د تراویح لفظ په قران او حدیث کې نه دی راغلی، بلکې په روژه کې د کېدونکي لمانځه لپاره دا نوم خلکو غوره کړی دی، دا چې څنګه ورته غوره شوی دی او څه مناسبت سره لري، نو دوی وايي:
«التراويح: جمعُ ترويحة وهي في الأصل: اسمٌ للجلسة مطلقة، وسميت الجلسة التي بعد أربع ركعات في ليالي رمضان بالترويحة للاستراحة، ثم سميت كل أربع ركعاتٍ ترويحة مجازاً».(«التعريفات الفقهية» (ص55).)
ژباړه: تراویح د ترویحة جمع ده چې اصلن هرې ناستې ته ویل کېږي، نو بیا هغه ناسته چې تر هرو څلورو رکعتونو وروسته د روژې په شپو کې د ارام لپاره کېږي، په همدې ونومول شوه، وروسته مجازن هرو څلورو رکعتونو ته د ترویحه نوم غوره شو.
دا يې لغوي معنا ده، تراویح څه دي؟
«تراويحُ [جمع]: مف تَرْويحة:
1 – صلاة تؤدَّى في رمضان بعد صلاة العشاء “صلاة التراويح”».(«معجم اللغة العربية المعاصرة» (2/ 955).)
ژباړه: تراویح د ترویحه جمع ده، هغه لمونځ چې په روژه کې د ماخستن تر لمانځه وروسته کېږي، صلات التراویح بلل کېږي.
د شپې د لمانځه لپاره ګڼ نومونه کارېږي، څوک يې تهجد بولي، څوک يې قیام اللیل بولي او څوک بیا د قیام رمضان نوم ورته کاروي. پوښتنه دا پيدا کېږي چې ایا دغه نومونه د یوه لمانځه لپاره کارېږي او که مصداق يې هم بېل بېل دی؟
د تهجد په اړه ویل کېږي:
«التهجد: من تهجد: نام ليلا أو سهر، من الاضداد. صلاة التهجد: التنفل بعد النوم». («معجم لغة الفقهاء» (ص149).)
ژباړه: تهجد په شپه کې خوب او وېښېدا ته ویل کېږي، یعنې دغه لفظ له اضدادو څخه دی، صلات التهجد، تر خوب وروسته نفلو ته ویل کېږي.
قیام اللیل څه ته وايي؟
«قيام الليل: الصلاة تطوعا والذكر الليل».(«معجم لغة الفقهاء» (ص373).)
ژباړه: قیام اللیل په شپه کې لمونځ او اذکار دي.
قیام رمضان څه شی دی؟
«قيام رمضان: اتفقوا على أن المراد به صلاة التراويح.» ( «القاموس الفقهي» (ص311).)
ژباړه: قیام رمضان: فقهاؤ اتفاق کړی دی چې قیام رمضان څخه مراد تراویح دي.
له دې سره چې دوی ورته ځينې فرقونه بیان کړي دي، اما که حقیقت ته وکتل شي، د روژې او غیر روژې توپير رسول الله ص نه دی کړی، کوم عبادت چې رسول الله ص په غیر روژه کې کاوه، هغه يې د روژې په میاشت کې د شپې هم کاوه.
یوازې د قیام اللیل او تهجد توپير ځینو فقهاؤ بیان کړی دی، چې قیام اللیل عام دی او تهجد خاص، ځکه تهجد لمانځه ته ویل کېږي او هغه هم تر خوب وروسته، اما قیام اللیل په شپه کې هر عبادت ته ویل کېږي، لمونځ وي، که نور اذکار او دعاوې، تر خوب مخته وي او که وروسته، ټول په قیام اللیل کې شامل دي. د رمضان قیام الليل دوی تراویح بولي، خو زما په اند خبره دا ده چې تراویح د قیام رمضان یو جز دي، له دې پرته نور اذکار او دعاوې هم کېدلای شي، دا هم د قیام رمضان برخه دي.
