې جاج کولای شو. دا مقاله نهایتاً پر مروجه فهم ولاړه ده؛ یعنې د نړیوالو تنقیدي نظریاتو همغسې اخیستل او تشریح کول، چې نه پکې ادبي، ټولنیز او فلسفي تمایلات بېل شوي دي او نه پکې د ادبي تیوریو منظم تسلسل په پام کې نېول شوی دی، مانا دا چې ارمان هم نړیوال تنقیدي نظریات همغسې په مغالطوي او مروج ډول اخلي کوم، چې عام لیکونکي سره ګډوډوي او تشریح کوي. یوازې د اصطلاحاتو تشریح او سراسري پوهېدنه نه کره کتنیز شعور عامولی شي او نه یې چاته کومه دقیقه ګټه رسېدلای شي.
۳ د ارمان د دې غیر منظمې نظري تیورۍ اسانه معالومولی شو، چې هغه د عملي نقد لپاره هم کومې منظمې پېمانې او تلې نه لري. د هغه دواړه ټوکه تنقیدي تعبیرات چې زیاته برخه یې عملي نقد دی، همداسې قضاوت، تلې او ارزونې لري.
۴ سره د ډېرو معلوماتو د ښاغلي ارمان نقد د معاصر نړیوال نقد په لرلید کې بېخي کمزوری او تر ډېره حده یوازې د معالوماتو تر کچې نقد دی. یوازې تشریح او معالومات نقد او کره کتنه نه ده. بلکې د یوې پنځونې پټ او داخلي اړخونه سپړل او د هغې د ښکلاییزو کیفیتونو او ارزښتونو په ګوته کول د معاصرې کره کتنې او نقد مهم اړخ دی.
۵ په معاصر نقد او کره کتنه کې د نوي او زوړ نقد ځینې ډېر بارز او مهم توپيرونه دي، چې که یو نقاد او کره کتونکی یې په جدیت وانخلي؛ نو نقد یې یوازې د لفظ تر حد نوی او معاصر ده؛ مثلاً په زوړ نقد کې تشریح او تجریه خورا مهمه وه؛ مګر نوی یا معاصر نقد او کره کتنه د تجریې او تشریح پر ځای تعبیر او تعین قدر”د یوې پنځونې د ارزښت ټاکنه” مهمه بولي. د ښاغلي ارمان د نقد او کره کتنې دا دواړه اړخه کمزوري دي. سره د دې چې هغه خپلې مقالې تنقیدي تعبیرات بولي؛ مګر دا تعبیرات نه دي دا تر ډېره حده تشریحات دي. د تشریح او تعبیر یو لنډ پېژاند دا دی، چې تشریح یوازې د یو متن هغه معنا ته وايي، چې هغه بېخي سرسري او د متن له خارجي سیاقه اخیستل کېږي، او معنا یې د ټولو لپاهر عامه او یوه وي. په خپله د لوستونکي یا نقاد کومه معنا ورسره نه وي. تعبیر بیا د معاصر نقد په مانا د یوه متن هغه معنا ته وايي، چې لوستونکی یا نقاد یې د هغه متن له ژورو او پټو داخلي کیفیتونو، رغښتونو او سیاقونو راباسي. زه په همدې اساس وایم، چې د ښاغلي ارمان د نقد ورستۍ دغه تمایل بېخي کمزورۍ دی.
۶ موږ پورته د تعین قدر یعنې د یوه ادبي متن یا د یوې ادبې پنځونې هغه ارزښت ټاکنې ته هم اشاره وکړه، چې زوړ نقد او کره کتنې به تقریباً محاکمه بلله. معاصر نقد په تعین قدر “د متن ارزښت ټاکنه” باندې د یو ادبي متن هغه ارزښت ټاکي او یا یې معلوموي، چې موږ یې په عامه مانا ادبي او نا ادبي بولو. په معاصر نقد او کره کتنه کې چې دغه ځانګړنه کوم نقد ونلري، ممکن هر څه یې وبولو، خو د معاصر نقد په تله یې معیاري نقد او کره کتنه نه شو بللی. د ښاغلي ارمان د نقد تعین قدر که بېخي نشت وبولو، دا به بې انصافي وي؛ ولې د هغه د نقد او کره کتنې د تعین قدر زیات حاوي اړخ پر افراطي بڼه ولاړ دی. دا نقدي افراطیت د ده د نقد لویه کمزوري ده. که څه هم دی او د ده ځینې ملګري د بېرحمه نقد پلوي دي؛ خو منطقي خبره بیا دا ده، چې نقد نه باید دومره تریخ او سپور وي، چې علمي واقعیت او دیانت ورسره مجروح شي او نه باید دومره بې دمه او سوړ وي، چې علمي او منطقي مصلحتونه دې وبلل شي.
