د امریکایانو لخوا چاپې ښې په درز کې روانې وې. داسې شپه دې قران شي، چې زموږ او پر شاوخوا کلیو کې به چاپه نه وه.
د مني موسم و، طالبان هم په کمېدو و، د کوټې(کويټې) په خوا نري نري ورکږېدل او له وطنه ورکېدل.
سهار به د لمر تر ختو وړاندې د جومات مخې ته لاړو.کلیوال سپینږیري او ځوانان به د خرولې د لرګیو له تازه شوي اور څخه چاپېر ناست و او پر بېګانۍ چاپه به یې جالبې تبصیرې کولې. چا به چاپه، چا به ټاپه او چا به څاپه بلله. بس نو چاپه نه سم د مومن خان ښامار و، هر چا يې په هکله تر خپله وسه خپل نظر په نورو منلو.
یوه خبره، چې په دغو شپو ورځو کې نوې را پیدا شوې وه، هغه د جاسوسانو خبرهوه، چې هر چا به کوله او له دې سره به یې یوه نوې ناپړیته د غميپه هکله هم کوله.
یو به چې تازه نسوار خولې ته کړي وو، سترګې به یې رډې کړې، ویل به یې؛
«تو! زی(زوی) یې مړ کړې؛ نخره غوټ غوټ(غټ غټ) وارونه یې وکړل.
بل د نړۍ له حال او احواله ناخبره به د اور له بلې غاړې را غږ کړ، چې څو شهیدان دي او څو یې وړي؟
تر دا منځ که به کوم یو نوی راغی هغه به بله نابلده پرې راشوټئ کړه؛
هغه پلانی راغلی و، ویل یې، چې د چاپې پر کور باندې دا څو شپې مخکې کوم جاسوس غمی اچولی و، خو نن یې ایله وار ورته برابر شو.د غم غمی یې کړې چې ټول ولس یې پرې سټ کړو.
نه پوهېږم چې دا غمی به لومړی چا د مجلس د خبرو نوي کولو لپاره ولس ته وړاندې کړی وي؛ خو موضوع یې جالبه وه. د دوی د خبرو او دې نامعلومو سرچینو له قوله غمی په هغه ځای کې اېښودل کېږي، چې هلته د تالیبانو تګ راتګ زیات وي. په کوم ځای چې غمی کېښودل شي هغه بیا جوړ نه پاتې کېږي، حتماً چاپه پرې لویېږي. پر کوم ځای چې چاپه وشي، هلته بیا نو حتماً انسان وژنه کېږي. د دوی په اند دا غمی په موټر، کورونو، جوماتونو او… ځایونو کې ایښودل کېږي. له حقیقته یې هغه کسان هم نه وي خبر، چې تر ټولو مخکې به یې د غمي سندره د چاپې له رباب سره یو ځای کوله: ځکه تر اوسه هېچا نه دی لیدلی چې دا غمی څنګه شی دی او څنګه رنګ لري.
دوی به دا هم پسې ور زیاتوله، چې څنګه غمی فعاله شي، بیا نو بنګنه(بېپیلوټه) پر سیمه ډېره ګرځي راګرځي. دا اوږدې او سردرد کوونکې خبرې مې د اسدالله جان خالد نویو ځوانو ګومارنو سره او د هغوی تر پایلو پورې رایادې شوې.
خالد تکړه او غښتلی مدیر دی. سره له دې چې خپله دنده په ښه شان او شوکت پر مخ بیایي، هره ورځ رسنۍ هم تعقیبوي او ورځني حالت هم له بېرونه څاري.
د ده یوه ځانګړنه دا د چې د تلویزیون په پرده یې کومه د کار او ځیرکه مدیره(!) نطاقه، خبریاله یا بله کومه یوه خوښه شي؛ سمدلاسه غمی پرې واچوي او دا غمی تر دې پورې په هغه بېچاره پروت وي، چې تر څو یې چاپه کړې نه وي.
د ده یو بل ښه کار دی لکه د غله د ډول، چې غږ یې سبا یا بله ورځ د چاپې له ځایه لرې مرګ ژوبله لري. د ده د چاپې ځای په بشپړه توګه امن وي، خو یوازې ولس د چاپې له لاسه په بل شوي اور کې کبابېږي. په چاپه کې د ځان لپاره ځیرکې مشاویرانې را پيدا کوي او بیا یې له ځان سره داسې ساتي لکه هغه سانیو ټایپونه، چې نه یې له خاونده پرته بل څوک لاس وروړلی شي او نه یې هم د خاوند له اجازې پرته څوک سندرې ته اتڼ کولای شي.
خالد جان قند داسې مشاویرانې د ځان لپاره راټولې کړې، چې وړتیاوې یې لکه د پاچا جادويي کیلي د دروغجن او ګنهګار په سترګو نه لیدل کېږي. ملت ته هم د دروغجن او ګنهګار د ټاپې له وېرې هره کمرنګه وړتیا لکه غر مظبوته ښکاري او ټول په ډک کومي چیغې وهي، چې که دي که نه دي، د خالد مشاویرانې دي.
د خالد مشاویرانې جار شم، چې د وطن د ابادۍ لپاره بیا خپل دوښمن ته نخره زورونه وهي.
هغه یوې خو لا لیکلي و، چې ټروریسته اوس به دې امنیتي ځواکونه خوښ شي.
وه، خالده! خدای ته وګوره او د وطن دغه خوارې ورځې ته وګوره چې د موزي کټ ترې جوړ شوی، لږ پر وطن رحم وکړه! لږ دې مورنۍ او پلارنۍ مینه را ژوندۍ کړه! خدای ته وګوره د کار خلک راوله او کار پرې وکړه!