Home+د هنګري لیکوال لاسلو کراسناهورکایي د ۲۰۲۵ د نوبل د ادبیاتو جایزه...

د هنګري لیکوال لاسلو کراسناهورکایي د ۲۰۲۵ د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۷مه (اکتوبر ۹مه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه د هنګري مشهور ناول‌لیکونکي او فلم‌لیکونکي لاسلو کراسناهورکایي ته ورکړل شوې ده.

لاسلو کراسناهورکایي د اروپا د معاصرو ادبیاتو له مهمو او اغېزناکو څېرو څخه ګڼل کېږي. د هغه اثار د فلسفې، ناول او شعر تر منځ دودیزه پوله له منځه وړي او د یوې نوې فکري نړۍ دروازې پرانیزي.

د ژوند پیل او زده‌کړې

لاسلو کراسناهورکایي د ۱۹۵۴ کال د جنورۍ پر ۵مه د هنګري په ختیځ ښار ګیولا کې زېږېدلی. پلار یې وکیل او مور یې د ټولنیزو چارو د ادارې کارکوونکې وه. هغه په سګد او بوداپست کې د اتوش لوراند په پوهنتونونو کې لومړی د حقوقو او وروسته د هنګري ژبې او ادبیاتو زده‌کړه وکړه.

کايي یوه موده د کتابونو د سمون (ایډیټنګ) په برخه کې کار وکړ، خو له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې یې ځان په بشپړ ډول د لیکوالۍ هنر ته وقف کړ.

شهرت او مهم اثار

نړیوال شهرت یې د ۱۹۸۰مو په لسیزه کې د خپل لومړي ناول «شیطاني ټانګو» (Sátántangó) په خپرېدو سره وموند. دا یو ژور او تریخ اثر دی چې د کمونیزم تر سقوط وروسته د یو کلي د ټولنیز او اخلاقي زوال انځور وړاندې کوي. له همدې ناول څخه وروسته یې د هنګري له نومیالي فلم‌جوړونکي بلا تار (Béla Tarr) څخه په الهام اخیستو، یو ۷ ساعته فلم جوړ کړ چې ډېر مشهور شو.

د کراسناهورکایي او بلا تار اوږده همکاري د نورو فلمونو په جوړولو کې هم روانه وه، لکه د «تورین آس» (The Turin Horse)، چې د سینما او ادبیاتو تر منځ د سرحدونو د ورانولو هڅه کوي.

د لیکنې ځانګړی سبک

کراسناهورکایي د خپل ځانګړي او پېچلي سبک له امله پېژندل کېږي. د هغه جملې ډېرې اوږدې، نحوي جوړښتونه پېچلي، او د جملو او پاراګرافونو ترمنځ دودیز محدودیتونه له منځه تللي وي.
هغه پخپله ویلي و چې د جملې «نقطه» د فکر د جریان د بندېدو مصنوعي نښه ده، نو ځکه یې نثر د فکري بهیر په څېر روان او ژور وي.

د افکارو نړۍ

د هغه اثار له تیارو، بې‌باورۍ، اضطراب او د انسان د معنوي زوال له احساسه ډک دي. دا هغه نړۍ ده چې انسان په کې د فساد او پوچۍ تر منځ د یوې نوې معنا په لټه کې دی. له همدې امله، د هغه ادبیات د داستایوفسکي او کافکا د فکري مکتب تسلسل بلل کېږي، خو د بیان له پلوه یو عصري او تجربوي رنګ لري.

مهم اثار

پر «شیطاني ټانګو» سربېره، د هغه نور مشهور اثار دا دي:

  • د مقاومت خپګان  (The Melancholy of Resistance)
  • جګړه او جګړه (War and War)
  • د بارون ونکهایم ستنېدا  (Baron Wenckheim’s Homecoming)
  • او د لنډو کیسو ټولګه «جهان دوام لري» (The World Goes On)، چې د فلسفي نثر او د شعوري جریان یوه غوره بیلګه ده.

نړیوال شهرت او جایزې

لاسلو کراسناهورکایي د خپل څلور لسیزادبي فعالیت په موده کې ګڼې نړیوالې جایزې ګټلې دي، چې پکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال من بوکر جایزه (Man Booker International Prize) هم شامله ده. د هغه اثار په ګڼو ژبو ژباړل شوي، که څه هم ژباړونکي یې تل د هغه د ژبني توازن او فکري ریتم د انتقال ستونزه یادوي.

د نقد او فلسفې لید

ادبي نقادان وايي، د کراسناهورکایي لیکنې د یوې نړۍ د معنا د ورکېدو تر شا د «حقیقت د بیا موندلو هڅه» ده. هغه له فاجعې نوې ښکلا، او له تیارو رڼا راباسي — داسې رڼا چې هم خبرداری دی او هم هیله.

له همدې امله ډېری پوهان هغه د “وروستی یا آخرالزماني لیکوال” بولي — هغه لیکوال چې نړۍ د ورانېدو په درشل کې انځوروي، خو لا هم د ژغورنې په تمه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...