جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه کابل کې د چاودنې غږ

په کابل کې د چاودنې غږ

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) په کابل کې نن شپه شاوخوا  لس بجې د زورې چاودنې غږ واورېدل شو چې ځینې یې د نامعلومو ډرون الوتکو بمباري بولي او ځینې بیا وايي چې چاودنه شوې ده.

شاهدان وايي، په عبدالحق څلورلارې کې پر یوه لنډکروز موټر توغندي لګېدلي دي.

طالبانو پېښه تایید کړې ده او امنیتي ځواکونو یې د پېښې ځای کلابند کړی دی.

د طالبانو حکومت د پېښې د څرنګوالي په اړه جزییات لا نه دي څرګند کړي.

د ښار څو اوسیدونکو تاند ته وویل چې الوتکه یې لیدلې چې بمباري یې کوله. خو دا برید وروسته له دې کېږي چې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر هند ته په ۵ ورځني سفر لاړ او هندي چارواکو یې تود هرکلی وکړ.

له دې سره هممهاله د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خپل هیواد پارلمان ته وویل چې افغانستان ته د دوی حوصله ختمه شوې ده.

په عین وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد هوايي ځواک په کابل کې دقیق هدف ویشتی دی. ځینو دا هدف د ټي ټي پي مشر نور ولي بللی خو نورولي په یوه صوتي پیغام کې ویلي چې روغ رمټ دی او دا یې د دښمنانو تبلیغات بللي دي. (د مفتي نور ولي څرګندونې)

د نور ولي تر پیغام مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم په یوه ټویټ کې د پوښتنې په ډول لیکلي چې ایا پاکستان په کابل کې د ټي ټي ټي پي د مشر د مفتي نور ولي د وژلو لپاره بمباري کړې؟ ده په عین حال کې لیکلي چې دا ممکن کره راپور نه وي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ویلي چې ویاند به یې سبا په پېښور کې د یوې مهمې موضوع په اړه په خبري غونډه کې څرګندونې وکړي. داسي ښکاري چې پوځ تر سبا انتظار باسي چې د نورولي برخلیک ورته څرګند شی.

د ذبیح الله مجاهد غبرګون

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټولنیز شبکه ایکس (X) کې لیکلي:

«په کابل کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی، خو هېڅ اندېښنې ته اړتیا نشته، هر څه سم دي. پېښه تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.»

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي، د چاودنې له غږ وروسته یې د ډزو اوازونه هم اورېدلي دي.

چارواکو تر اوسه د چاودنو د علت، نوعیت، او دا چې ایا دا د امنیتي عملیاتو برخه وه او که برید، هیڅ جزئیات نه‌دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب