Homeخبرونهد بشرحقونو نړیوال سازمان: پاکستان باید پر افغانستان د بریدونو په تړاو...

د بشرحقونو نړیوال سازمان: پاکستان باید پر افغانستان د بریدونو په تړاو وپوښتل شي

تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۳مه ) د بشري حقونو نړیوال سازمان (I.H.R.F) پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه بریدونه په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او په اړه یې باید خپلواکه څېړنه وشي.

دغه سازمان نن یک شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې بریدونو کي یوازې او یوازې ملکي کسان او حتی کوچنیان په نښه شوي دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې، په دې تړاو باید له پاکستان پوښتنه وشي.

ذ مجاهد: د پاکستان ځانګړې نظامي کړۍ پر افغانستان تجاوز کړی

د بشري حقونو نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې، باید د ملکي کسانو حقوقو او خوندیتوب ته درناوی وشي.

په ورته مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه هیواد باید د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي.

دفاع وزارت: د پاکستان هوايي بریدونو ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړل شي

کرزي تازه پر خپل ایکس لیکلي چې، دغه ډول بریدونه د پاکستان د ناسمو پالیسو ښکارندوي کوي او یاد هیواد باید د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او متمدنه لار خوښه کړي.

پاکستان وايي چې په افغانستان کې یې پر ۷ ځایونو بریدونه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...