لنډه د حوزې امر له عمره پوخ ، وچ کلک، ډنګر سړي ته وکتل، ورو يې وويل:
ـ د حاجي صاحب په خبرو کې څه وايې؟
ډنګر سړي په سړه سينه وويل:
ـ د حاجي صېب يوه خبره هم چپه نه وه. سم وايي، لوڅ، لپړ، ان نېکر مې هم نه وي اغوستی، د همدې له پاره مې د کور وال د خسر کره ولېږل، پوره يوه هفته کار ته نه يم تللی. .
زاړه سړي مېز ته سوک ورکړ، سترګې يې رډې را وختې:
ـ امر صېب وادې ورېدل، دا لوچک ټکی شرم نه لري.
د امر ټنډه تروه شوه، ډنګر سړي ته يې وکتل:
ـ په سد يې؟
سړي پر دېوال را ځړېدلي ساعت ته سترګې ور واړولې، ويې ويل:
ـ يولس بجې او دوه ويشت دقيقې. ټک، ټک، ټک…وګورئ، ثانيه ګر شلو ته ورسېد.
امر ته يې وکتل:
ـ وپوهېدې! عاقل او بالغ يم.
امر خوله خبرو ته جوړوله چې بوډا وار ړومبی کړ:
ـ ډېرې د سپي سترګې دي دي.
امر وويل:
ـ حاجي صاحب! د توهين حق يې نه لرې.
بوډا په لړزانده غږ وويل:
ـ امر صېب! باور وکه، د کور ښځې مې په خپل کور کې دوهم او درېيم منزل ته په پټو سترګو خېژي، دا پست شرم نه لري، ټوله ورځ لوڅ، لغړ پروت وي.
ډنګر سړي وويل:
ـ ستا په کور کې خو نه يم پروت، خپله حويلۍ مې ده.
بوډا لکړه پورته کړه، امر يې لړزانده لاس ونيو، بوډا کېناست، په غريو کې يې وويل:
ـ خدای دې ټک له ټکه که. لوچک انسان يې، زړه دې راکې خوړين کړ.
سړي ورو وويل:
ـ خدايکه لوچک يم، په ياد دې دي، کور دې جوړاوه، ننواتې درغلم، نه دې منله، ګاونديان مې درته را ټول کړل، خواست مې درته وکړ چې حاجي صېب، خپله ځمکه دې ده، درې نه، لس منزله کور جوړ که، خو د خدای روی ومنه، هر څوک ناموس لري، د شا له خوا دومره لويې کړکۍ مه راته پرېږده. زما کور ترې لاندې دی، خو تا نه وړه، نه راوړه، راته ودې ويل چې لاس دې خلاص.
کور دې جوړ کړ، درې منزله زينو ته دې له سره تر بره سپينې شيشې ونيولې، د شا د کوټو ټولې کړکۍ دې زما د کور خواته پرې کړې.
بيا درغلم، درته ومې ويل چې اوس خو کار له کاره تېر دي، خو خير، دا شيشې خو يې بدلې که. تا راته وويل چې ګلداره شيشې دهليز او کوټو ته رڼا نه راپرېږدي. زړه مې، خپل کور مې دی.
ډنګر سړی غلی شو، حاجي ته يې وکتل، د بوډا سر ځړېدلی و.
سړي سړه ساه وايسته، ورو يې وويل:
ـ يواځې ته ناموس لرې، نور يې نه لري. اوس نو زما هم خپل کور دی، خدايکه يې را باندې بله کړې، تر هغو به لوڅ، لپړ، په خپله چوتره کې لمر ته پروت يم چې د خپل کور کړکيو ته خښتې ونه نيسې. بس! همدومره!
پای