۷ د ارمان د نقد د افراطیت خبره که څه هم په احتیاط پکار ده، ولې د ځینو لیکنو په لهجو یې سړی ویلی شي، چې دا لهجه او رویه ښاغلي ارمان له فیصل فاران مستعار کړې ده، مثلاً د یوې پنځونې جاج یا ارزونه به بلکل سل په سلو کې ښه او شهکاره وي او یا به سل په سلو کې بده او کلیشيي وي. همداسې د ځینو صیغو او جملو کارول د نقد د مزاج برعکس عمل دی؛ مثلاً د فاران په تقلید د ممتاز اورکزي په غزل د نقد دا جمله یې ولولئ “او د هغې خلاف ورزي به ادبي خیانت وي یا په اسانه ژبه به ووایو چې پرتوګ جوړول به وي.” یا لکه د سایل صاحب په اړه لیکنه کې چې وايي “چرته د حسن او عشق لسانیت او معنویت او چرته د تصویر لسانیت او معنویت. د بل اس او خپل ټټو دې برابر کړو.” تنقیدي تعبیرات اول ټوک. ۱۷۴ مخ
دا داسې جملې او مخونې دي، چې نارمل او د درانه مزاج نقادان یې کله هم نشي کارولی، زه دا خبره د ارمان په اړه ځکه هم پر همداسې جدیت او غبرګون کوم، چې هغه د خوی او مزاجه له پلوه همدومره دروند او بهترین انسان او مخلق سړی دی.
۸ ارمان د فاران په تقلید یو بل نقدي نقص هم لري، هغه د ده د نقد حکمي طرز او سټایل دی، دا خبره باید واضح او څرګنده وي، چې د محاکمې او تعین قدر قضاوت کله هم حکم نه وي؛ بلکې حکم د دې دواړو نقدي تلو علاوه طبقاتي هم تمایل دی. پر تشریحي او ځینو فني ځانګړنو حکمونه کول او د فتوې یا توهین تر حده جملې او نسبتونه عیناً عیر ادبي او غیر تنقیدي عمل دی.
۹ دغه لیکنه چې د ښاغلي ارمان د مستعار طرز او سټایل په بڼه ولیکل شوه، د ده د همدغه تمایل د اسلوب غوندې حکمونه او قضاوتونه پکې په شدت او جدیت سره راغلي دي. د معاصر نقد رویه، چې څوک هر څنګه توجیه کوي؛ یعنې نرمه لهجه خپلوي او که سخته؛ خو زه د خپلې ژبې او خلکو د مجموعي مزاج په اساس د مرحوم صدیق روهي صاحب هغه رویه ډېره مهم بولم، چې ویلي یې دي، که د نقد په قضاوت کې سریحاً څوک لیکي، چې “دا غلط دی” ښه ده ووایي “د تامل وړ ده” نو بهتره به وي.
۱۰ پای دا چې موږ په دې لیکنه کې د ښاغلي ارمان د تنقید په اړه د همدې اسلوب په اساس نه خو لکه د ده غوندې، پرته له یوه نیم ځایه چېرته د قضاوت لپاره حواله راوړه او نه مو شعوراً په قضاوتونو او حکمونو کې ورسره ګوزاره وکړه، علت یې همدا دی، چې ارمان باید محسوس کړي، چې تېز او توند نقد په هیڅ مانا د توجیه او ګټې وړ نه ده.
۱۱ په دې لیکنه کې د ارمان د تنقید او کره کتنې فکري او معنوي اړخ ته ځکه هم ډېر تم نشوو، چې هغه خوا یې تقریباً هر مضمون او لیکنه د اختلاف او نقد کافي ګنجایش لري.