Homeخبرونهمسوولان: نږدې راتلونکي کې به د افغان- ټرانس د امکان سنجۍ کارونه...

مسوولان: نږدې راتلونکي کې به د افغان- ټرانس د امکان سنجۍ کارونه پیل شي

تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۳مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په یوه ټلیفوني اړیکه کي د افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزه اړیکو، سیمه ییزو همکاریو او افغان- ټرانس پروژې د پیل په اړه خبري کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لورو د کابل او تاشکند اړیکي په مناسب حالت کې بللي دي.

په ورته مهال د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې، هیواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

هغه همدارنګه په دې خبرو کې زیاته کړې چې، په نژدې راتلونکي کې به د افغان- ټرانس پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو کارونه هم پیل شي.

د یادي پروې دغه تړون د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جولای په نیمايي کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ په کابل کې لاسلیک او د تېرې فبرورۍ میاشتې په پیل کې د ازبکستان د جمهور رئیس شوکت میرضایف له خوا تصویب شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...