پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د جیګجیت سینګ ۱۲ تلین

د جیګجیت سینګ ۱۲ تلین

تاند- له نن څخه ۱۲ کاله پخوا د ۲۰۱۱ د اکتوبر په ۱۰ مه نامتو هندي غزلبول جیګییت سینګ د مومبي په یوه روغتون کې سا ورکړه. جیکجت سنګ د هند تر ټولو ستر غزلبول سندرغاړی ګڼل کېږي. تاند د ده د ژوند په اړه دا لیکنه، چې ښاغلي غني حسن ژباړلې او راټوله کړې ده، وړاندې کوي:

د جیګچیت سینګ زوکړه، زده کړه او شخصي ژوند:

جګجیت سینګ (جګموهن سینګ) په (۸ فبروري ۱۹۴۱) کي د هند دیمان په سری ګنګا نگر، راجستان، هندوستان (هغه وخت د بیکانیر ایالت) کي زیږیدلی و. د هغه پلار، سردار امر سینګ دھیمان، د حکومت د فواید عامې وزارت سره سروې کوونکی و او د پنجاب د روپر ولسوالۍ د دلا د کلي اوسیدونکی و. په پیل کي ئې د سری ګنګا نگر په عالي ښوونځي او دولتي کالج کي زده کړې وکړې.

 وروسته، هغه د هریانا د کروکشیترا پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کي د فراغت سند ترلاسه کولو لپاره زده کړي وکړې. د دې وخت په اوږدو کي او د هغه طبیعي استعداد چي د هغه پلار لخوا پېژندل سوی و او دا يې درک کړې وه، چي د سینګ شوق و ذوق د موسیقۍ سره بې حده زیات دئ؛ نو سینګ په پیل کي د هندي کلاسیکي موسیقۍ له یو نابینا استاد (پنډت چګن لال شرما) او وروسته د مایهر غره له استاد (جمال خان) څخه موسیقي زده کړه. هغه ته يېد هند کلاسیک سبک، ډول، طرز او ثبت خیال، دروپد، ثمري او نورو کي روزنه ورکړه. ده لومړی خپل د ځوانۍ په اوږدو کي پر ​​سټیج فعالیت پيل کړ او د موسقۍ ځانته یو لاره یې جوړه کړه. که څه هم د هغه پلار، چي یو دولتي کارکوونکی و، هیله درلوده چي هغه به یو انجینر سي. سینګهـ د موسیقۍ سره خپله مینه په پرله پسې توګه تعقیب کړه. د هند د متوسطې کورنۍ د ټولو والدینو په څېر، د هغه پلار هیله درلوده، چي هغه یو بیوروکراټ سي. اما پلار یې یوازی سینګ نه بلکي د هغه وروڼه هم وهڅول چي موسیقي زده کړي. سینګ د DAV کالج، جالندھر څخه د هنر سند ترلاسه کړ. هلته یې په ۱۹۶۱ کال کي د آل انډیا رادیو (AIR ) جالندھر سټیشن کي د سندرو ویلو او کمپوز کولو دندې په ترسره کولو سره خپل مسلکي ژوند پیل کړ.

په مارچ 1965 کي، او د خپلې کورنۍ له خبرتیا پرته سینګ بمبۍ ته ولاړئ، چیرې چي د هندي فلم صنعت له امله د موسیقۍ هنرمندانو لپاره ډیرو فرصتونو شتون درلود. هغه په ​​پیل کي د اعلاناتو دسندرغاړي په توګه کار ترلاسه کړ او وروسته یې پلې بیک سندرې ته وده ورکړه.

د سینګ او چترا لیدنه:

سینګ په ۱۹۶۷ کي په ​​بنګال کي زیږیدلې چترا ولیدل د هغې اواز او انداز یې خورا خوښ او له زړه ورباندي مین سو؛ خو چترا واده درلود. تر دوو کلونو وروسته هغې خپل میړه ته طلاق ورکړ او د دسمبر په 1969 کي یې له سینګ سره واده وکړ. چترا یوه لور درلود او پر سینګ خورا ګرانه سول، تر څو کلونو وروسته یې زوی ویویک وزېږد له هغه وروسته یې داسي جوړه يي البم وړاندي کړ، چي دا د 1977 البم د نه هیریدونکي البم په نوم یادېږي.

نه هیریدونکی البم چي د دواړو یو غیر دودیز ریکارډ و اما دوی یې په ستورو بدل کړل. د دغه البوم “بات نیکلګي” سندره خورا شهرت ترلاسه کړ، چي انډیپنډنټ دا سندره او البم په ۲۰۱۱ کال کي د “زمینې ماتونکي په توګه بیان کړه…. دا د هند د موسيقۍ په تاریخ کي یو بدلون راوړونکی و دا مخکي او وروسته د پای ټکی سو. د عصري ترتیباتو په کارولو سره، دا لس ټریکونه لري چي دوه پکي شامل دي او پاتې یې د جګجیت او چترا تر منځ په مساوي ډول ویشل سوي. انډیپنډنټ زیاته کړه چي “د هندي مشهور میوزیک کي په سوداګریز بازار کي د بریالي میړه او بریالۍ میرمنې دوه اړخیزو پرفارمنس په حیرانتیا سره بریالی ثابت سو.”

جګجیت څرګنده کړه “ما هوډ درلود چي دا ژانر روښانه کړم او جوړ یېکړم. دا د عصري ذوقونو لپاره د منلو وړ دئ” نو ده ساده شعرونه غوره کړل او ساده ږغونه یې ورته وټاکل.

 وروسته دوی دواړو جوړه يي او ګډي موسیقي سره پر پروژو کار وکړ او په ټوله نړۍ کي یېکنسرتونه وړاندي کړل او د فلم صنعت سره ښکیلتیا يې هم بریالۍ وه.

– دوی دواړو تر واده یو کال وروسته د 1970 لسیزې په وروستیو کي دوو ریکارډونو کي لومړی شهرت ترلاسه کړ.

– په 1977 کي یي نه هیریدونکي البم ثبت او خپور کړ، چي د شهرت اوج ته ورسېدل.

– په (1978)، په ویمبلي کي یي ژوندی کنسرټ وړاندي کړ.

– په (1979) کی یې بل ژوندی کنسرټ وړاندي کړ.

– په 1980 لسیزه کي “ووه کاغذ کیکیشتي … ووه باریش کا پانی” ترټولو غوره پلورل سوی البوم و.

– په (1984) کی”د دوی بل البم غوره” وبلل سو.

له 1990 کال وروسته داسي غمجني پېښي ورته وسوې، چي د دوی مینه ناکه جوړه په غم کښېنستل د دوی 20 کلن زوی (ویویک) د سړک په یوه پيښه کي مړ سو. چترا د دې پیښو وروسته د سندرې کولو توان نه درلود. ډیپریشن حالت ته ولاړه او تر ډېره یي بیا غوره صحت او موډ ونه موندئ، دا د جګجیت او چترا سینګ لپاره یو ژور ټکان و. دوی د مړینې وروسته د بشپړ کال لپاره موسیقي پرېښوده. له هغه غمه لیري نه وه، چي بلې دردناکي پیښي تر دې هم سخت تکان ورکړ او ځواني لور ( مونیکا) يې ځان وژنه وکړه.

له اوږده ځنډ وروسته جګجیت ورو ورو موسیقۍ ته راستون سو، مګر چترا خپل تقاعد اعلان کړ او اعلان یې وکړ چي هغه به نور سندرې ریکارډ نه کړي.که څه هم جګجیت خپل کار ته دوام ورکړ او بریالیتوب یې ترلاسه کړ وروسته له دې چي چترا له عامه ژوند څخه ووتل، هغه هم د ویویک د مړینې له امله اغیزمنه سوه. ګارډین یادونه کوي چي هغه “د ژور خپګان سره مخ وه او د هغه رنځ اکثرا د هغه په ​​ژوندیو کنسرټونو کي څرګند و.” د سولي په پروژو سره د ځان بوختولو سربیره، چي هغه په ​​​​څو ژبو کي ترسره کړې هغه د لتا منګیشکر سره د سجده په نوم البوم کي همکاري وکړه.

د سینګ هنري ژوند:

سینګ په مشهور غزلبولسندرغاړی او موسیقار و. هغه د “غزل پاچا” په نوم هم پیژندل سوی. هغه په ​​ډیرو ژبو سندرې ویلي دي. هغه ته په ۲۰۰۳ کال کي د هند د حکومت له خوا د پدم بوشن جایزه ورکړل سوه.

سینګ تهد غزل د بیا ژوندي کولو لقب ورکړل سوی دئ، چي د هند کلاسیک هنر ته یې کار وکړ دی د خلکو لپاره د شعر په غوره کولو سره چي د خلکو سره تړاو لري او په داسې طریقه کمپوز کوي چي پر کلمو او معنی باندې ډیر ټینګار کوي. د هندي کلاسیک موسیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب