Homeخبرونهخیبر پښتونخوا کې ځانمرګي برید ۵ پاکستاني پوځیان وژلي

خیبر پښتونخوا کې ځانمرګي برید ۵ پاکستاني پوځیان وژلي

تاند ( شنبه د کب – حوت ۲مه ) د رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا د بنو په سره‌درګه سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې، د دې برید له امله پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

رسنیو د امنیتي سرچینو په وینا لیکلي چې، یو موټرسایکل سپاره ځانمرګي بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له زغروال موټر سره ټکر کړی.

تر ټکر وروسته زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې یو لوړپوړی پوځي قومندان هم شامل دی.

د ځانمرګي برید ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي.

پاکستاني امنیتي سرچینې وایي چې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...