جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ د چين ملي جشن او د سیلانيانو څپې | جان روان ځاځی

 د چين ملي جشن او د سیلانيانو څپې | جان روان ځاځی

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې سیلاني خورا په چټکۍ وده کوي او اقتصادي چارې یې ورسره غوړېدلې دي. سیلاني له اره کومه اقتصادي بوختيا او يا یوازې تفریحي چاره نه ده، بلکې دا يو ژوندی ښوونځی او د بشر د هيلو يوه ټولګه ده، چې يو کس په خپلو امکاناتو له یوې سیمې لیدنه کوي او د سیمې د خلکو ژبه، تاریخ، جغرافيه، کلتور او فولکلور په مستقیم ډول زده کوي او هم دغه لیدنه یې د خلکو اقتصاد په خوځښت راواستلی شي.

سیلاني د پوهې، اقتصاد، شخصي پرمختګ او سولې يوه څرګنده لاره او د انسانانو ترمنځ د رښتينې نړۍ د جوړولو يوه لارښوونه ده او هم د نړۍ د خلکو ترمنځ د درناوي، پوهې او زده کړې پل دی، چې د زړونو تړاو پياوړی کوي او دا پياوړتيا بیا د سولې اساس ګرځي.

د نړی ټول هېوادونه د خپلو اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا لپاره هڅې کوي او د پرمختګ لپاره یې بېلا بېلې لارې کاروي او ډېری یې بیا سیلاني د نورو اقتصادي هڅو په پرتله ګټور صنعت او بوختیا بولي او هڅې یې هم د نورو اقتصادي هڅو په پرتله پر سیلانیزو چارو ورټولې وي.

د سیلانيزو سیمو اوسیدونکو ته د سیلانيانو سفرونه ګټور تمامېږي، ټرانسپورټ، هوټلونه او رسټورانټونه یې ورسره بوختېږي او د خلکو روزګار او اقتصاد ورسره غوړېږي. کله چې يو کس په خپلو شخصي امکاناتو بل ځای ته سفر کوي، نو اړ دی، چې په همغې سیمې کې خوراک، څښاک او د ژوند نور اړين توکي واخلي او ویې کاروي.

د چين ملي جشن

د چین د ملي جشن رخصتي د اکتوبر په لومړۍ نېټې پيل او په ۸مې نېټې پای ته ورسېده. په چين کې د ملي جشن په وياړ ۷ ورځې رخصتي وي، خو سږکال تصادفاً سپوږمۍ اختر هم ورسره يو ځای شوی و، نو رخصتي يې ۸ ورځې وه او چينايانو د ” طلایي اونۍ” نوم ورکړی دی.

په چين کې هسې هم د رخصتۍ پرمهال سیلانيز بازار ګرم وي، خو دا ځل دغه هېواد د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې د سیلانۍ بې سارې وده تجربه کړې ده.

د چين د ملي جشن د رخصتۍ پرمهال د دغه هېواد دننه خلکو شاوخوا ۲ ميليارډه او ۴۳۲ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاریه ۲ سلنه زیاتوالی ښيي. یعنې په همدې رخصتۍ کې هره ورځ کابو ۲۹۰ ميليونو کسانو تګ راتګ کړی دی.

په چين کې د رخصتيو پرمهال د فلم يا سینما بازار هم ګرم وي. شمېرې ښيي، په چين کې د سږني جشن د رخصتۍ د ۸مې ورځې د مازدیګر تر ۴ بجو پورې ۱ اعشاريه ۸ ميليارډه فلمي ټکټونه پلورل شوي دي.

د چین حکومت په روان کال کې د لګښت هڅولو تګلارې پلې کړي او کورنۍ تقاضا يې پراخه کړې ده.

د یادونې ده، د چين د ملي جشن رخصتۍ کې زرغونې ځیرکتیا هم ډېر مشتريان راجلب کړي وو او په دغې برخې کې يې نادره لګښت کړی دی. د عمده او پرچون انلاین سوداګرۍ مالومات يې ښيي، چې په دغه هېواد کې د ملي جشن د رخصتۍ په لومړیو ۴ ورځو کې د زرغونو خواړو پلور د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاریه ۱ سلنه او د ځيرکو کورنیو محصولاتو پلور د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاریه ۸ سلنه زیات شوی و.

اوس د نړۍ د ډېرو هېوادونو اتباع چين ته پرته له ويزې سفر کولی شي

چين په ۲۰۲۴م کال کې له وېزې پرته له دغه هېواد څخه د تېرېدو يا ترانزېټ نوې تګلاره اعلان کړه، چې له مخې يې د روسيې، برازیل، برېتانيې، امريکې او کاناډا په ګډون د ۵۴ هېوادونو وګړي د ترانزېټ پرمهال په چين کې د ۲۴۰ ساعتونو (لس ورځې) لپاره پاتې کېدای شي.

د چين په دغې چارې سره د ډېرو هېوادونو سوداګر او سیلانیان دغه هېواد ته ورمات شوي او په چين کې سیلانيزې، سوداګریزې او اقتصادي چارې ورسره نورې هم غوړېدلې دي.

چين په دې وروستيو کلونو کې سیلانيزو چارو ته پاملرنه اړولې او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې له ویزې پرته د وګړو د تګ راتګ تړونونه لاسلیک کړي دي.

ډېرو چيني سیلانيانو د ” طلایي اونۍ” په جریان کې بهر ته سفرونه کړي او په ورته وخت کې بهرني سیلانیان د چیني کلتور د تجربه کولو لپاره چین ته تللي وو.

رسمي شمېرې ښيي، د چين د ملي جشن د رخصتۍ په جریان کې بهرنیو هېوادونو ته د چیني سیلانيانو ورځنی شمېر له ۲ میلیونو څخه ډېر و، چې په دې کې جاپان، کوریا جمهوریت او د جنوب ختيځې اسیا هېوادونو ته د چیني سیلانیانو شمېر د پام وړ زیات و.

د چين رسمي شمېرې ښيي، د دغه هېواد د سږني ملي جشن د رخصتۍ په لومړۍ ورځ د هغو بهرنيو سیلانيانو شمېر، چې د چين دننه يې د الوتکو ټکټونه اخيستي، د تېر کال د همدې ورځې په نسبت ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي او د چین څه باندې ۷۰ ښارونو ته یې سفرونه کړي دي.

د چین د ملي جشن په رخصتۍ کې د چینایانو لګښت یو ځل بیا د دغه هېواد د اقتصاد پياوړی انعطاف په ګوته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب