جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

 لیکوال: محمد محق

دیني فکر د زمان له بستره د مکان تر ډګره

څرنګه چې هر عصر ځان ته داسې ځانګړنې لري چې له نورو عصرونو یې بېلوي او په هر عصر کې تولید شوی دیني فکر لږ یا ډېر د هماغه عصر له مهمو پوښتنو او اړتیاوو سره سمون لري، هماغسې مکان او فرهنګي – جغرافیايي شرایط هم دیني فکر پر داسې لوري بیايي چې له اړتیاوو او واقعیتونو سره یې متناسب وي.

څرنګه چې په مخکیني مبحث کې ورته اشاره وشوه، دا قاعده په ځانګړي دین پورې مختصه نه ده، بلکې ټول ادیان رانغاړي او په دې جمله کې اسلام هم په خپل تاریخ کې پر همدې لاره تېر شوی دی.

اسلام په جغرافیايي لحاظ د عربستان له ټاپووزمې راپورته شو خو مخاطبان یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټول انسانان وو. د عربستان ټاپووزمې د جغرافیایي شرایطو او فرهنګي وضعیت په لحاظ داسې ځانګړنې درلودې چې دا سیمه یې له نورو سیمو او هېوادونو بېلوله.

هغه لومړنی نسل چې د اسلام د پیغام مخاطب شو، ټول د عربستان په ټاپووزمې پورې اړه درلوده او د ژوند سبک یې د هماغه سیمې د شرایطو او فرهنګ محصول و. د اسلام پیغام سره له دې چې تل پاتې و او په سیمو پورې نه محدودېده خو په ځینو برخو کې هماغه خاص وضعیت ته معطوف و او د مخاطبانو د هماغه نسل د ژوند ظرفیتونه یې په پام کې نیول.

څو لسیزې وروسته چې اسلام نورو براعظمونو ته لاره ومونده او د لویو امپراتوریو خاورې یې فتح کړې او نورې فرهنګي حوزې د اسلام له قلمرو سره یوځای شوې، مسلمانان له نویو واقعیتونو او نویو شرایطو سره مخ شول چې د ژوند په ځینو ډګرونو کې یې د عربستان د ټاپووزمې له شرایطو سره عمده توپیر درلود.

په دې شرایطو کې د مسلمانانو مخې ته ګڼې عملي او نظري پوښتنې کېښودل شوې. په همدې وجه له صحابه وو رانېولې تر راوروسته نسلونو پورې د وخت عالمانو اجتهاد ته مخه کړه او په خپلو نظري هڅو سره یې دې ته لاره هواره کړه چې دیني فکر له موجودو شرایطو سره توافق پیدا کړي.

د عربستان د ټاپووزمې او د نورو سېمو ترمنځ فرهنګي توپیرونو د ځینو صاحب نظرانو لپاره یو ډول ابهام رامنځته کړ، دوی د ټاپووزمې فرهنګ اصل وګاڼه او له نورو مسلمانانو یې وغوښتل چې خپل د ژوند سبک پرېږدي او د عربستان د خلکو د ژوند سبک ته واوړي. سلفي تګلاره تر ډېره بریده همداسې ده چې د دین د تل پاتې چارو او د دین د لومړنیو مخاطبانو د ژوند په سبک پورې د اړوندو چارو تر منځ پوله په پام کې نه نیسي.

دغه فکري تمایل سره له دې چې د ټاپووزمې په پولو پورې منحصر پاتې نه شو او د اسلامي نړۍ په نورو سیمو کې یې هم پلویان وموندل خو د اسلامي ژوند لپاره غوره او ایډیال سبک یې، هماغه سبک ګاڼه چې د وحي د نزول په شرایطو کې په هماغه سیمه کې رواج و. په همدې خاطر، هر متفاوت وضعیت ورته ناسم ښکاري او د بدلولو فتوا یې ورکوي.

په مقابل لوري کې، ګڼ شمېر عالمان په ځیرکۍ سره پوه شول چې د عربستان د ټاپووزمې د ژوند له ځانګړي سبک سره د وحي د نزول نزدیکت او تقارن، تصادفي چاره ده او د اسلام د ظهور په اصل کې دخیله نه ده. نو مسلمانان کولای شي په هاغه وخت او هغو شرایطو کې د دین د تطبیق له څرنګوالي یوازې په ځانګړیو ټولنیزو شرایطو کې د دین د تطبیقولو د یوې نمونې په توګه استفاده وکړي، نه د معتبرې نمونې په توګه.

د ټاپووزمې شرایط، ټولنیز فرهنګ او د ژوند سبک د ارزښت او اعتبار په لحاظ د نورو سیمو له ټولنیزو فرهنګونو او شرایطو سره هېڅ توپیر نه لري او دا ټول د انساني تجربو محصول دي او د هرې سیمې د وګړو په ذهني او مادي شتمنیو او د هغوی په امکاناتو پورې تړلي دي.

د دې لیدلوري پر اساس، څرنګه چې اسلام د ټاپووزمې په خاصو شرایطو کې د تطبیق وړ و او په ځینو برخو کې یې باید د خلکو وضعیت او د ژوند سبک په پام کې نیولي وای، هماغسې په هرو شرایطو او ټولنیزو ډګرونو کې هم کولای شو تطبیق یې کړو او ورسره د هرې سیمې د خلکو د ژوند سبک او امکانات هم په پام کې ونیسو او په هماغه تناسب اجتهادونه وکړو چې د دین مقصدونه پوره شي، بې له دې چې خلکو ته ګران پرېوځي.

