جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+شا/شاه/شاته | زهير سپېڅلی

شا/شاه/شاته | زهير سپېڅلی

شاه: ټولواک، پاچا، واکمن…

شا: څټ، د مخ مقابل.
(شاه) مفرد نارينه او (شا) مفرد ښځينه نوم دی.
فقط د (ه) په کمولو او زياتولو فرق کوي، خو د يو بل پر ځای ئې بايد و نه کاروو.
په استعمال کي ئې دقت پکار دی.
له «شاه» سره نوري نژدې کلمې «شاهانه، شاهزی او شاهزۍ، شاهي کورنۍ…» دي.
د (شاه) جمع «شاهان» دي.
(شا) په (وي/ګاني) جمع کېږي. شاوي/شاګاني
په مثالونو کي ئې وګورئ!
شېرشاه سوري په هند کي نوميالی پښتون واکمن و.
ډېرو شاهانو د خپلي ظالمانه واکمنۍ د بقا لپاره د ملت پر سرونو لوبي کړي دي.
عجبه ده، چي شاه د خپلي شاهۍ لپاره غلامي مني!!!
زلفي ئې شا ته واړولې
مطلب ئې بل نه دی، خو ما ازاروينه
«د غټ ټوپ اخيستلو لپاره بايد څو قدمه شا ته لاړ شو.»
مخي ته ځمه شا ته ګورم
څه وکړم خدايه، د زړه سر مي پاته شونه
جانان په جنګ کي پر شا راغی
پر بېګانۍ ورکړې خوله پښــېمانـه يـمــه
شا ته  مه ګوره.
شاه ته مه ګوره.
(شاته) مکاني قيد دی.
احمد شاته ناست دی.
شاته کښېنه.
موټر د کور شاته ولاړ دی.
د اسیر منګل بيتونه دي.
د سترګو رپ کي سړی يوسي د وختونو شاته
خدايزده چي څه دي د دې ځينو تصويرونو شاته
چي ستا د مخ کتاب لوستلو ته وزګار نشمه
ما دي خدای مړ کړي د دي ډېرو کتابونو شاته
که چېرې د (ټولواک، واکمن او پاچا) په معنا ئې کاروو، (ه) ورکوو؛ که ئې د مخ په مقابل او د مکاني قيد لپاره استعمالوو، (ه) نه ورکوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب