ګړندي ګامونه يې اخیستل په بېړه کې به يې د زینې یو پټه پرېښوده، بلې ته به يې ټوپ کړل؛ وروستۍ زینه کې يې د پښې په کېښودو سره د مور غږ واورېد.
- نازو ورو را ښکته شه، خدای مه کړه اوس به دې لاس یا پښه خوږ شي.
نازو په وارخطایئ ځواب ورکړ:
- مورې! اوس مې په تلویزون کې خبر واورېد د کانکور پایلې اعلان شوې.
بېړه د ورور کوټې ته ننوته، د تور رنګي کمپیوټر تر مخې کېناسته. لاسونه یې رپېدل، د خپل زړه غږ يې اورېده، سترګې يې پټې کړې، غټه ساه يې واخيسته، د سترګو خلاصولو سره سم يې د کمپيوټر په پرده خپل نوم وليد، مخامخ نوم ته په چوکاټ کې لیکل شوي و: کامیاب. رشته: کمپيوتر ساینس. یوه شېبه يې په حيرانۍ ورته کتل بیا په لوړ غږ وویل:
- مورکې! زه، زه کامیابه شوم
د مور په سترګو کې له ویاړ سره يوځای اوښکې را ښکاره شوې. او ویې ويل:
- آه لورکې! خدای دې تل همداسې سر لوړې راته لره، دا ده ته خپلې هيلې ته ورسېدې.
د مور او لور خبرې د انګړ د وره غږ ور پرې کړې. نازو د کړکۍ سپينه جالۍ پرده پورته کړه، په زوټه يې وویل:
- مورې پر پلار جان مې زه زېری کوم.
د دې خبرې له پای ته رسېدو مخکې يې د دهلېز د وره په خوا منډه کړه. نازو په خپله خوښۍ کې دومره ډوبه وه چې د پلار خواشينې څېرې او وچو شونډو ته لا پام هم نشو. په موسکو شونډو يې پلار ته ستړې مشې ورکړه، لاس یې ور مچي کړل او بیا يې په ډېر ویاړ داسې لکه چې د نړۍ تر ټولو ستره فتحه يې کړې وي. وويل:
- پلار جان! زه بریالۍ شوم په لوړه نومره د خپلې خوښې پوهنځي ته.
د نازو غټې غټې سترګې وځلېدې د پلار ځواب ته په تمه وه، خو د خپلې تمې خلاف يې د پلار څېره کې خوښي او په شونډو يې موسکا ونه ليده. پلار يې سترګې ښکته نيولې وې او لاس يې د نازو پر سر کش کړ. کړپ شو په زور يې د کوټې ور پورې کړ نازو او مور يې په دهلېز کې یو بل ته په حیرانۍ وکتل مور يې وویل ته ورشه يوه پیاله چای راوړه.
مېرمن ورو د خاوند تر څنګ کېناسته سړي يو لاس خپلو سترګو ته نیولی و مېرمنې وویل:
سړيه! کلي کې څه حال و؟ مرکه څنګه شوه وراره دې د مړي له کورنۍ نه براعت واخیست؟
سړی کېناست سری یې ځړېده. ویې ويل
- مرکه خلاصه شوه د بر کلي ملک دادو د برات ورکولو پر وړاندې د بدو غوښتنه وکړه او جرګې هم ومنله.
ښځې يې خبرې ور پرې کړې .
- خو په بدو کې څه غوښته ورور خو دې لور هم نه لري
د سړي سترګې له اوښکو ډکې شوې مېرمنې ته يې وکتل وچې شونډې یې وخوځېدې.
- نازو! جرګې نازو لور په بدو کې ورته ومنله
ښځې په لوړ آواز وویل:
- داسې نشي کېدی زه مې لور نه ورکوم
اوس هېڅ نشم کوی ښځې! اوس يې نازو په بدو کې ورکړه که يې ونه منو نو تربرونه به مې د سر دښمن وګرځي.
د خاوند او مېرمنې خبرې په وره کې د پیالو د ماتېدو غږ ورپرې کړې د نازو په سپین مخ غټې اوښکي بهېدې.