یوه بله مهمه خبره دا ده چې پر الفاظو شخړه هم ښه نه ده، دغه نومونه دي، په هيڅ يوه کې هم ستونزه نه شته، تر ټولو ښه خبره د دې عبادت په اړه دا ده چې حقیقي اړخ يې روښانه شي، څه وخت کېږي، څومره کېږي، څنګه کېږي او فرض دی که سنت؟
زما په نظر وخت يې شپه ده، د ماخستن تر لمانځه وروسته بیا تر صبح صادق پوري دغه وخت دی، د څومره والي په اړه يې هيڅ لازمي و ضروري دلیل نه شته، له رسول الله ص څخه د کمیت په اړه بېلابېل روایات شته، رسول الله ص خاص تعداد د رکعتونو او نوور عباداتو نه دی ذکر کړی. له دې معلومېږي چې پر شل رکعته یا اته رکعته بحثونه بې ځایه دي. څنګه کېږي؟ دا ډېر مهم ټکی دی، خلک باید په دې ځان پوه کړي، دغه پوښتنه مهمه ده، وروسته تفصیلي بحث ور باندې کوم، د رتبې درک يې تقریبا ټولو ته معلوم دی، چې سنت لمونځ دی فرض نه دی، کول يې ثواب لري او نه کول يې هيڅ ګناه نه لري. اوس به له دې لمانځه سره تړلي ځينې احادیث را وړم چې پر دې موضوع ښه رڼا اچوي:
عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : «أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم اتَّخَذَ حُجْرَةً قَالَ: حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ مِنْ حَصِيرٍ، فِي رَمَضَانَ، فَصَلَّى فِيهَا لَيَالِيَ، فَصَلَّى بِصَلَاتِهِ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِهِ، فَلَمَّا عَلِمَ بِهِمْ جَعَلَ يَقْعُدُ، فَخَرَجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ: قَدْ عَرَفْتُ الَّذِي رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ، فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ أَفْضَلَ الصَّلَاةِ صَلَاةُ الْمَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا الْمَكْتُوبَةَ». ( بخاري، کتاب الاذان، باب صلاة اللیل ح: ۷۳۱.)
ژباړه: زید بن ثابت رض ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم (په جومات کې) له پوزي یوه خونه جوړه کړه، دا وخت روژه وه، هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، څو اصحابو هم د هغه په لمانځه پسې اقتدا وکړه، کله چې دی پرې خبر شو، نو کور کېنستی، دوی ته نه راوتی. بیا يې وویل: زه ستاسو په کار باندې خبر شوم، تاسو مې ولېداست، اې خلکو! په خپلو کورونو کې لمونځ کوئ، له فرضي لمانځه پرته د یوه کس د خپل کور لمونځ ډېر غوره دی.
په ځینو روایاتو کې دا خبره شته چې زه ځکه نه را وتم چې پر تاسو د دې لمانځه له فرضیت څخه ډارېدم:
وَلَمْ يَمْنَعْنِي مِنَ الْخُرُوجِ إِلَيْكُمْ إِلَّا أَنِّي خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ، وَذَلِكَ فِي رَمَضَانَ». ( بخاري، ابواب التهجد، باب تحریض النبي علی صلاة اللیل والنوافل ح: ۱۱۲۹.)
او زه له دې امله تاسو نه را وتلم چې وېره مې در لوده پر تاسو به فرض شي، دا کیسه په روژه کې وه.
له دې الفاظو دا فهم اخیستل چې که اصحابو او رسول الله ص په جماعت لمونځ کولای، نو فرض شوی به وای، ناسم فهم دی، د عباداتو فرضیت له دې امله نه کېدی چې خلکو به کاوه، نو الله به هم فرض کړ. د دین په برخه کې تشریع د الهي حکمت له مخې را منځته کېده، نه دا چې خلک یو څه کوي، نو به خدای هم هغه کار ورسره کوي؛ ځکه د سورت مزمل وروستي ايت د فرضيت خبره ختمه کړې ده، نو دا بهانه يوازې د ناخبره کسانو له خوا څخه وړاندې کېږي چې نه د تشريع په حکمت پوهېږي او نه روايات د قران په رڼا کې ګوري. زما په نظر د دې مجهولې صیغې مطلب دا دی چې تاسو به يې پر ځانو فرض کړئ، یا به ستاسو له دوام و همېشه توب څخه دا فهم واخیستل شي چې فرض دي، بیا به يې نور خلک حق نه شي ادا کولای، لکه قران کریم چې د نصاراوو په اړه وايي: دوی رهبانیت رامنځته کړ، بیا يې د هغه حق ادا نه کړ.(الحديد: ۲۷)
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا لمونځ د ماخستن تر لمانځه سمدستي وروسته هم نه کاوه، ځکه بيا ټول هغه کسان په خبرېدل چې د ماخستن لمانځه ته حاضرېدل، دا چې لومړی لږ کسان په خبر شوي دي، بيا وروسته ډېر شوي دي او څلورمه ورځ دومره شوي دي چې ان مسجد کې نه ځاييدل، له دې معلومېږي چې هغه لومړی خوب ورته کاوه، بيا وروسته تر خوب يې د عبادت له پاره وخت ځانګړی کاوه.
دلته هسې د یوه تصادف له مخې اصحاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه کې سره یوځای شوي دي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبر شوی دی، نو خلک يې کور ته استولي دي، ځکه تر دغه لمانځه يې د کور لمونځ بهتر دی، دا کار یوازې په روژه کې هم نه دی شوی، بلکې نور وختونه هم اصحابو له ده سره د شپې لمونځ په جومات کړی دی:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: «نِمْتُ عِنْدَ مَيْمُونَةَ وَالنَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عِنْدَهَا تِلْكَ اللَّيْلَةَ فَتَوَضَّأَ ثُمَّ قَامَ يُصَلِّي، فَقُمْتُ عَلَى يَسَارِهِ، فَأَخَذَنِي فَجَعَلَنِي عَنْ يَمِينِهِ، فَصَلَّى ثَلَاثَ عَشْرَةَ رَكْعَةً.( بخاري، کتاب الاذان، باب اذا قام الرجل عن یسار الامام… ج: ۶۹۸.)
ژباړه: ابن عباس رضي الله عنهما وايي: زه د (خپلې خاله) میمونې کره بیده شوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دغه شپه د هغې کره و، اودس يې وکړ بیا لمانځه ته ولاړ شو، زه هم ورغلم چپه لور ته يې ودرېدم، هغه زه په لمانځه کې خپل راسته اړخ ته راوستم، بیا هغه دیارلس(۱۳) رکعته لمونځ وکړ.
عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ: « صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ لَيْلَةٍ، فَافْتَتَحَ الْبَقَرَةَ. فَقُلْتُ: يَرْكَعُ عِنْدَ الْمِائَةِ. ثُمَّ مَضَى. فَقُلْتُ: يُصَلِّي بِهَا فِي رَكْعَةٍ! فَمَضَى فَقُلْتُ: يَرْكَعُ بِهَا! ثُمَّ افْتَتَحَ النِّسَاءَ فَقَرَأَهَا، ثُمَّ افْتَتَحَ آلَ عِمْرَانَ فَقَرَأَهَا. ( مسلم، کتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب استحباب تطویل القراءة في صلاة اللیل ح: ۷۷۲. د دغه روایت په متن کې یو څه ګډوډي شته، یوځای وايي چې ما فکر کاوه بقره سوره په یوه رکعت کې وايي بیا وروسته همدا خبره بېرته تکرار کړي، د حدیث اصلي متن کې د دوه رکعته یادونه ده، شارح لیکلي دي:
«”فَقُلْتُ: يُصَلِّي بِهَا في رَكْعَةٍ فَمَضَى، فَقُلْتُ: يَرْكعُ بِهَا” كذا في جميع نسخ مسلم ، وصوابه: “فَقُلْتُ: يُصَلِّي بِهَا في رَكعَتَينِ”؛ وعليه يدل قوله بعد: “فَقُلْتُ: يَرْكعُ بِهَا”».«مطالع الأنوار على صحاح الآثار» (3/ 150).)
