د سلګۍ سلګۍ حالاتو زمزمه
خیر زمزمه د خپل وجود خاموشۍ وخوړه خو
ته یې رڼا کړې ستا لپاره ډیوه مې شوې ده
د مازیګر او ماښام منځ وخت، ماته تا یادوي
زړه مې راتنګ شو ساعت ګورم په پنځو ولاړ دی
مخکې له دې چې پر ټولګه څه وليکم، غواړم پر يوې مهمې موضوع «ښځمنتوب» چې ډېره کليشه يي شوې ده، لنډه تبصره وکړم:
اکثره فرهنګي نارينه شنوونکي يا نقادان چې کله د يوې شاعرې پر شعر، څه ليکي، تر هر بل اړخ يې، ډېر پام/فوکس پر ښځمنتوب کړی وي.
دوی په شعرونه کې هغه توري او ظرافتونه لټوي/څېړي چې د دوی په فکر، ښځمن وي.
يا هم له اوسنيو شاعرانو نه د څو سوه کالونو پخوانيو لنډۍ، غاړو يا نارو پنځونکو توقع کوي.
که په شعر کې جنيستي، ظرفيتونه او ظرافتونه ولټول شي يا وڅېړل شي، مؤثره نقد به نه وي ځکه يوازې به شاعري، پر جنسيت ووېشي البته دا چلند، هېڅ هنريت هم نه لري.
د ښځينه شاعرانو شخصيتونه، مېشت ځايونه، دؤر، کورنی او ټولنيز ژوند، يو له بله ډېر متفاوت دي. که د پښتو ژبې ښځينه شاعري يوازې پر دوديزو مسايلو مختصره کړو، د دوی د نوښت او پرمختګ مخه به په ټپه ودروي.
همدارنګه که په شعر کې پر ښځينه انځورونو ډېر تاکيد کيږي، دا هم هغه زړې خبرې او ارزونې دي چې يوازې د يوې طبقې ليکوالو يا نقادانو د ليدلوري هنري تنده به ښايي خړوبه کړي.
د يادولو وړ ده چې د يادو فرهنګي نارينو همدې کليشه يي چلند، د ډېرو ښځينو د شاعرۍ لاره هم ستونزمنه کړې هم ده.
که چيرې شعر آسانه او ساده تعريف کړو او ووايو چې «شعر يو الهام دی»، الهام شاعر/ې ته يوه الهي ډالۍ/ورکړه ده ځکه شاعر/ه خپل دروني احساسات او ورځني تأثرات د شعر په ژبه بيانوي او د شاعرۍ پاېښت/دوام يې، په شعر کې زياته تجربه، مطالعه او جهان بيني ده. په دې دليل ويلی شو،
«احساس ټاکلی جنسيت نه لري.» همدارنګه شعر هم نه.
خو له ښه مرغه، ښځينه نقادانې او ليکوالې د نارينو برعکس، د دوی په شعرونو کې پر ترتوب/مردانګۍ بحث او تاکيد نه کوي. .
خو که چيرې ښځينه هم لکه نارينه يوازې د دوی په شعرونو کې نرتوب ولټوي/وڅېړي، نو د آزادۍ، هوساينې، آبادۍ، ورور/خورولۍ، د محبوبې په عشق کې ځان قربانول، ميئنې ته مينه ورکول، ښځو ته حق ورکول/درنښت کول او او… په کې وڅېړي. آيا ياد صفتونه (وياړنې او لاس ته راوړنې، ښځو ته مينه، درنښت او حق ورکول) د ټول افغانستان د تاريخ په سطح، اصلاً په نارينه شاعرانو کې شته؟
يعنې موږ به اغراق، غلو او مبالغه څېړو؟ او يا به هم دا ډول شعرونو ته شعر نه بلکه شعار يا هم ابهام وايو؟
دا چې يادې ښځينه نقادانې يا ليکوالې له هوښيارې، ډاره يا هم محافظه کارۍ نه د نارينو شعرونه د مېړانې او مردانه ګۍ له نظره نه څېړي، سم او غوره کار کوي.
