Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان پورونه تر ۱۳۸ میلیارد ډالرو واوښتل

د پاکستان پورونه تر ۱۳۸ میلیارد ډالرو واوښتل

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د پاکستان د بهرنیو پورونو کچه له ۱۳۸ میلیاردو ډالرو څخه اوښتې ده، په داسې حال کې چې پر دغو پورونو د سود ورکړه په تېرو درېیو کلونو کې تر ۸۴ سلنې پورې لوړه شوې ده.

پاکستاني رسنیو نن د دولتي اسنادو پر اساس وویل، یوازې د سود کلنۍ ورکړه له ۱.۹۱ میلیاردو ډالرو څخه ۳.۵۹ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.

د اسنادو له مخې، پاکستان پر خپلو بهرنیو پورونو شاوخوا ۸ سلنه سود ورکوي، چې پکې د نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک، اسیايي پراختیايي بانک، سوداګریز بانکونه، سعودي عربستان او چین شامل دي. تېر کال د اصل او سود په ګډون د پورونو پر کلنۍ ورکړه ټولټال ۱۳.۳۲ میلیارد ډالر لګول شوي، او خالص بهرنی پور هم ۱.۷۱ میلیارد ډالر زیات شوی دی.

د جزییاتو له مخې، پاکستان تېر کال ۱.۱۴۴ میلیارد ډالر نوی پور اخیستی، خو په بدل کې یې ۹.۷۳ میلیارد ډالر د پور اصلي پیسې بېرته ورکړې دي. نړیوال وجهي صندوق ته ۲.۱۰ میلیارد ډالر ورکړل شوي، چې پکې ۵۸۰ میلیون ډالر سود شامل و. د «نیو پاکستان سرټیفیکیټ» تر سرلیک لاندې ۱.۵۶ میلیارد ډالر (د ۱۸۸ میلیونه ډالرو سود په ګډون) ادا شوي دي.

اسیايي پراختیايي بانک ته ۱.۵۴ میلیارد ډالر او نړیوال بانک ته ۱.۲۵ میلیارد ډالر ورکړل شوي دي. سعودي عربستان ته د پور په برخه کې ۸۱۰ میلیون ډالر ورکړل شوي او د سیف ډیپازټونو پر سر ۲۰۳ میلیون ډالر سود هم ادا شوی دی. چین ته د سیف ډیپازټونو په بدل کې ۴۰۰ میلیون ډالر ورکړل شوي، چې پکې ۲۳۹ میلیون ډالر سود شامل دی.

همداراز، د یوروبانډ په برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالر ورکړل شوي، جرمني ته ۱۰۷ میلیون ډالر او فرانسې ته ۲۴۰ میلیون ډالر ادا شوي دي. د اسلامي پراختیايي بانک پور هم د ۲۷۷ میلیونه ډالرو په ورکړې بېرته ادا شوی دی.

اقتصادي کارپوهان وايي، د سود د ورکړې دا لوړه کچه د پاکستان پر مالي نظام فشار زیاتوي او که د بهرنیو پورونو بهیر همداسې دوام وکړي، نو د دغه هیواد پر ملي اقتصاد به یې جدي او اوږدمهاله منفي اغېزې پرېوزي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    په سر لیک کې ۱۳۸ملیونه لیکل شويدي
    او په اصل متن ګې له ۱۳۸ میلیارد ډالرو واوښتل!!
    کوم یو صحیح دی؟؟
    او بله خبره (پوکسټین د افغانستان څومره قرضداره دیی؟ )
    د داوود خان له وخته تر اوسسه یی څونه تجاوزونه کړی دی؟ څونه انسانان یی وژلي “افغانان/پښتانه/بلوڅ..”
    څونه نظامونه یی ړنګ کړي؟ څو ک.م خاوره یی لاندې کړیده؟،څونه داخلي اوخارجي پیسې یی کوړم ته کړي؟؟،….

  2. زموږ د وینو پوروړی هم ده کافرستان د و یني پور په وینه اخیستل کیږي. الله تعالی د کافرستان خنزیرستان دومره پوروړی کړي سي په پور کې د نواز شریف پسته لور د پنجاب رئسه بیګم رڼډۍ هم ورنه واخلي 😡🤲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...