تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د استخباراتي سرچینو پر اساس ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) مشر نور ولي محسود په کابل کې په یوه هوايي حمله کې وژل شوی دی. په دغه برید کې د ده احتمالي ځایناستي قاري سیفالله محسود او خالد محسود هم په نښه شوي دي.
پاکستاني رسنۍ د استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې وايي، برید د یوې بېپیلوټه الوتکې (ډرون) لهخوا ترسره شوی او د نور ولي محسود موټر یې سخت زیانمن کړی دی. که څه هم د ده د مرګ رسمي تایید لا نهدی شوی، راپورونه وايي چې هغه په دې برید کې ټپي شوی و.
پاکستاني رسنیو لیکلي، د پېښې عیني شاهدان وايي چې محسود د برید پر مهال په موټر کې په آزاد ډول خوځېده، چې دا د کابل په زړه کې د دې حملې جسارت او بېساریتوب ښيي. دا برید په داسې حال کې شوی چې د پاکستان لهخوا د TTP د مشرتابه پر ضد عملیات ډېر سخت شوي، خو لا معلومه نهده چې دا پېښه به د دې ډلې په داخلي جوړښت څه اغېز ولري.
دا په داسي حال کې ده چې په یوه صوتي پیغام کې، چې نورولي محسود ته منسوب بلل شوی او د هغه له غږ سره بلد کسان یې تاییدوي، د ځان په اړه د پاکستاني رسنیو له لوري خپاره شوي راپورونه تبلیغان بللي او ویلي یې دي چې په قبایلي سیمو کې له خپلو مجاهدینو سره اوسي.
پاکستاني رسنۍ په عین حال کې وايي، شنونکي خبرداری ورکوي چې دغه برید ښايي د TTP لهخوا د غچ اخیستنې سبب شي. برید له دوو زورورو چاودنو او درنو ډزو سره یوځای شوی و، چې د کابل د اتمې ناحیې اوسېدونکي یې وېرولي دي. خلک وايي چې د چاودنو غږونو شاوخوا سیمې ولړزولې.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ناتایید شوي پوسټونه څرګندوي چې د برید پر مهال د الوتکو غږونه اورېدل شوي، او خلکو اټکل کړی چې ښايي نورې هوايي حملې هم شوې وي.
په همدې حال کې تمه کېږي چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري سبا د پېښور قول اردو په قرارګاه کې یوې خبري ناستې ته د دې عملیاتو رسمي جزییات وړاندې کړي.
دغه بېسارې حمله د افغانستان په پلازمېنه کې د پاکستان لهخوا پر TTP د وروستیو کلونو تر ټولو زړوره ضربه ګڼل کېږي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تدابیرو د سختېدو نښه ده.
بلخوا د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد چاودنه تایید کړې، خو له خلکو یې غوښتي چې ارام پاتې شي، ځکه د ده په وینا «هیڅ د اندېښنې وړ حالت نهشته.»