له بله اړخه که ښځينه شاعراني شاعري د يادو نارينه ليکوالو او نقدانو د ذوق له پاره وکړي بيا خو مجبوره دي په شعر کې، ځانونه تلقین کړي. بايد ځانونه ډېرې مظلومې، قرباني شوې يا هم په حسن ښکلې، تنکۍ، ساده، ظريفې، په مينه کې مجذوبې، شوخکې، نارينه ته تابع او اړی تصوير کړي، چې اصلاً حقيقت نه لري. يا که خپله شاعري په دوديزه بڼه وکړي، يوازې د نکریزو، بنګړيو په شرنګ، سرو شونډو، تورو سترګو، په تبۍ او ډوډۍ، ګودر او منکي او په تللي مسافر/بل واده شوي جانان پسې ساندې، ياس او نهيلۍ وښيي، دا به هم مبالغه وي.
د پخوا زمانې شاعرانې اکثره نالوستې يا کليوالې وې چې د ژوند سطح يې، له کوره تر ګودره يا د پلار/مور تر کوره محدوده وه. ليدلوری يې په لنډيو کې لولو، چې ډېر پراخ نه و، په همدې دليل، بې نومه او بې هويته هم دي متأسفانه…
خو د اوسنيو ښځينه شاعرانو دؤر، ليدلوری، د ژوند تجربې، فکري وده، زدکړې او مطالعه، له پخوانيو، ډېر فرق لري.
د دې عصر شاعرانې اکثره په ښارونه کې زېږېدلي او يا هم رالويې شوې. ښوونځيو او پوهنتونو ته تللي، زدکړې/لوړې زدکړې يې کړي، د کور بهر کارې محيط او له خلګو سره بلدې دي، په څو ژبو پوهيږي/غږيږي، د نړۍ په سطح
ګرځېدلی او د نړۍ نور ډېر خلګ، هېوادونه، ښارونه، ځنډې او کلتورونه يې ليدلي/پېژندلي، همدارنګه نړيوال اثرونه يې مطالعه کړي دي، د پرمختګ او آزداۍ خوند يې څکلی.
دوی بېله قيد او شرطه کولی شي خپل ليدلوري او د زړه خواله په ښکلې معياري/عام فهمه ښاري ژبه، د شعر په هر قالب کې په ډېر ظرافت، وړتيا او زړورتيا سره وپنځوي.
که وخت ژبه پیدا کړه او حساب یې را شروع کړ
زموږ په حق کافر بادار به چیرته ترې پټیږي؟
خو له بده مرغه، زموږ دودپال/نرځواکه حکومتونو او ترڅنګ يې ښځپونکې ټولنه نه يوازې پر ښځينه شاعرۍ بلکه د دوی پر نورو هنري، علمي، سياسي او ټولنيزو فعاليتونو هم تل سترګې پټې، غوږونه کاڼه او ځانونه بې واکه او ناګاره اچولي.
که نه نو، نن به زموږ د وطن ښځې، په هره برخه کې د نړۍ له سيالانو سره، سیالې واې.
هغې ویل د خپل انصاف ثبوت به څه درکوم
دور یې نه دی، که نه زه به پیغمبره ومه
په وروستيو درې، څلورو کالونو کې پر هيواد اوسني واکمنو بيا مطلق د زدکړو، لوړو زدکړو، کار او په ټولنه کې د هر ډول تعليمي او فرهنګي فعاليتونو، دروازې د نجونو او ښځو پر وړاندې، بندې کړي دي. خو دا ځل ډېرې ښځې شته چې په ژبه، قلم او خپل هويت، د پښتو ژبې د ادب تاريخ ته، خپل اثرونه سپاري.
دا شاعره چې ته ګورې داسې نه ده
ځان خفه کړي خو خندا ویشي په نورو
ښه نیتي یې له تندي له ورایه ښکاري
ژوند که هر څومره را تنګه دایره کړي
ژوند به غواړي ژوند به غواړي ژوند به غواړي
زمزمه نیازۍ هم يوه له دې جملې ده، دا تکړه شاعره او ژورنالسته د خپلې دويمې شعري ټولګې «زمزمه»، زيری راکوي.
