Homeخبرونهسوپر ۸ پړاو: شدید باران د نیوزیلنډ او پاکستان سیالي لغوه کړه

سوپر ۸ پړاو: شدید باران د نیوزیلنډ او پاکستان سیالي لغوه کړه

تاند (شنبه د کب – حوت ۲مه ) د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نن ماښام پيل شي، خو پرته له دې چې یو توپ هم وغورځول شي لغوه شوه.

دواړه لوبډلو ته له دې لوبې یوه یوه نمره ورکړل شوه.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه، خو د پچې پرمهال باران پر میدان پيل وکړ ، خو د باران د دوام پرمهال لوبڅارانو د لوبې د لغوه کېدو پرېکړه وکړه.

سره له دې چې دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه، خو دا لا روښانه نه ده چې کوم ټیمونه سیمي فاینل ته لاره پیدا کوي دا به راتلونکو لوبو کې روښانه شي.

پاکستان راتلونکې سه شنبې د انګلستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي، پداسې حال کې چې نیوزیلنډ په کولمبو کې پاتې کېږي ترڅو تر دې یوه ورځ وروسته کوربه سریلانکا پر وړاندې لوبه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...