Homeخبرونهپاکستان وايي چې په افغانستان کې یې پر ۷ ځایونو بریدونه کړي

پاکستان وايي چې په افغانستان کې یې پر ۷ ځایونو بریدونه کړي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۳ مه) د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت د یکشنبې په سهار په ایکسپاڼه (X) کې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې پاکستان له افغانستان سره په خپله پوله کې د «فتنه الخوارج» په نوم د پاکستاني طالبانو (TTP) او د هغوی د ملاتړو، او همداراز د اسلامي دولت – خراسان څانګې (داعش-خراسان) اووه «ترهګریز کمپونه او پټنځایونه» په نښه کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دا اقدام «په پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو له لړۍ وروسته» ترسره شوی، چې پکې په اسلام‌اباد کې پر امام باړې برید، او په باجوړ او بنو کې بریدونه او همدارشان د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې د بنو تازه پېښه شامله ده.

د اطلاعاتو وزارت په وینا:
«پاکستان کره شواهد لري چې دا ترهګریز بریدونه د ټي ټي پي له‌خوا د هغوی د افغانستان مېشتو مشرانو او تنظیموونکو په هدایت ترسره شوي دي. د دې بریدونو مسوولیت هم د افغانستان مېشتو پاکستاني طالبانو (فتنه الخوارج) او د هغوی د ملاتړو، او همدارنګه د داعش خراسان څانګې منلی دی.»

په تورخم کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول

بیان زیاتوي چې:
«پاکستان تل هڅه کړې چې په سیمه کې سوله او ثبات وساتي، خو په عین حال کې د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت زموږ تر ټولو لومړیتوب دی.»

په دې بیان کې دا هم ویل شوي چې پر دغو اووه کمپونو او پټنځایونو برید «غچ‌اخیستونکی غبرګون» و، چې د «استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او په انتخابي ډول» ترسره شوی دی.

بیان وایي:
«سره له دې چې پاکستان پرله‌پسې هڅې کړې چې د افغان طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغواړي څو د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو او بهرنیو نیابتي ځواکونو له‌خوا پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي، خو د افغان طالبانو حکومت د دوی پر وړاندې کوم عملي او جدي اقدام نه دی کړی.»

په بیان کې همداراز راغلي:
«پاکستان تمه لري او بیا ټینګار کوي چې د افغانستان موقت حکومت باید خپلې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنه کړي چې خوارج او ترهګر د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه وکړي، ځکه د پاکستان د خلکو امنیت تر هر څه مهم دی. پاکستان همدارنګه له نړیوالې ټولنې غواړي چې رغنده او مثبت رول ولوبوي او د طالبانو حکومت دې ته وهڅوي چې د دوحې تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي او د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي؛ دا کار د سیمه‌ییزې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره ډېر اړین دی.»

تر دې مخکې ځايي سرچینو د تاند په شمول بېلابېلو افغاني رسنیو ته ویلي و چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو په خوست، پکایکا او ننګرهار ولایتونو کې په بېلابېلو ځایونو بمباري کړې ده.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د بریدونو او د هغو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو په پکتیکا کې د امریالمعروف ریاست ویلي چې پر یوې مدرسې بمباري شوې ده.

په ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...