به په دې ټولګه کې د وطن د مينې او فراق ترانې، د مينې د درد او خوږلښت زمزمی، د ټولنې د ناخوالو، د نجونو/ښځو د بې وسۍ او د نرځواکه دودونو کيسې، د شعر په ژبه پنځول شوي دي.
په ما احسان د دغه ۲۹ کاله ژوند څه دی؟
نه مې ستا لاس په لاس کې ونیو، نه همدم لرمه
پر دې بې همدمې کله چې ۱۳ کلنه تنکۍ پېغله وه، لوی خدای د شعر الهام ولوروه.
تر دې دمه چې ۱۵ کالونه تېر شول، زمزمې داسې په سړه سينه، کرار-کرار، مسلسله او پخه شاعري وکړه چې د پښتو ژبې په شاعرۍ کې يې خپله پوره وړتيا وښودله او ځان يې ثابت کړ.
زمزمه نيازۍ هغه ريالسته شاعره ده چې شاعري يې خاصې ځانګړنې لري.
– دا شعر په ډېر دقت، له وخت سره سم، په شعوري توګه دومره ژور او له محتوا ډک ليکلي چې د ظرافت ترڅنګ يې په شعر کې تل پيغام هم نغښتی وي.
بېلګه:
زما د ذات د ورکولو، ناره هم شوې ده
يوه شېبه ګناه شوې، توبه هم شوې ده
ته په خپل حسن داغي کیږي مخ به نه لوڅوې
اې ته خبره نه یې دا اراده هم شوې ده
هغه وخت چې شهيده فرخنده په ډېرې بې رحمۍ، يوې ډلې شهواني او وحشي نارينو په عام مهظر کې په قتل ورسوله، زمزمې دا ښځپوونکې غميزه د شعر په ژبه انځور او د ادب تاريخ ته وسپارله.
په دې غزل کې يو ښکاره پيغام دا دی؛ (کېدای شې هر بله پېغله له همداسې ورته برخلیک سره مخ شي.)
– په شعر کې د نوی ځای، نوی حالت او نويو خبرو کارول، ساده کار نه دي.
مثلاّ: بعضو شاعرانو سمندر نه وي ليدلی يا به يې هم په شرابو ځکه نه وي کړې خو دواړه به يې شعر کې ليکي وي خو په لوستولو کې محسوسوي چې شاعر/ې د سمندر او شرابو په کلمو، هسې قافيې پوره کړې يا يې تخليلي کارولي دي.
برعکس د زمزمې په شعرونه کې تصويرونه رېښتوني او د سترګو ليدلی حال دی. رياليزم په شعر کې مراعاتول، د شعر لوړ کیفیت او د وخت سره د ارتباطي، حالت او د شاعر/ې خاص مهارت ښيي.
مثلآ په لاندې بيتونو کې:
دا شاعره چې ته ګورې داسې نه ده
د دریاب په غاړه ناسته دنګه غاړه
له څیرې یې ښه خوږه موسکا راڅاڅي
د فیسبوک له دغه عکسه که بهر وي
له غوسې نه د ژوندن بلا ته ناڅي
يا هم د غزل په بيتونو کې:
کافه، ستا دواړه لاسه هر سړی خپله کیسه کې
ته وا، په داسې وخت به سړی بل آرمان لري؟
ستا غیږه، د موټر په ښیښه شړکنده باران
دا چا ویل، چې جنت یوازې یو جهان لري
په بل غزل کي:
ما ستا د عطرو بوي، تم ځای کې بیا ناڅاپه حس کړ
ساعتونه شول چې زړه مې په یوه نفس درزیږي
– له پورتنيو بيتونو نه د زمزمې د شاعرۍ بل اړخ هم څېړلی شو چې اکثره نورې ښځينه شاعرانې يې له بيانه جدي ډډه کوي.
اما زمزمې په خپلو شعرونو کې د مينې اظهار او له ميئن سره مينه ناکې خبرې، شېبې او حالتونه، په ښکاره ټوګه انعکاس کړي دي.
