تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) تقریباً په هر ځای کې چې سوپرمارکیټ ته ولاړ شئ، د یوې متوسطې اندازې کیلې بیه له ۱۰ څخه تر ۵۰ سینټو پورې وي (منځنۍ بیه یې ۳۰ سینټه ده). خو یوه کیله چې د نقرهيي ټیپ په وسیله په یوه دیوال پورې نښلول شوې وي، ممکن په نیویارک کې د ساتبیز (Sotheby’s) په یوه مزایده کې تر یو نیم میلیون میلیونه ډالرو په زیاته بیه وپلورل شي.
دا ژېړه کیله چې په سپین پورې دیوال نښلول شوې، د “کومدین” په نوم د یوه اثر برخه ده چې ایټالیايي هنرمن موریتسیو کاتلان (Maurizio Cattelan) جوړه کړې ده. دا اثر لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د میامي په آرت بازل (Art Basel) نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو او پراخ بحثونه یې وپارول.
ځینې نقادانو دا اثر یوازې یوه ټوکه وګڼله، خو ځینو نورو بیا دا د معاصر هنر په وړاندې د اعتراض نښه بلله. دغه کیله څو ځلې هم خوړل شوې ده.
په دې کې، د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې امریکایي هنرمن ډیوېډ داتونا (David Datuna) دغه کیله له دیوال څخه لرې کړه او ویې خوړه. هغه خپل عمل “د وږي هنرمن” په نوم د یوه هنري اجرا په توګه معرفي کړ. البته، هر ځل یې پر ځای بله کیله کېښودل شوه.
د دې اثر د لیدونکو له تود هرکلي او د سلفي اخیستو د لوړې غوښتنې له امله، دا اثر د خلکو له سترګو پټ شوی و.
د پروتن ګالري (Perrotin Gallery) پر اساس، د دې اثر درې نسخې تر دې دمه له ۱۲۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو ډالرو پورې پلورل شوې دي. خو اوس مهال د دې مفهومي هنري اثر ارزښت له ۱.۵ څخه تر ۲.۳ میلیون ډالرو پورې اټکل کېږي. دا اثر د نوومبر په ۲۰مه نېټه په ساتبیز مزایده کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د نیویارک ساتبیز رئیس ډیوېډ ګالپرین د دې مزایدې په اړه وایي:
“هغه څه چې د ‘کومدین’ په پیرودلو سره تاسو ترلاسه کوئ، یوازې کیله نه ده، بلکې د اصالت سند دی چې تاسو ته اجازه درکوي چې دغه کیله او نقرهيي ټیپ په خپل دیوال باندې د موریتسیو کاتلان د اصلي هنري اثر په توګه ځای پر ځای کړئ.”
هغه زیاتوي:
“کاتلان په دې کار سره د معاصر هنر د دروازې خلاصولو ترڅنګ دا پوښتنه راپورته کوي چې موږ څرنګه یوه پدیده د هنري اثر په توګه تعریفوو او هنري اثارو ته ارزښت ورکوو؟”
زه فکر کوم دا لومړی ځل دی چې زه په تاند کې داسې څه لولم چې سر مې پرې خلاص نشو.