تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د دوبۍ او تلابیب ترمنځ په یوه الوتنه کې پر پیلوټ د برید د پېښې د څېړنو په ترڅ کې نوي جزئیات څرګند شوي دي.
د متحده عربي اماراتو د چارواکو د څېړنو له مخې، د الوتکې مرستیال پیلوټ، چې د عمان دی، غوښتل د تلابیب پر بن ګوریون هوايي ډګر ځانمرګی برید وکړي.
چارواکي وايي، دغه کس پلان درلود چې د الوتکې کنټرول په خپل لاس کې واخلي او د هوايي ډګر د مسافرو له ترمینل سره یې وجنګوي.
پېښه د سپټمبر پر ۳۰مه له دوبۍ څخه تلابیب ته په روانه الوتکه کې شوې وه. په دې پېښه کې پېلوټ د مرستیال پېلوټ له لوري د چاړې په ګوزارونو سخت ټپي شوی و.
د څېړنو له مخې، مرستیال پېلوټ په ۲۰۱۷ کال کې په اسټرالیا کې د زدهکړو پر مهال د افراطي نظریاتو تر اغېز لاندې راغلی و؛ خو د هوايي شرکت له خوا د ګومارنې پر مهال یې په امنیتي ارزونه کې د شک وړ څه نه و موندل شوي.
د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال ویلي، مرستیال پیلوټ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه په اغېزمنېدو، د الوتکې په وسیله د برید پلان جوړ کړی و.
د راپور له مخې، نوموړي تر دې مخکې دوه ځله تلابیب ته سفر کړی و او په دغو سفرونو کې یې له دوبۍ څخه تلابیب ته د الوتنې بهیر او هوايي ډګر څارلی و.
اماراتي چارواکي وايي، مرستیال پیلوټ دا پلان د بل چا له مشورې او همکارۍ پرته یوازې په خپله جوړ کړی و او تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې بل چا ورسره په دې کار کې مرسته کړې وي.