«د ميئن د عطرو وږم، په تندي ښکلېدل، په کافه کې لاس نيول او ورسره ناسته او غېږه» يې ثبوتونه دي چې دې خپل دروني احساسات هېڅ سانسور کړي نه دي.
ته راځه بیا ځلي مئین شه په ما
زه به د خپل ښایست کیسه نوې کړم
ته دې بایللی حواس بیا پیدا کړه
زه به د ژوند دا دائره نوې کړم په مينه کې زمزمه د دوديزو تنګو حلقو راوتلې او تابو يې ماته کړې ده او د دې دا اعتماد پر نفس، د ځانګړې ستاينې وړ دی.
– زموږ په شعري ادب کې معمول دا دی چې د نجلۍ/ښځې انځورول، په ټولنه کې د مظلوميت، بې وسۍ يا هم ښکلا، نخرو او نازونو پر اساس بايد سمبوليک انځور شي خو دا کار بيا له بله اړخه د ښځې اصلي قوت، وړتيا او لېوالتيا محوه کوي اما زمزمې دلته هم خپل ليدلوری له کليشه يي سمبوليک
رول نه بېل ښودلی.
د خپل ښار هغه قاتل ملا ته وايه
زه له لرې د يو سپين سبا په تمه
سر له اوسه يو بوډۍ چمبه په لاس ده
موږ به يو ځای زمزمې د ازادۍ کړو
دا خبره د دې ښار د عامو خاص ده
په پورتني بيتونو کې زمزمې مستقيم ملا ته خطاب کړی، پر کړنو يې نقد او بيا د ده پر وړاندې يې سرکشي او سرښندنه هم کړې.
زمزمه يوه فعاله ژورناليسته ده او بېلې بېلې سياسي، ټولنيزې ادبي او فرهنګي خپرونې جوړوي/وياندوي يې کوي، همدارنګه له ډېرو مطرح سياسونو او نورو فعالانو سره رسنيز سياسي او ټولنيز بحثونه کوي خو دا په شعر کې خپل فکر او ليدلوری، د دندې تر تاثير لاندې نه راولي او نه هم په شعر کې ګونګه يا محافظه کاره ژبه کاروي.
زمزمې د يوې ځوانې، افغانې په صفت، خپل انساني او ټولنيز رسالت منلی او پر اوسني واکدارو او د دوی پر نرځواکه جبر او ظلم يې په ښکاره اعتراض کړی دی.
بل ځای بيا وايي:
زموږ د دور د بادار شناخت نور څه کوې خو
شپیلۍ یې ماته کړه سندره یې اعدامه کړله
يا هم:
خدایه خبر یې؟ ستا بنده د ژوند تعریف بدل کړ
د سر بدل کې یې ګونګۍ ژبه ضامنه غوښته
– همداراز زمزمه د ناژمن او ښځپوونکي ميئن په باب بيا داسې ليکي:
سترګې دې مړې کړې څه پخه وعده دې خامه کړله
څومره آسانه دې زما کیسه تمامه کړله
د بل غزل په بيتونو کې:
ستا د څیپړو با وجود به غاړه هسکه وړمه
دې مرحلې ته به رسیږي ژوند، خبره ومه
زمزمه هغه شاعره ده چې د وطن، خلګو او ټولنې په حال خبره او په ژبه يې ښه پوه ده، د شعر ژبه يې سطحي نه بلکه د عامو خلکو په تېره بيا خاصه د ښځينو ژبه ده.
د دې د شعر په ستاينه کې زه پاتې راځم، خو «زمزمه» شعري ټولګې به زمزمې د شعر ستاينه پوره وکړي.
دا واقعاً يوه بارسالته هنرمنده، برلاسې او ستره شاعره ده.
زه دې ته د دې ښکلې ټولګې مبارکي د زړه له تله وايم. همدارنګه له خدايه
ورته خوښ او له برياوو ډک ژوند غواړم.
تکرار کې بس د عشق تکرار په هر مقام منظور دی
زما خو زړه تنګیږي نور چې هر څه تکرایږي
په درنښت
آسيه محرابي
۲۰۲۵/۱۲/۶ کُلن جرمني