‘د شطرنج دانې’ ناول مې ولوست. د موهن جو دړو ‘د مړو غونډۍ’ لرغوني ښار د غلامانو کیسه یې رایاده کړه، چې کلونه پخوا مې لوستې وه.
هغه کیسه داسې وه چې وايي، سهار وختي به یې ټول غلامان په یوه ځنځیر تړلي د خپل وخت پرمختللي ښار ته راوستل، ټول هغه کارونه به یې پرې کول، چې اشرافو نه کول یا یې نه شوای کولای او ماښام به یې په هماغه یوه ځنځیر تړلي خپلو کوټنیو ته ستانه کړل.
د ایمل پسرلي شطرنج دانې کرکټرونو او موهن جو دړو غلامانو تر منځ یوازینی توپیر دا ښکاري، چې هغوی په ظاهره هم په ځنځیرونو کې ژوند کاوه او د دې ناول کرکټرونه په ظاهره د نوې متمدنې نړۍ عصري او لوستي خلک دي، خو اصلاً د زور، بې وسۍ، برلاسۍ، هوسونو، ضرورتونو او حماقتونو په داسې جالونو کې ایسار پاتې دي، چې په ظاهره نه ښکاري او واک یې هم د نورو په ګوتو کې دی.
د جاسوسۍ د بې حسه دنیا په دې کلکه اوبدلې کیسه کې د خوځنده تصویرونو له لارې داسې ډېر څه محسوسوو، چې په ورځني ژوند کې مو ښايي تجربه کړي وي، خو ډېر پام مو ورته نه اوړي.
هر کریکټر یې داسې ترسیم شوی، چې د خپلو کړو، وړو له لارې ځان راپېژني، او د هېڅ یوه د شخصیت او قول-فعل تر منځ تضاد نه وینو.
د ناول ځینې کرکټرونه د ټولنې عام وګړي دي، چې د سازشونو له پېچلو لارو معتبر شوي، د دوی د ظاهري حیثیت او عامیانه کړووړو یو تریخ او تر سطح لاندې طنز هم رامنځته کړی دی، چې ځینې واقعیتونه د لوستونکي مخې ته ږدي.
د موهن جو دړو د غلامانو کیسه هم تر تاریخي حقایقو زیاته خیالي داستان معلومېږي او د شطرنج دانې کیسه رازده کوي، چې فکشن کې هم تاریخ تکرارېږي.
د زر او زور له لارې د انسانانو د غلامۍ، جاسوسۍ او خپلو ګټو لپاره د نورو له ژوند سره د لوبو داستان خورا لرغونی دی او تر څو چې د کمزورو له زورورو سره ګزران وي، د استحصال دا لړۍ به هم روانه وي.
د دې ناول یوه ځانګړنه له نورو وطنونو سره د راوي بلدتیا هم ده. مثلاً کیسه د برېتانیا او پولنډ تر ښارونو پورې غځېدلې او د خیالي تصویرونو پر ځای واقعيت نژدې ښکاري.
هغه څه چې په دې ناول کې زما ډېر خوښ شوو، د راوي په محسوساتو کې د لوستونکي شریکول دي.
زما په خیال د کرکټرونو ترسیم به دومره سخته چاره نه وي، خو د کرکټرونو احساسات له لوستونکي سره شریکول عالي هنر دی، چې د پسرلي صاحب په دې ناول کې ترې لوستونکی بې برخې نه پاتې کېږي.
ډېره ښه لیکنه ده. لیکوال برلاسی ښکاري خو په کار ده چې د لوستونکي د قناعت ترلاسه کولو او پر خپلې لیکنې د باور زیاتولو لپاره مثالونو ته هم تم شي.