د نورو فرهنګي حوزو هغو مسلمانو عالمانو چې دې نازک توپیر ته یې پام شوی و او د دین تل پاتې والی یې له ځانګړو فرهنګي شرایطو سره نه غوټه کول، ورو ورو یې د نورو اجتهادي میتودونو په تاسیس لاس پورې کړ چې د شریعت او واقعیت تر منځ د ټکر مخه ونیسي.

 د دې بهیر تاریخي مزل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له مختلفو فرهنګونو سره د دیني فکر د تعامل بڼې ته کتنه راښيي چې د دیني ژوند مختلف سبکونه او په ټولنو کې د دین د تطبیق د څرنګوالي په اړه مختلف تعبیرونه رامنځته شول او دا لړۍ تر ننه روانه ده.

په بله وینا، هغه څه چې موږ یې نن دیني فکر بولو، سربېره پر زماني عامل، د مکاني عامل او د مختلفو سیمو د بومي فرهنګونو د عامل زېږنده هم ده.

د قدیمې نړۍ په پراخو خاورو کې د اسلام خپرېدل، یعنې د اسلام قلمرو ته د مختلفو فرهنګونو ورننوتل. یوه فرهنګ ته د دې ټولو فرهنګونو راکمول ناممکن وو. دا چې څرنګه فرهنګونه د مختلفو عواملو پر وړاندې او له دې جملې څخه د دین پر وړاندې مقاومت کوي او یو مخ ورته نه تسلیمېږي، پخپله د ټولنپوهنې یو مهم بحث دی.

د فرهنګ ټینګوالی او استقامت تر هر څه زیات د انسانانو د ژوند په شرایطو پورې تړلی وي ځکه چې د تاریخي او قومي میراثونو تر څنګ، د ټولنیز فرهنګ په پیدایښت کې جغرافیايي شرایط او د ژوند چاپېریال عمده عامل دی. د فرهنګ د پیدایښت فلسفه د هوسا او ښه ژوند کولو لپاره د خلکو د اړتیاوو پوره کول دي.

فرهنګ په یوه لوی تاریخي بهیر کې رامنځته کېږي او د وګړو او ټولنې په روح او روان کې خپله بوده تنسته ځغلوي او دومره واکمني خپلوي چې هېڅ رقیب یې پر وړاندې نه شي درېدای.

کله چې دین میدان ته راوځي او غواړي خپل ځانګړي ارزښتونه په ټولنیز ژوند کې وغوړوي، دا کار په خلا کې نه، بلکې د یوه فرهنګي جوړښت په دننه کې کوي او دا هغه لوی جوړښت دی چې ریښې یې د انسان په ژورو پوړونو کې ننوتلې دي.

دین د دې وضعیت پر یو مخ بدلېدا حکم نه کوي ځکه چې دا کار نه ممکن دی، نه مطلوب. فرهنګي جوړښت په حقیقت کې د ټولنیز ژوند له نظم او انتظام سره حیاتي مرسته کوي او دین د هغه ځایناستی نه دی. څه چې دین یې غواړي او عملي کولای یې شي هغه اصلاحات دي چې فرهنګ د دین له ارزښتونو سره غاړه غړۍ کړي، بې له دې چې هر اړخیز بدلون ته یې اړتیا پیدا شي.

څه چې په دې بهیر کې پېښېږي، دوه اړخیزه عملیه ده، مانا دا چې هم دین بریالی کېږي چې په فرهنګ او ټولنیزو شرایطو کې اصلاحات راولي چې مطلوب ارزښتونه یې تحقق ومومي او هم فرهنګ بریالی کېږي چې د دین ځینې اجرايي تجربې او تعلیمات د خپلو واقعیتونو او ظرفیتونو په خم کې ورنګوي او ځینې شکلونه او طرزونه پر دین ومني.

په بله وینا، د دین تل پاتې پيغام په ځانګړي فرهنګي قالب کې ځای پر ځای کېږي چې د هماغه ځای او هماغه وخت له واقعیتونو سره سمون ولري. دلته د هستې او قشر رابطه رامنځته کېږي؛ دیني هسته په فرهنګي قشر کې ایښودل کېږي او د عیني تحقق زمینه ورته برابرېږي.

کله چې هماغه پیغام او رسالت بل ټاټوبي او بل فرهنګي قلمرو ته ځي، بله چاره نه لري غیر له دې چې خپله هسته په داسې بل قشر کې راونغاړي چې د عملي تحقق امکان ورته پیدا شي.

د دیني فکر نقش دا دی چې دا بهیر اسانه کړي او پرې نه ږدي چې د هستې ځای په ځای کېدل، له سختو خنډونو سره مخ شي. د فرهنګي شرایطو مطالعه او تحلیل او وروسته په دغه فرهنګي شرایطو کې د دین د لارښوونو د تطبیق د لارې لټول پخپله اجتهادي کار دی او یوه دوامداره او ناپایه اړتیا ده. وجه یې دا ده چې فرهنګ سره له دې چې لوی او ټینګ دی، خو خوځنده، بدلېدونکی او تغییر منونکی هم دی. البته چې دا بهیر دومره چټک او ښکاره نه دی چې په اسانۍ سره ولیدل شي.

د وګړو په جمعي ژوند کې بدلون او تحول د فرهنګ یا د هغه د ځینو برخو د بدلون او تحول سبب کېږي او دغه تحولات مسلمان متفکران او مجتهدان نویو اجتهادونو ته وربولي چې په نویو شرایطو کې د دین د تطبیق زمینه برابره کړي.

دا هماغه لاره ده چې تر اوسه پورې دیني فکر په اسلامي هېوادونو کې طی کړې ده او په ګانده کې به هم پرې لاړ شي، سره له دې چې پر دې بهیر به ځینې نیوکې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب