جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبخالد ریحان ببری او غړوندي| مدو نایاب

خالد ریحان ببری او غړوندي| مدو نایاب

خالد ریحان ببری د پښتو ژبې او ادب هغه ګل دی چې د پکتیکا ولایت د سروضې په ولسوالۍ کې راټوکیدلی دی.
ببری په شاعري کې یوه بې ساري څېره ده چې د شعر د هر ډول د لیکلو توان او وړتیا لري.
ببری د غزلونو یوه ټولګه لري د (وراباڼي) په نوم او له هغې سره سره د څلوريزو یوه ټولګه د (غړوندي) په نوم لري.
د خالد ریحان ببري ټوله شاعري له کلیوال رنګ او خونده ډکه ده.
او په څلوریزو کې یې کلیوال رنګ دومره زیات دی چې په پښتو ادب کې یې په دومره کلیوال انداز کې ساری کم لیدل کېږي.
ببري په خپلو څلوریزو کې د کلیوالو سیمو کارونه،دودونه او ژوند داسي انځور کړی چې په ویلو سره درته حتماً د خپل ژوندانه یوه پیښه او صحنه در یادېږي او دا در یادوي چې که کلیوال ژوند له غربته ډک دی خو بې مزې نه دی او خوندونه هم په کې دي.
لکه ببری چې وایي:
د چم شودیاري تودې غرمې دي
برګي غوایي دي شروع قلبې دي
سیوری د ونې خرپ د ګډلي
غړپ یې مزه کړه سړې شرومبې دي
خالد ریحان ببری هم د وطن د نورو شاعرانو په شان له جنګه ستړی دی او په خپل شاعري کې یې په وطن کې د سولي ارمان کړی او له جنګه یې نفرت ښودلی دی.
لکه ریحان وایي:
زمونږ له اسمانه دغه ده برخه
کښت مو اوبېږي د جنګ له ورخه
د ژوند په ګل مو کلونه کېږي
چې را ورېږي د وینو پرخه
خالد ریحان ببری هم زمونږ د اکثره وطن والو په څېر له وطنه مسافر دی او د وطن د خراب اقتصادي حالت او بې کاري له امله په عربستان کې د مسافرۍ شپې او ورځي تېروي.
خو په بل وطن او پردېسي کې یې خپل ګل وطن په زړه ورېږي او شاعري یې د وطن له میني ډکه ده او هر وخت د وطن د لیدلو په ارمان وي.
ببری څه ښه وایي:
وطن مې ناست دی د زړه په رغولي
هیلي مې ټولي دي پرې را ټولي
لکه ماشوم مې خیال کې په مینه
غېږي ته پالي پالي ور بولي
ریحان هم د نورو شاعرانو په شان له درده شعر ته پناه وړي او خپل شعر ته په درنه سترګه ګوري او شعر د تنهایي ملګری بولي او د خپل زړه درد د شعر په لیکلو سره کموي.
لکه چې ببری وایي:
یه زما شعره زما جانانه
له ځانه ډېر یې ته راته ګرانه
که دي راکړی چېري لاس نه وای
زه به وم وړی د غم طوپانه
د خالد ریحان ببري شاعري د پښتون وطن له درده او د پښتون قام له غمه هم خالي نه ده
او په خپله شاعرۍ کې د دوی د یوالي او اتفاق غږونه کوي
او دا وایي چې یو بدن او یوه وینه ده او نه بېلېږي.
لکه چې وایي:
لر به په برو باندی خوږېږي
بر به په لرو باندي ځورېږي
دغه فطرت دی دغه رواج دی
مړوند چې مات شي غاړي ته لوېږي
خالد ریحان ببري ته دي الله ج ډېر او خوشحاله عمر ورکړي
قلم یې روان اوسه.

1 COMMENT

  1. په ګران خالد ریحان ببري چې هرڅومره ښې خبرې ولیکل شي بیاهم کمې دي

    ریحان صیب یوفطري شاعر دی شعراو خصلت یی دواړه یوشان ښکلي دي
    دخالد له شعرونوڅخه دببري اوریحان ګلونو عطرونه پورته کیږي

    خدایه بی ریحانه بې خالده او بې ببریه مو مه کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب