تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې ۵۲۵ میله ماشینګڼونه او توپکونه یې په تورخم کې کشف او ضیط کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دا وسلې یې داسي مهال کشف کړې چې له ګاونډي پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدې.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، دا وسلې او مهمات د راستنېدونکو افغان کډوالو په دوو موټرو کې پټ کړل شوي وو او د تورخم په دروازه کې نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ۲۷ زره مرمۍ، ۱۰ د ام–۴ توپکونه، ۱۰ لېزرونه، ۱۰ دوربینونه، ۱۷ د ټيټيکوف تفنګچې، یو کلاشینکوف او ۴۹۷ د بېلابېلو ډولونو نورې تومانچې او تجهیزات ضبط شوي دي.
طالبان وایي چې د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او پوښتنې/ ګروېږنې ورڅخه روانې دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې وسلو او مهماتو د لېږد په اړه څه نه دي ویلي.
خو په تورخم کې د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې ۳۰ کیلو سپین زر یې کشف کړي دي. هغوی نه دي ویلي چې دا سپین زر چیري وړل کېدل.
پر ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د وروستیو سرحدي نښتو او کړکېچ له زیاتېدو وروسته تړل شوې دي، او دا مهال یوازې د بېاسناده کډوالو د ایستلو او افغانستان ته د بشري مرستو د داخلېدو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.