اجمل خټک وايي:
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼي په نس پورې تړلی شمه
خو:
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلی شمه؟
دلته په دا وروستۍ مصرعه کې (اخر)، په همدې معنا، په ورځنیو خبرو کې زیات راځي، خو دغه معنا ډکشنریو نه ده ثبت کړې.
په دریاب کې د (اخر) د لغت مخې ته لیکلي دي: (۱) په نتیجه کې پاتې، وروستو،(۲) حد، ژۍ، (۳)، قیامت، اخري وخت.»
او په پښتو- پښتو تشریحي قاموس کې چې دا کلمه د (آخر) به بڼه لیکل شوې، داسې معنا کېږي:(۱) وروستی، تر څټ، تر شا، (۲) پای، بېخ، وېخ، انجام.»
د غزلبڼ د دې بیت د (اخر) معنا هم زموږ په ډکشنریو کې نشته:
د زړه ماتې ټوټې مې ټولوم او ورته ژاړم
اخر د تا له زړه نه رالوېدلې آیینه ده
د غزلبڼ په بیت کې د (اخر) کلمه د (ځکه، ځکه چې) معنا رسوي خو د (ځکه یا ځکه چې) پوره معادل یې نه شو بللی. د غزلبڼ په (اخر) کې یوه احساسي او عاطفي معنا شته چې (ځکه) یې نه لري. د دغه بیت (اخر) موږ هغه وخت وایو چې اعتراض لرو، چې شکایت کوو او چې دردېدلي یوو.
د اجمل خټک په شعر کې د (اخر) نژدې معادل (څرنګه چې، یا، نو څرنګه چې) بللای شو، چې د غزلبڼ د (اخر) په شان د دوو جملو تر منځ د ربط د توري نقش تر سره کوي او د علت او معلول جملې سره تړي. د غزلبڼ په بیت کې شاعر د خپل زړه ماتو ټوټو ته په دې وجه ژاړي چې زړه یې د معشوقې له زړه رالوېدلې آیینه ده او د اجمل خټک په شعر کې ویناوال د ظلم په لیدلو په دې وجه اعتراض کوي چې انسان دی او انسان باید حساس وي.
د اجمل خټک د بیت (اخر) د غزلبڼ د (اخر) په شان په ربطي نقش علاوه، احساسي معنا لېږدوي او د ویناوال درد او فعان پکې نغښتی دی چې دا شی په هنري ژبه کې زیات اهمیت لري. موږ د همدې شعرونو (اخر) د قانون یا ساینس په یوه کتاب کې نه شو پیدا کولای، ځکه هلته کلمې د عاطفي او هنري مقصدونو لپاره نه استعمالېږي، خو برعکس، په شعر، کیسه، ډرامه او ورځنیو خبرو کې یې ډېر مومو. موږ شاید هره ورځ واورو یا ووایو چې: اخر ولې؟ اخر تر کله؟ په دغو مثالونو کې یې نقش او معنا (نو) ته نژدې کېږي چې د ربط توری دی او دوې جملې د علت او معلول په تار سره تړي، البته، هغه (نو) چې د احساس او اعتراض د څرګندولو په وخت یې وایو.
دلته سوال پیدا کېږي چې د (اخر) د معنا دغه اړخ ته ولې په ډکشنریو کې پام نه دی شوی؟ علتونه به مختلف وي خو یو علت یې دا دی چې هغه څه ته مو معمولا نه پام کېږي چې ورسره عادت یوو. په کور کې ممکن د دیوالي ساعت ټک، ټک ته متوجه نه شو او وایې نه ورو، ځکه ورسره عادت شوي یوو. د اجمل خټک هغه بیت مې د مکتب له وخته په حافظه کې پاته دی او په تېرو لسګونو کلونو کې شاید په لسګونو او شلګونو ځله رایاد شوی وي. دغه راز د غزلبڼ بیت راسره له مودو راهیسې په حافظه کې خوندي دی، مګر دې معنا ته نه متوجه کېدلم او دې ته مې نه پام کېدل چې د دغو بیتونو په ښکلا کې د (اخر) د بلاغت برخه کمه نه ده. تېره اونۍ مې د جرمني ژبې یو متن لوست او هلته د شلیسلیش (schlißlich) کلمه راغلې وه چې د (بالاخره) معنا ورکوي خو په هغه متن کې دا معنا ترې نه راوتله، بلکې د ذکر شویو بیتونو (اخر) ته بیخي ورته مفهوم پکې و. په دې ډول د پردۍ ژبې یوې کلمې د خپلې ژبې یوې باریکۍ ته متوجه کړم او د ساعت ټک، ټک مې واورېد.
د میزان ۲۷مه، ۱۴۰۴