ژباړه: حذیفه رضي الله عنه وايي چې یوه شپه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ وکړ، هغه سورت البقره شروع کړه، ما له ځان سره فکر کاوه چې تر سل ایاتونو پوري يې په کې وايي، خو دی تر سلو واوښت، بیا مې ویل: په یوه رکعت کې همدا بقره سورت وايي، اما دی تېر شو، نو ما ویل: بس يې دی، رکوع کوي، بیا ده سورت النساء شروع کړه، د هغه تر خلاصېدو وروسته يې ال عمران شروع کړ، دا يې هم خلاص کړ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دومره اوږده لمانځه څخه ښکاري چې هغه د حذیفه رض په اقتدا نه دی خبر، ځکه د شپې لمونځ کې یوازې هم وي، قراءت یو څه په زوره ویل کېږي، له دې امله يې دومره اوږد رکعت کړی دی، که خبر وای، بیا يې دومره اوږد لمونځ هيڅکله نه کاوه. د شپې لمونځ به رسول الله صلی الله علیه وسلم عمومن یوازې کاوه، نه يې خپلې میرمنې ور سره درولې او نه بل څوک، که به یو څوک تصادفن ور برابر شو، هغه ته يې څه نه ویل. په دې دوو روایاتو کې همدا خبره ده چې حذیفه او ابن عباس رضي الله عنهما همداسې ور پېښ شوي دي، د روژې میاشت هم نه ده، له دې معلومېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لمونځ ټول کال کاوه، روژه او غیر روژه يې نه کته، جماعت يې په روژه او غیر روژه دواړو کې ثابت دی، نو یوازې روژه د دې لپاره حتمي انتخابول او بیا يې لازمي کول، زما په نظر سهي کار نه دی، که څوک يې کوي، ودې کړي، ټول کال يې کوي که یوازې روژه، د هغه خپله خوښه ده، کور يې کوي، که جومات کې، هم پروا نه لري، اما لازمي يې بلل، یا هم څوک چې يې نه کوي، هغه ګمراه یا ګنهګار بلل، ناسم کار دی.
دغه لاندې روایت د روژې او غیر روژې په اړه ډېر ښه وضاحت ور کړی دی:
عَنْ أَبِي سَلَمَةَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ أَنَّهُ أَخْبَرَهُ «أَنَّهُ سَأَلَ عَائِشَةَ رضي الله عنها: كَيْفَ كَانَتْ صَلَاةُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فِي رَمَضَانَ؟ فَقَالَتْ: مَا كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَزِيدُ فِي رَمَضَانَ وَلَا فِي غَيْرِهِ عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً، يُصَلِّي أَرْبَعًا، فَلَا تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي أَرْبَعًا، فَلَا تَسَلْ عَنْ حُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي ثَلَاثًا. ( بخاري، ابواب التهجد، باب قیام النبي صلی الله علیه وسلم باللیل في رمضان وغیره ح: ۱۱۴۷.)
ژباړه: ابو سلمه بن عبد الرحمن ویل: له عائشې رض پوښتنه وشوه چې روژه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ څنګه و؟ دې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم په روژه او غیر روژه کې تر یوولس رکعته لمونځ نه اضافه کاوه، یوځل به يې څلور رکعته کول، د ښه والي او اوږدوالي پوښتنه يې مه کوه، بیا يې څلور کول، د دې د غوره والي او اوږدوالي پوښتنه هم مه کوه، بیا به يې درې رکعته کول.
دا د عائشې رض معلومات دي، ښايي رسول الله صلی الله علیه د عائشې رض په کور کې همداسې لمونځ کړی وي، اما د نورو په کور کې يې تر دې زیات لمونځ کړی دی. د ابن عباس رض په روایت کې ۱۳ رکعته لمونځ دی، چې دوولس رکعته يې دوه دوه کړي دي او یو يې جلا کړی دی څو ټول لمونځ وتر کړي. (مسلم کتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب الدعاء في صلاة اللیل وقیامه ح: ۷۶۳: فَصَلَّى رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ أَوْتَرَ.)ځکه د شپې د لمانځه طریقه همداسې ده چې دوه دوه رکعته کېږي، په حدیث کې دي:
عَنِ الزُّهْرِيِّ قَالَ: أَخْبَرَنِي سَالِمُ بْنُ عَبْدِ اللهِ: أَنَّ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: «إِنَّ رَجُلًا قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، كَيْفَ صَلَاةُ اللَّيْلِ؟ قَالَ: مَثْنَى مَثْنَى، فَإِذَا خِفْتَ الصُّبْحَ فَأَوْتِرْ بِوَاحِدَةٍ». ( بخاري، ابواب التهجد، باب کیف کان صلاة النبي، ح: ۱۱۳۷)
ژباړه: زهري ویل: ما ته سالم بن عبد الله خبر راکړ چې عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ویل: یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: د شپې لمونځ څنګه کېږي؟ ده ویل: دوه دوه رکعته، کله چې پر صبح صادق وډار شې، نو یو رکعت د طاق والي لپاره ورسره وکړه.
د حدیثو په ټوله ذخیره کې تر کتلو وروسته یو کره روایت همداسې نه شته چې وښيي تراویح کې د قران کریم ختم یو بېل سنت عمل دی، قران کریم عمومن په ټولو لمنځونو کې ویل کېږي، خو په یوه روایت کې نه دي راغلي چې پلاني لمانځه کې د قران کریم ختمول سنت دي، قران په کې ویل ثواب لري، اما د سنتیت لپاره يې هيڅ ثابت دلیل وجود نه لري.
یو شمېر خلک دا خبره کوي چې تراویح نفلي لمونځ دی سنت نه دی، اما دا خبره هسې د شخړې لپاره کېږي، کوم کار چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي، همدې ته فقهاء سنت وايي، دا لازمي نه ده چې د سنت لفظ په قران یا حدیث ورته ثابت دی که نه؟ هسې خو موږ عربي کې لمانځه ته صلات وايي، بیا د دې لپاره څه دلیل شته چې موږ يې لمونځ بولو؟ اصطلاحاتو کې ستونزه نه شته، نه اصطلاح را منځته کول په دین کې بدعت بلل کېږي، دا یوازې یو نوم دی، خلک یو شی په پېژني، نه دا چې د دې نوم په یادولو ثواب ور کول کېږي یا هم تقدس لري، نوم په خپل ذات کې تقدس نه لري، دا چې کوم شي ته کارېږي، د هغه له امله يې تقدس اخیستی دی. نو پر دې لفظ شخړه کول چې تراویح سنت دي که نوافل، بې ځایه او بې معنا خبرې دي. نوافل ټول هغه لمنځونه دي چې له فرضي لمنځونو ماورا دي؛ ځکه نفل زائد ته وايي، دغه لمونځ هم پر فرضو اضافه دی، له دې امله نفل بلل کېږي، دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی، فقهاء د همدې کار لپاره د سنت اصطلاح کاروي، نو تراویح هم سنت دي او هم نفل. دا دوه الفاظ نه سره ټکر دی او نه یو له بل سره شخړه کوي، دا هيڅ ستونزه نه لري چې یو شی دې هم سنت وبلل شي او هم نفل. بل دا چې مهم د یوه شي حقیقت دی، نوم او الفاظ ورته کارول مهم نه دي، نفل يې څوک بولي که تطوع، که سنت، دا هر لفظ د دې لمانځه حقیقت نه شي بدلولای، تمرکز باید پر حقیقت وشي نه پر نوم یا اصطلاح او سطحي خبرو!!!
۲۰۲۴/۳/۱۵
اهل تسنن به نمازهای مستحبی شب های ماه مبارک رمضان، نماز تراویح می گویند که ۲۰ رکعت است. البته عده ای در مقدار رکعات نماز تراویح اختلاف دارند که ۲۰ رکعت است، ۱۱ رکعت یا ۱۳ رکعت که برخی گویند در زمان پیامبر ۱۱ رکعت بود ولی آنچه مسلم است بعد از عهد عمر، مردم آن را ۲۰ رکعتی می دانند.[۱]
در تاریخچه این نماز در کتاب های معتبر اهل سنت چنین آمده است: رسول گرامی اسلام (صلی الله علیه و آله) فرمود: هر کس در شب های ماه رمضان از روی ایمان، نماز مستحبی را بخواند [که در اصطلاح اهل تسنن تراویح گفته میشود] گناهان شان بخشیده می شود. مردم نماز تراویح را فرادی می خواندند و در زمان خلافت ابوبکر و اوائل خلافت عمر نیز چنین بود تا اینکه روزی عمر دید مردم هر کدام در یک قسمت مسجد فرادی نماز مستحبی می خوانند، گفت: این مردم اگر با جماعت بخوانند بهتر می شود! پس عزم این کار را کرده و آن ها را جمع نمود و گفت: به ابی بن کعب اقتدا کنید. شب دیگر وقتی مردم را دید که نماز تراویح را با جماعت می خوانند، گفت: «این بدعت، بدعت خوبی است.»[۲]
سوالات ما
در باره به جماعت خواندن نماز تراویح که از بدعت های عمر بن خطاب محسوب می گردد سوالاتی مطرح می شود که باید پاسخ داده شوند:
۱. از روایات و گفتار علمای اهل تسنن معلوم می شود که خود آن ها نیز خواندن نماز تراویح را به جماعت جایز نمی دانند چنانکه بیهقی از علمای بزرگ اهل سنت در روایتی می آورد: رسول خدا (صلی الله علیه و سلم) فرمود: بهترین نماز غیر از نمازهای واجب این است که در خانه به طور فرادی خوانده شود. باز می نویسد: کسی از ابن عمر پرسید: آیا نافله رمضان [نماز تراویح] را به کسی اقتدا کنم؟ گفت: قرآن خوانده ای؟ جواب داد: بلی. ابن عمر گفت: امثال تو به الاغ می مانند! نماز را تنها و در خانه بخوان.
باز نقل می کند: عبدالله بن عمر نمازش را تنها در خانه می خواند و وقتی مردم از مسجد می رفتند به مسجد رسول الله (صلی الله علیه و سلم) می آمد و به تنهایی نماز تراویح می خواند.[۳]
بیهقی در مقدار رکعات نماز تراویح نیز آورده است: پیامبر اکرم (صلی الله علیه و سلم) در شب های ماه رمضان ۲۰ رکعت نماز تراویح را به طور فرادی و بدون جماعت می خواند.[۴] اهل سنت با این روایات چه معامله ای می کنند و چرا در برابر این روایات قرار گرفته و فقط به گفته عمر عمل می کنند؟
2. مگر خود عمر نگفته که به جماعت خواندن نماز تروایح بدعت است پس چرا عمر باعث به وجود آوردن این بدعت شده است و چرا اهل سنت از این بدعت عمر پیروی می کنند؟
3. بدعت، بدعت است خوب و بد ندارد. چرا و به چه دلیلی عمر گفت که خواندن نماز تراویح به جماعت بدعت خوبی است؟ آیا این سخن عمر مانند این نیست که کسی بگوید فلان گناه خوب است و فلان گناه بد است؟
۴. ابن حجر عسقلانی از علمای اهل سنت می نویسد: اینکه عمر گفت: این بدعت خوبی است سخن درستی نیست؛ زیرا بدعت را نمی توان به بدعت ممدوح و مذموم تقسیم نمود. بلکه هر بدعتی نشانه گمراهی و سوختن در آتش جهنم است.[۵] آیا باتوجه به این سخن ابن حجر عسقلانی عمر بن خطاب پیروان خود را به سوی گمراهی سوق نداده است؟
۵. ابن حجر در مقدار رکعات نماز تراویح می گوید: با توجه به روایات مختلف که آن را ۱۱، ۱۳ و ۲۰ رکعت می داند معلوم می شود نماز تراویح با روش امروز که اکثر اهل سنت بر او اتفاق نظر دارند بدعت است و در زمان رسول الله (صلی الله علیه و آله) نبوده و این نمازی است که عمر آن را به وجود آورد و مردم در آن اختلاف دارند که با جماعت خوانده شود یا فرادی و ما میگوئیم این بدعتی در اسلام است و آنچه بهتر است همان است که در عهد رسول الله (صلی الله علیه و آله) بود و عمر هم نگفت این سنت پیامبر است بلکه گفت: بدعت است، و این یعنی مخالفت با سیره پیامبر اسلام (صلی الله علیه و آله) .[۶]
ابن حجر که خود سنی مذهب است کار عمر را مخالفت با سیره پیامبر اسلام (ص) دانسته است؛ آیا اهل سنت پاسخی در برابر این سخن ابن حجر دارند؟
نویسنده: حر
پی نوشت ها
[۱] . المبار کفوری، تحفه الاحوذی فی شرح الترمذی، ج ۳، ص ۴۴۰؛ رافعی، عبد الکریم؛ فتح العزیز، ج ۴، ص ۲۶۵.
[۲] . بخاری، محمد؛ صحیح البخاری. ج ۲، ص ۲۵۲؛ عسقلانی، ابن حجر؛ فتح الباری، ج ۴، ص ۲۱۸؛ ابن حیان، محمد؛ صحیح ابن حیان، ج ۶، ص ۲۸۵.
[۳] . بیهقی، احمد؛ السنن الکبری، ج ۲، ص ۴۹۴.
[۴] . همان.
[۵] . عسقلانی، ابن حجر؛ سبل الاسلام، ج ۲، ص ۱۰ و ص ۱۷۴.
[۶] . عسقلانی، ابن حجر؛ سبل الاسلام، ج ۲، ص ۱۰ و ص ۱۷۴.