Homeخبرونهذ مجاهد: د پاکستان ځانګړې نظامي کړۍ پر افغانستان تجاوز کړی

ذ مجاهد: د پاکستان ځانګړې نظامي کړۍ پر افغانستان تجاوز کړی

تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۳مه ) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه د پاکستان د یوې ځانګړې نظامي کړۍ له‌خوا ترسره شوي دي.

مجاهد د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي خو ویلي یې دي چې، د پاکستان پوځ په خپل هېواد کې امنیتي کمزورتیاوې په همداسې جنایاتو جبرانوي.

ذبیح الله مجاهد داسې مهال دا غبرګون ښيي چې، تر ده وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې په اسلام‌اباد او خېبرپښتونخوا کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غچ اخیستني په موخه په افغانستان کې پر ۷ هدفونو بریدونه کړي دي.

په ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونه

په ورته مهال پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکس‌پاڼه د پاکستاني هوايي ځواکونو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې دا عمل د اسلام، ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه او جنایت دی.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان نظامي رژیم د خپلو ناکامیو او کورنیو ستونزو د جبران لپاره بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کوي او هر ځل د خپلو ادعاوو خلاف عمل کوي.
ضعیف دا بریدونه د بې‌اساسه ادعاوو یوه بېلګه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې نړۍواله ټولنه باید د بې‌ګناه خلکو د وژنې پروړاندې غبرګون وښيي.
https://taand.net/?p=265795

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...