دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد ښځو بانډار ګروپ مشاعره

د ښځو بانډار ګروپ مشاعره

راټولوونکې: اسیه محرابي
د سملاسي مشاعرې نېټه 2.5.2019

غزل: حسينه ګل تنها
لکه باران پرې ورېدمه خو روژه ماتېده
د شونډو جام ته رسېدمه خو روژه ماتېده

د محبت په وخت آشنا دومره ناځانه نه وم
ياره په زړه دې پوهېدمه خو روژه ماتېده

1.ومه بې وسې درتلای نشوی کني دا هم منم
چې ستا په مینه مړېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

2. نن دې وې بل رنګ کانې کړې په ځان
زه درته ډېره پسخېدمه خو روژه ماتېده
خوږه شېرزاد

3. که لاره نه ما به لاره جوړه وله درتلم
د بلۍ سرته درختمه خو روژه ماتیده
نعيمه غني

4. زه همدا اوس لمده خيشته باران په غېږ ونيوم
کنه په غېږ کې درلوېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

5. ستا آوازه وه چې راځې به زه په تمه ومه
لکه د زرکې نڅېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

6. ما به دې شونډې خامخا درنه خوړلې وې اې
له ډاره نه په شا کېدمه خو روژه ماتېده
خوږه شېرزاد

7. ستا دوزخي مینې ته دومره وم لیواله چې نن
په دې جنت ورګ‌‌‌‌‌‌ډیدمه خو روژه ماتیده
نعيمه غني

8. ستا د خمارو سترګو زور خو ډېر و شک نه لرم
په کې بې واره غرقیدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

10. تا راته دا ویل چې خوله دې راکړه زړه دې راکړه
ستا په خبره پوهیدمه خو روژه ماتیده
نعيمه غني

11. ما به له زړه نه دومره ‌‌‌‌‌‌ډير درته ژړلي وو خو
پخپلو اوښکو خوږیدمه خو روژه ماتیده
حوره سپېڅلې

12. ما به ظالم جانان ټوټې ټوټې ټوټې کړئ و
له خدايه سخته وېرېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابي

13. د سترګو جنګ کې بايلله خامخا جانانه
خو زه په تا خفه کېدمه، روژه ماتېده
منزه شهيد

14. د معشوقو تر سر مې جار کړې ټولې عشق دي زما
يوې يوې نه ځارېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

14. د چناري جانان په مینه مې قسم کړی و
زه ترې پيروته تاویدمه خو روژه ماتیده
نعيمه غني

15. ما چې دې ټولو ته کړه شا زما خو ته یادېدې
اوس چې درتلو کې ځنډېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

16. باڼه چې کښېکاږم له سترګو مې وريږي وينې
د زړه په اوښکو څېڅېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

17. هغه له نازه ډکه غيږه هغه سر په ځنګون
زړه ته ورو ورو در رسيدمه خو روژه ماتيده
هما ظفر احمدزۍ

18. څنګه ساده یې چې در ټیټه نشوم ښه مې وکړل
په ملا خو خود نه ماتېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

19. ما به وه هرې معشوقې ته يو غزل ليکلاې
له خپل احساسه شرمېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابي

20. ما ویل نن به د خپل شعر تنده پرې ماته کړمه
زه له خبر پاتېکېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

21. زه ړنگه بنگه ووم روانه مخامخ شو سره
نوره په غېږ کې ورلوېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي شينوارې

22. څنګه میینه څنګه ماته په زړګي یې کړمه
نن به اشنا ته غږېدمه خو روژه ماتېده
شېبه ګهيځ

23. چې مازديګر به شو نو ستا حسن شغلې کولې
ورته له لوږې زنګېدمه خو روژه ماتېده
عابده سپوږمۍ

24. ته وې ناروغ ما دې پوښتنه له نږدې ونکړه
زه به له تا قربانیدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

25. داسې خو نه وه چې زړګى مې درته نه تپېده
پټه په زړه کې ځورېدمه خو روژه ماتې ده
عابده سپوږمۍ

26. چې د د نيا شرمونه نه واى او چا نه ليدلى
گرده ورځ تانه تاوېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي شينوارې

27. وايي چې مینه هر انسان ته د زړه سکون شي
زه به په دا هم سوځېدمه خو روژه ماتېده
شېبه ګهيځ

28. ستا د ښايست په ليدو زه له جامه ولوېدمه
لکه مينا نسکورېدمه خو روژه ماتېده
عابده سپوږمۍ

29. یوه روژه بله غرمه بله د مینې تنده
په غرمه نه ایساریدمه خو روژه ماتیده
نعيمه غني

30. که دې لږ نور هم راکتلي واى باور لرمه
د نظر سيند کې ډوبېدمه خو روژه ماتېده
نعيمه غني

31. که مرور هم شي اشنا دا به په جار وایمه
اشنا اشنا زه ځارېدمه خو روژه ماتېده
شېبه ګهيځ

33. سهار سهار شیبې د مینې د چا وچې شون‌‌‌‌‌‌ډې
ماښام ماښام پرې خوریدمه خو روژه ماتیده
نعيمه غني

33. بهر باران ځمکې لمدې او د جانان ستونه
له اِرادې نه غورځېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي شينوارې

34. د غریبۍ یا د خانۍ پروا دې نه لرمه
د زړه په سر دې ویدېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

35. زه ووم د بام په سر ولاړه چې راويې کتل
نوره له بامه ورلوېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي شينوارې

36. ته چې د بام پر سر ولاړه وې سترګک دې وهه
له شرمه سره او شنه کېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابي

76. لکه باران، لکه شبنم چې می په زړه ورېدې
زه لکه ګل چې غوړېدمه نو روژه ماتېده
الينا بېکېتوا

38. تا سین کول ما درته هر ځلې مسیج کولو
ستا خاموشۍ ته ځورېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

39. آستا برو ساز وو چالان هم مې جانان په څنگ کې
نوره په ناز روانېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي شينوارې

40. نن په جرګه کې مې له ځانه خپل چاکليټ جوړوه
د نجونو خولو کې ژوېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

41. لا خو روژې ته دي شپې پاتې نو تا ولې ویل
چې دې په شونډو ښکلومه خو روژه ماتېده
مينا نظري

42. صنمه ستا د زلفو دم نشته ناروغه به شم
کنه مدام پرې لوبېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي شينوارې

44. د معشوقو تر سر مې جار کړې ټولې عشق دي زما
يوې يوې نه ځارېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

45. باڼه چې کښېکاږم له سترګو مې وريږي وينې
د زړه په اوښکو څېڅېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

46. تا سین کول ما درته هر ځلې مسیج کولو
ستا خاموشۍ ته ځورېدمه خو روژه ماتېده
مينا نظري

47. صنمه ستا د زلفو دم نشته ناروغه به شم
کنه مدام پرې لوبېدمه خو روژه ماتېده
مريم صافي سينوارې

48. ما ستا له پاره ثوابي روژې وختي ونېوې
کنه له لوږې مړه کېدمه خو روژه ماتېده
آسيه محرابى

1 COMMENT

  1. 6. چې د د نيا شرمونه نه واى او چا نه ليدلى
    گرده ورځ تانه تاوېدمه خو روژه ماتېده
    مريم صافي شينوارې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب