په جمله کي تر نوم وروسته راځي. لکه، احمد په کور کي دی. په دې جمله کي تر کور وروسته(کي) اوستربل دی. (څخه، نه او پوري) هم اوستربلونه دي چي په جملو کي تر نوم وروسته راځي. که د دغو اوستربلونو پر ځای يوازي کوچنۍ (ه) راوړو، د جملې په معنا کي کوم تغير نه راځي. لاندي جملې لولو. احمد له کابل نه راغی. له کور څخه تر بازاره(بازار) پوري ډېره لاره ده. تر تا پوري رسېدل د سر په بيه دي. که پورتنۍ جملې داسي شي، بې له هغو اوستربلونو هم، هغه مطلب رسوي. احمد له کابله راغى. له کوره تر بازاره ډېره لاره ده. تر تا رسېدل، د سر په بيه دي. په ځينو ځايونو کي استثنآات شته، لکه، په اوسنيو ښکلو پوري زړه مه تړه. يا په ده پوري لاس مه نيسه.
دلته که (پوري) ليري کوو(په) سربل په (پر) اوړي. داسي وايو: پر اوسنيو ښکلو زړه مه تړه. يا پر ده لاس مه نيسه. چيري چي امکان وي، هلته که د (نه، څخه او پوري) پر ځای (ه) راوړو، هم اساني او رواني ده، هم به مو د څو تورو سپما کړې وي. خو شعري ژبه داسي څه نشي زغملای. د شعر ژبه له دې ډول قيوداتو او ژبنيو مسايلو د سر غړوني حق لري. رحمان بابا په يوه بيت کي د قافيې په خاطر (سپينه سپوږمۍ) چي ښځينه نوم (صفت) او موصوف دی، په مذکر صفت او موصوف اړولی دی. د هجران په توره شپه کي زه وېرېــږم چي ئې نه وينم د وصل سپين سپوږمی (سپينه سپوږمۍ)
لولو: خبره اوستربل کې ده. ،، په جمله کي تر نوم وروسته راځي . لکه، احمد په کور کي دی،،.
زه به دا پورته غونډالې یا جملې داسې ولیکم:
په جمله کې له نوم (څخه) وروسته راځي( موخه اوستربل دۍ). لکه احمد په کور کې دۍ. دلته ،، په … کې،، چاپیرځاینیوی دۍ (دا موږتراوسهڅه نهدۍ بللی اویا زه ورسره بلدنه یم).
دا جمله بیا داسې لیکلی شو: ۱ – احمد په کورکې دي. ۲ – احمد په کور دي. ۳ – احمدکورکې دي.
په ۱ – کې ،، په …کې،، چاپیرځاینیوی، په ۲ – کې ،،په ،، سربل یا مخځاینیوی شو او په ۳ – کې بیا ،، کې ) اوستربل دۍ.
زما پهانددا ،، په …کې،، ، پر…باندې،،،،، له…. څخه،،اونوراړین یو،چې چاپیرځاینیويوبولو.
دېباندې زما پهاندبایدخبرې وشي.
لولو: ،، په دې جمله کي تر کور وروسته(کي) اوستربل دی،،.
په دې جمله کې له کورڅخه وروسته….. دۍ.
زه زموږد ټولو لیکوالانوسره پهدېهکله لږ په اخ وډب کې یم.