پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+پښتو ادب، سوریالیزم او دا شعر (لمر وهلې تنده) اسدالله بلهار

پښتو ادب، سوریالیزم او دا شعر (لمر وهلې تنده) اسدالله بلهار

  مخکې له دې چې د سوریالیزم د مکتب په اړه څه ووایم غواړم په ډاګه  ووایم چې د دغه مکتب تر رامنځ ته کیدو وړاندې هم د پښتو ادب په تیره بیا لنډیو کې ډیرې داسې لنډۍ شته چې د سوریالېزم د مکتب ور سره اړیکه شته.

د سوریالیزم د ادبي مکتب ځانګړتیا خو دا ده چې د خیال، لاشعور او د شعور ترمنځ د اړیکو انځورګرې وکړي. د پښتو په لنډیو کې په زرګونو داسې لنډۍ چې د خیال، لاشعور او شعور ترمنځ د اړیکو تصویرونه په کې لیدل کیږي او د انځورګرې په خورا ظرافت او نازک خیالې تر سره شوې ده. زما په اند دا لنډۍ د سوریالیزم تر مکتب ډیرې لرغونې او عمر یې پرې زیات دی. موږ داسې نه شو ویلای چې د سوریالیزم تر مکتب وړاندې په  پښتو شاعري کې د خیال، لاشعور او د شعور ترمنځ د اړیکې انځورګرې نه وه. بلکې په پراخه پیمانه یې بیلګې په کې وي لکه دا لنډۍ
په ګودر سور سالو ښکاره شو.

ما ویل دا تورو اوبو اور واخیست مینه.
موږ وینو چې د دې لنډۍ او بلې هرې لنډۍ نقاشي تل شاعرانه وي. دلته هم انځورونه ډېر شاعرانه او خیالیګر دی، لکه “په ګودر سور سالو ښکاره شو” چې دا نو د رنګونو او حرکاتو یو خورا روښانه تصویر زموږ مخې ته ږدې.

همدارنګه “ما ویل دا تورو اوبو اور واخیست مینه ” د لنډۍ دوهمه مصرعه  هم د یو احساساتي ضدیت تصویر زموږ د سترګو په وړاندې دروي.

که چیرته پورته یاده شوې لنډۍ تر ډیره بریده مخامخ د سوریالیزم له اصولو سره په تول پوره نه وي خو انځورګري او خیال‌ یې د سوریالیزم رنګونه لري. سوریالیزم هغه هنر او ادبي مکتب دی چې د عقل پر ځای لاشعور، خیال او تناقضاتو ته ارزښت ورکوي. په دې لنډۍ کې، “اوبه” او “اور” چې په طبیعت کې یو د بل ضد دي، په خورا خیال سره یوځای شوي دي، چې د واقعیت نه هاخوا یو تصور رامنځته کوي.

      همدارنګه، “سور سالو” د مینې، احساساتو او ښکلا یو انځور دی، چې بیا د اور سره تړل کېږي، دا هم ژور او تخیلي حس بیانوي. دا ټولې خبرې هغه څه دي چې سوریالیزم یې لټوي: د عادي واقعیت څخه وراخوا تېرېدل او د خیال په نړۍ کې نوی مفکوره رامنځته کول د سوریالیزم له موخو څخه ده.

که د پښتو په لنډیو کې موږ خپل لټون او په دې تړاو څیړنو ته دوام ورکړو زه باورې یم چې ډیر نوي څه به مو د سوریالیزم له نظره د پښتو په ادب  ور اضافه کړې وي. اوس راځم د لمر وهلي تنده شعر ته چې د سوریالیزم له اصولو سره څومره اړخ لګوي، دا شعر د پښتو ژبې د منلي شاعر، ادیب استاد کمال الدین مستان صاحب دی. لومړی شعر

لمر وهلی تنده

ــــــــــــــــــــــــــــ

یوغړپ خوب پسی می سترګی هره شپه

د شپوتړلی دروازی ټکوی

خو دواړه تش لاس بیرته راګرځی

پیړی وشوی

چی می سترګی کله هم سره ورغلی نه دی

خوب به څنګه راشی

زه چی هره شیبه ددنګو دنګو هیلو جنازی خښوم

ایله همداشیبه می

دسرو اوښکوپه ځوانیمرګو څاڅکوسرکیښود

نومه ویښوه

ما دخیال له درانه خوبه ځنی مه ویښوه

کنه داسی به دی ټوله په سرواړوم چی څاڅکی به دی هم چرته درپاتی نشی

دلمروهلی مینی تنده خو همدی ته وایی

مه ویښوه ګرانی !

ما دخیال له درانه خوبه ځنی مه ویښوه .

*****
د سوریالیزم اصولو او مفاهیمو ته په کتو، دا اړینه ده چې شعر باید د سوریالیزم د څرګندتیاوو لکه په خیالونو تکیه، د منطقي او حقیقي نړۍ څخه جلا کېدل، یا د ذهن د لاشعوري برخې څرګندونو توکې ولري.

د مستان صاحب په دې شعر کې، د سوریالیزم د مکتب له اصولو سره سم رنګونه تر سترګو کېږي، د بیلګې په توګه په شعر په ډېر خیال او په تخیلاتو ټینګار شوي او د شعوري او لاشعوري نړۍ ترمنځ یو لړ اړیکې راڅرګندوي.

په ځانګړي ډول، په شعر کې د خوب او ویښتیا مفاهیم سره ترکیب شوي، چې د سوریالیزم هنر په اساس د انسان د لاشعور څرګندونه کوي. له بلې خوا د خیال او احساساتو د د اسې ژورو استعارو نښې پکې  وینو چې د انسان داخلي حالاتو انځور زموږ په وړاندې ږدې کوي. لمر وهلی تنده شعر له نورو بعدونو او اړخونو هم  د سوریالیزم ځانګړنې لري زه به یې په ځینو جزیاتو خبرې وکړم:

۱ـ د خوب او خیالاتو مفهوم:

د مستان صاحب په ډیرو شعرونو هر وخت نوی مفاهیم لیدل کیږي . داسې لوستونکی هم یوه ښه شیبه خیل کولو ته اړ باسې .په دغه شعر کې هم د “یوغړپ خوب ”  خبره د خوب او تصور یو ګډ او ترکیبي تصویر وړاندې کوي. . موږ وینو چې په دغه شعر کې شاعر له یو لړ محدویتونو سره مخ دی چې دا د لاشعور د ترکیب یوه نښه دی او د ا د سوریالیزم د مکتب ځانګرتیا ده.

۲ـ د شعوري او لاشعوري نړۍ اړیکې:

د “خیال له درانه خوبه” د ا اصطلاح د انسان په لاشعور کې د ژورو حالتونو نښه ده. دا د حقیقت او تخیل ترمنځ نازک والی را په ګوته کوي. کله کله موږه په خپلو خبرو کې هم د خیال له خوبه د راویښیدو خبره کوو. یا دا هم وایو: خیالي دنیا مې جوړه کړې وه. یا … خیالي دنیا یې را ورانه کړه. مستان صاحب د لوستونکی په لا شعور کې هغه څه را یادوي چې موږه له حرکت نه باسی لکه خوب.

۳ـ د احساساتو استعاره:

“د سرو اوښکو په ځوانیمرګو څاڅکو سر کیښود” د ا حالت نو د احساساتو تل ته د ورتګ او د هیلو د له منځه تلو اومړینې  انځورونه د لوستونکی مخ ته ږدې. او د استعارې په ژبه داسې انځورګرې د نازک خیاله شاعرانو لکه کمال الدین مستان صاحب د وس او توان خبره دی چې په شعرونو کې یې داسې استعاری پریمانه موندله کیږ ي. که ښه ځیر شو په شعرونو کې د دا سې تصویرونه کښل د انسان په د ننه کې د شته دردونو، ویرونو، غمونو او کړاوونو په حالاتو باندې را چورلي او د انسان د دننه دردونو انځورګرې د ډیرو لږو کسانو په وس کې وي یعنی دا چې د هر چا کار نه وي. د خوشحال بابا خبره
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه

۴ـ له حقیقت څخه ورهاخوا ته:

په یاد شوې شعر کې د ” زه چی هره شیبه د دنګو دنګو هیلو جنازی خښوم” کلمات هم هیښونکی انځور د لوستونکي مخ ته ږدې، وینو چې هیلې فزیکې شتون نه لري. کوم څه چې فزیکې شتون ونه لري ځښوم به یې هم زما په نظر له حقیقت نه ورهاخوا خبره وي. چې دا بیا له شعور سره په ښکاره ډول یو  جلاوالی او بېلتون څرګندوي او خبره لاشعور ته رسیږي. دا هم هغه څه دی چې د سوریالیزم یوه بنسټیزه غوښتنه ده.

د مستان  صاحب په یاد شعرکې  د انسان د ننه نړۍ ته سفر شوی. د انسان پټ، احساسات، په خپله د لاشعور څرګندونه کوي د مستان صاحب په شعرونو کې د خیال او بیا یې انځورګري دومره په دقت او قوت کې ښکاریږي چې ساری یې د څو ګوت شمیرو شاعرانو په شعرونو کې لیدلای شو.اوبس. .. خپلې خبرې په دې دعا سره پای ته رسوم د دردمن وطن شاعره ډیر عمر دې په نصیب شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب