(خبریال: داوود جبارخېل) د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کونډي (کنډي) ویلي، د امنیتي اندېښنو او ګواښونو له امله اوس مهال له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو امکان نه شته.
نوموړي ټینګار کړی چې د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو پورې به د دغو لارو د پرانیستلو پرېکړه ونه شي.
پاکستاني چارواکي وخت ناوخت د خپلې خاورې پر ضد د امنیتي پېښو په تړاو له افغانستان څخه د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. خو افغان چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې کارول نه مني. او د پاکستان په داخل کې د امنیتي ستونزو مخنیوی د پاکستان خپل کار دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اندېښنو او سیاسي اختلافونو له امله د سرحدي لارو فعالیتونه اغېزمن شوي دي. د دغو لارو تړل کېدو د سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او د دیورند کرښې دواړو غاړو ته د سوداګرۍ له بهیر سره تړلو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.
تر اوسه د دغو لارو د بېرته پرانیستلو لپاره د مشخصې نېټې یا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کومې نوې هوکړې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. خو د پولې د دواړو خواوو سوداګر او د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ډېری سیاستوال د دې لارو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
د خیبرپښتونخوا د تحریک انصاف ګوند منتخب حکومت، چې په وروستیو کې لېري کړای شو، هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او راکړو ورکړو غوښتنه کوله.