شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبپه فلکلور کې د جنسيتي تبعيض ضد نريټيف

په فلکلور کې د جنسيتي تبعيض ضد نريټيف

د امیر کروړ «اتل»، د لنډيو «موزیګی»

نقيب احمد عزيزي

د افغانستان په ډېری فرهنګي او حتی فلسفي حوزو کې په تاريخي لحاظ ښځې په اکثره متنونو کې حاشيې ته شوې، بلکې رټلې دي. دغه تبعيض کله شعوري شوی او کله په چاپېريال کې د حاکمې جهانبينۍ د اغېز په وسيله لاشعوري سر ته رسېدلی دی.

د ادبیاتو په حوزه کې زموږ په اکثره شعرونو کې د ښځې نقش د هغې د جسد له مخې ډېر مثبت تمثيلېږي، خو زړې ښځې بیا په کيسو کې د رويو، بلاګانو، جادوګرو او جاسوسانو نقشونو او رولونو ته بیايو.

زموږ د ګڼو شاعرانو په شعرونو کې د ښځې نقش د «وجود» د نقش پر ځای د «جسد» نقش دی. د معشوقې رواني حالتونه څوک نه درک کوي او شاعران د بېلتانه د بار مسووليت ټول معشوقې ته راجع کوي او د رومن رولان دا خبره نه را يادېږي چې «څوک چې درباندې ګران دی، د هغوی په ډېرو حقونو کې يو دا حق هم شته چې له تاسې سره مينه و نه لري.» د کلتوري جبرونو مساله خو لا ځان ته پاتې ده.

په اقتصادي برخه کې هم موږ  د ښځو پر وړتيا تر هغو باور نه شو پيدا کولای چې څو يې معاش يا ګټه په سترګو و نه وينو، حتی ځينې کورنۍ د خپلو ښځينه غړيو معاش ته په داسې سترګه ګوري چې په وړتيا يې نه دی تر لاسه کړی، يا ترحم ورباندې کېږي او يا معمولاً د ښځو کار نور پټ او توطيوي اړخونه لري. زموږ په ټولنه کې چې ښځې د اقتصادي خودکفايي د هڅې خبره وکړي، يو متل ورته لرو چې وايي، «ک و س ا ن و ګټې کړې، مرګی يې هېر و.»

د ديني قشر له ډېری افرادو څخه  د هغوی د فقهي برداشتونو پر بنسټ، په ويناوو کې نارينه‌وو ته د حورو يادونه ډېره اورو، مګر په همدې اندازه ښځو ته په هغه دنيا کې د حورو د معادل نعمت يادونه دومره نه کوي.

په تشريعي او حقوقي قلمرونو کې هم د ښځو د نقش محدوديت د ديني ريښې پر ځای، کلتوري جنبه ډېره لري. شرعاً ښځه جومات ته تلای شي، خو دا چې دوديزه او قبايلي ټولنه لکه افغانستان چې دی، هلته د نارينه اخلاقي کمزورۍ د ښځينه مکلفيت زياتوي. موږ په دې برخه کې دا متل ډېر اورېدلی چې: «ک و س ته ګوره، په وياله اودس ته ګوره!»

که داسې فرض کړو چې ماحول د نارينه له خوا ښځو ته له ګواښه ډک دی او د مثبتې مداخلې او مهار هيڅ بهرنی ځواک نه شته؛ نو د دې پر ځای چې د نارينه د کنټرول پر ميکانيزمونو غور وشي، فوراً د ښځې په مکلفيت کې زياتوالی راولو.

قضا، څارنوالي، اجرائيه ځواک، ذهنيت، اقتصاد او ادبيات ټول د نارينه په خدمت کې دي. کوم چاينلونه، ژونالونه او نصابونه چې د ښځې څېره او ناره برجسته کوي، هغه له ډېره اوږده مهاله راهيسې ځپلي پاتې شوي يا پاتې کړل شوي دي.

په قبايلي او دوديزه دايره کې ښځه د نارينه شرم ګڼل کېږي، ثابت او مستقل وجود نه لري. د ښځې پر سر پروت ټيکری د دې وېښتان هومره له لمره نه ساتي، لکه د نارينه د عزت تاج چې څومره خوندي پرې ګڼل کېږي.

زموږ په ډېرو چلينجونو، جنجالونو او شرطونو کې هم همدا قبايلي ذهنيت په بېلابېلو بڼو ځان را ښکاره کوي. مثلا: «که مې پلانی کار و نه کړ، بنګړي به را په لاس کوې»، «که مې داسې و نه کړل، زه به ستا هغه د کور ښځه يم!»، «ولې دې داسې کړي د تا عورته…، مور…، خور…»

د عکس العملونو او چلندونو دا طرزونه د دې څرګندويي کوي چې زموږ په ذهنونو کې ښځه مستقل هويت نه لري او وجود یې ملغی اعلانېدای شي. که نارينه ځوروو، ښځه، مور يا خور به يې تر تېري لاندې کوو. دلته ښځه د يو چا نه، بلکې د يو شي مقام ته تنزل کوي، لکه په بديو کې چې د چا کور وسوځې، يا يې باغ ور اره کړې او يا يې درمند ته اور ور واچوې.

د عربو په بدوي ټولنه کې اسلام په هغه وخت کې ښځو ته د هغو حقونو او صلاحيتونو يادونه وکړه چې تر هغه مخکې د چا په خیال و خوب کې هم نه تېرېدل. عرب چې به مړه شول، ښځه به يې تربور ته ميراث کېده. له اولسمې تر اتلسمې پېړۍ پورې په اروپا او هند کې ښځو د مالکيت حق نه درلود، بلکې پخپله ملکيت وه. اسلام چې ښځو ته کوم حقوق ورکړي، که يې مسلمان ورکړي، په تاريخي افتخار هم بيا دا يادونه کولای شي چې په اسلامي تمدن کې ښځه د اهميت تر ګردو اوږده سابقه لري.

موږ «افغانان» چې له غرب سره د ايډيالوژيک ټکر او رقابت په وخت کې په «ختيځ» کې د ښځې د مقام او ارزښت خبره کوو؛ نو وايو چې: ښځه مور ده! ښځه خور ده! ښځه ناموس ده! ښځه عزت…!

که ځير شو دا هم د هماغه ذهنيت ثبوت دی چې ګواکې «ښځه» وجودي حریت نه لري او هر ارزښت يې په نارينه پورې له يوې تړلې رابطې سرچينه اخلي. فرض کړه ښځه زېږول و نه کړي او مور نه شي، بیا به يې اهميت څنګه تشريح کوو؟ که ورور و نه لري؟ که واده و نه کړي؟ او… ښځې ته چې څو پر وجودي حریت اعتراف و نه کړو، ارزښت نه شو ورکولای.

د متن او ذهنيت تړاو زما په نظر عکسي تړاو دی، کله يو ذهنيت را ولاړ شوی او متن ايجاد کړی او کله بیا يوه متن نور ذهنيتونه توليد کړي دي. د لرغون پېژندنې له مخې ويلای شو چې ذهنيت تر متن وړاندې دی. په مغارو کې انسان اول تخيل کاوه او بیا يې پر دېواله د هماغو ذهني شکلونو عيني انځورونه رسمول. دا اوس چې کوم لیکدود کاروو دا هم د ذهني ـ قراردادي انځورونو رمزونه دي. د دې خبرو يادونه مې په دې وکړه چې د افغانستان په کلتوري ظرف کې هم وخت پر وخت داسې ذهنيتونه ايجاد شوي چې د ښځو پر ضد يې خطرناک متنونه پنځولي او بیا هغو متونو خطرناک ذهنتيونه پسې ايجاد کړي دي. مثلاً وايي: د کال له قحطۍ مې وساتې، د ښځو له بې شرمۍ مې وساتې!

خو ولې وپوښتو چې ايا د «بې‌شرمۍ» په مساله کې نارینه عاجز دی؟ نارینه ډرامې نه شي جوړولای؟ په تاریخي ماجراوو کې نارینه بې‌ګناه او بې‌جرأته اعلانولای شو؟ جنسي تجاوزونه نارینه وو ډېر کړي، که ښځو؟

که داسې ګڼې پرتلنې وکړو ګڼو هېښوونکو پايلو ته رسېږو چې معمولاً مو نه ورته پام کېږي…

برعکس داسې متنونه ډېر لږ لرو چې د نارینه په اړه موجود قالبي او مروج فکر او ذهنيت ته يې ټکان ورکړي وي. نرواکي يې ټکولې وي، د ښځو پټ قوت، سيالي، د مخفي بغاوت ميکانیزومونه او ګڼ نور مسايل يې په هنري انداز ثبت کړي وي. داسې متن يو هم د لنډيو متن دی چې که نارینه ډېر ورته ځير شي، هرو مرو تر يوه لوړه حده خطر احساسولای شي او که لږ نور هم دقت وکړي، ممکن د رويې پر تغيير فکر وکړي.

په انګلستان کې د اوولسمې پېړۍ له نيمايي د اتلسمې پېړۍ تر پايه رنسانس پيل شو. د هغه وخت د روشنګرۍ فلسفيانو لکه جرمي بنتام «۱۷۸۱ م»، مارکي دو کندرسه «۱۷۹۰م» او د انګلستان لومړۍ فمينسټې مري ولسټن کرفټ «۱۷۹۲م» د ښځو د حقونو دفاع ته را ودانګل. تر دغه وخته په اروپا کې ښځې د خپل جنيست له امله له ځينو حقه حقونو محرومې وې، خو لکه وړاندې چې اشاره وشوه هماغه مهال د اسلامي تمدن په ګڼو حوزو کې «د ختيځ ښځه» «د لوېديځ تر ښځې» په ښه وضعيت کې وه.که يې ښه وضعيت تر يوه حده عملي نه درلود، مګر تر شا يې د حمايت غښتلي متنونه موجود وو.

مېرمن ولسټن «د ښځو د حقونو تامين» په نامه کتاب هم وليکه چې د انګليستان د فمينسټي خوځښت لومړۍ کتابي هڅه بلل کېږي. د روشنګرۍ د غښتلتيا په لړۍ کې ديدرو، ولټر، روسو، مونټسکيو، کانټ او دوساد خورا ياد نومونه دي. همدې روشنګرۍ په اروپا کې د ښځې په اړه د منځنيو پېړيو جهان‌بيني ته بدلون ورکړ.

که زموږ د «لنډيو» ځينې کټګورۍ «د ښځپاله افکارو» په دود په يوه هنري مکتب کې ځای پر ځای او په هنري، رواني او ټولنپوهنيزو معيارونو معرفي شي، ممکن موږ په ختيځ کې داسې يو ادبي ـ فکري مکتب ايجاد کړای شو چې اروپا او بلکې هيڅوک يې په همدې شان نه لري.

تاريخ ليکوال ډاکټر مبارک علي وايي چې په تاريخ کې «کمزوري قشر» هيڅکله د «مستبد قشر» پر ضد مبارزه نه ده پرېيښې، بلکې يوازې بڼې يې تغيير شوې دي. دی د اشرافو او ځمکوالو مثال ورکوي، وايي، کله چې به بزګر رټل کېدل او يا به يې مزدوري سمه نه ورکول کېده؛ نو د مخامخ احتجاج ځواک خو يې نه درلود، مګر بیا به يې «عقده» په بله لاره ايستله او مقاومت يې کاوه. کله به يې کښت سم نه کاوه، کله به يې اوبه ايله خوشې کولې، کله به يې فصلونه په مالونو خوړل…

زموږ په ټولنيزو چوکاټونو کې چې کله هم ښځې د فعال صلاحيت پر ځای منفعلې وظيفې ته تللې او تر لاس لاندې پاتې شوې، عقدې يې په يوه بله مخفي بڼه را خوټېدلې دي. تاسې فکر کوئ د تاوتريخوالي په نامه ګڼې خيانتونه، تېښتې او ځانوژنې يوازې د همدې لفظ «تاوتریخوالي» غوندې له اسانه علته دي؟ هيڅکله نه!

تر ټولو صادقه ټولنه د حريت پر بنسټ جوړېدای شي، هلته چې هر څوک خپله «ښه» خبره پخپله وکړي او «بده» خبره پخپله پرېږدي.

زموږ په ټولنه کې نه يوازې ښځه، بلکې کله چې نارينه هم د خپل غږ له پورته کېدو ډارېدلی؛ نو ټولنه ريا، خيانت، تظاهر او تمثيل نيولې ده. دغه عقده کله د ټوکو په فورم کې خالي کېږي، کله د ښکنځلو، کله د نهيلۍ، بې انګېزې توب، کله د شعر او ډېره لږ د مستقیم اعتراض په توګه.

ما د جنډر په اړوند يوه سمينار کې له يوه ترينره وپوښتل:

ـ که په نړۍ کې د بشر حقوق رښتيا تامين شي، بیا ضرورت څه دی چې د ښځو حقونه ځانګړي مطرح کړو؟

استاد افغان و، هغه د کوم څېړنيز مرکز د يوې موندلې پايلې په استنادراته کړه چې تر اوسه په افغانستان کې ښځې تر نارينه‌وو څه باندې شپېته کاله شا ته پاتې دي، ځکه خو د ښځو د حقونو مورد، د بشر د حقونو تر څنګ څنګ بیا بیا مطرح کېږي. يعنې کوم حقوق چې نن نارينه لري، که د ښځو حقونه سر له ننه تامين شي، شپېته کاله وروسته دوی زموږ «نارينه‌وو» نني ځای ته را رسېږي.

تېره چهارشنبه «۱۴۰۱/۱۱/۲۶» ماسپښين له کارته پروان سره تېرېدم، د کارته پروان له جومات سره مې د موټر تر هینداره يو پوخ سړی وليد، په يوه لاس کې يې واګه نيولې وه او چپ لاس يې په پرتاګه کې واهه، اودس يې وچاوه، يو ځل مې په تصور کې دا سړی په يوه ښځه بدل کړ. خلک را غونډ شول، و يې ويل چې «مرداره» ده، په عام بازار کې يې ګنډه خلاصه کړې، ښکاره يې لاس…

موټر تېر شو او هيڅ و نه شول، ځکه دا انسان «نارینه» و.

د اردوژبي ليکوال سعادت حسن منټو د کيسو اکثره ارمانونه همدا رنګ دي. منټو وايي: «زۀ غواړم چې ښځې د سړک پۀ سر ودرېږي، سګرېټ وڅکوي. د سګرېټ له دود څخه پوکاڼۍ جوړي کړي د ځوانانو په طرف يې ور پُو کړي. پان وخوري او ګوټکه وخوري او په بې‌پروايې سره يې توف کړي، دېوالونه او عامه ځايونه پرې و رنګوي.»

بل ځای وايي: «زه غواړم ښځې خبرې وکړي، ووايي چې پلانکى نفر ډېر د حرامې زوى دی، هغوى دې خبري وکړي چې د پلانکي نفر زوم تر واده مخکې له پلانکۍ نجلۍ سره په چکر تللى و، خپل بکارت يې بايللى و. هغوى دې خبرې وکړي چې پلانکى نفر ډېر ضعيف کريکټر لري، بې‌کاره لباس اغوندي، هغوى د نارينه پر چال چلند او کردار خبرې وکړي، د پلانکي نفر د پتلون چين هر وخت ښکاري. زه غواړم ښځې چاغي چاغې کنځلې وکړي، کنځل د نارينه پلار ته وکړي، د نارينه ورور ته او د نارينه اولادو ته داسې کنځل وکړي چې د نارينه مردانه‌ګي تر سوال لاندې راولي.»

منټو پسې زياتوي: «زه غواړم چې ښځې په هغو هلکانو پسې شپېلکي ووهي چې بيت الخلا ته ځي. زه غواړم ښځې د په تشنابونو کې کنځل وليکي، همداسې د هلکانو نمبر وليکي څنګه چې يې هلکان ليکي او همدا رنګه دې د هلکانو نرخ هم ورسره وليکي چې دا ذليله د يوي شپې دومره پيسې اخلي.»

تر دې وروسته يوه نېښداره نهيلي ښيي: «زه دا هر څۀ غواړم، مګر دا هيڅ امکان نه لري، ځکه چې ښځې کله هم داسې نه شي کېداى، ځکه چې ښځې دومره نااهله نه دي څومره چې نارينه دي.»

د ښځو په اړه بله خبره دا هم ډېره مشهوره ده چې ګواکې راز نه ساتي، خو دلته هم د منټو يوه خبره ده چې وايي که د ښار «فاحشې» خپلې خاطرې وليکي، ډېر شريف خلک به ځان وژنې وکړي.

زموږ ترمينالوژي کې ډېری بد صفتونه اکثره ښځو ته منسوب شوي دي، سره له دې چې په بدۍ کې ښکېلتیا دوی نارینه په متوازنه کچه ورسره لري: مثلاً فاحشه ډېر اورو، خو فاحش نه. رنډۍ خانه اورو، رنډی خانه نه. دا رنګ نور صفتونه: پليته، سلمه، لښماره، د ناصرو خدۍ، پکه پاښه، پاړۍ، روې، شيشکه، بلا، مرداره، ک و س ۍ، سلوغوده… د دغو صفتونو نارینه بڼه ولې نه شته؟ يا معادل لري؟؟

د ارواښاد سعدالدين شپون يوه لنډه کيسه «بختوره غولانځوره» نومېږي، بختورې ته يې تېرې تېرې خبرې کړې، مګر هغه کس ته چې بختوره جوارو يا څالې ته ورسره ننوځي، هيڅ نه دي ويل شوي… البته شپون صاحب شايد کيسه د ټولنيز قضاوت د انعکاس په توګه همداسې ليکلې وي.

ما ته د پوهنتون يو استاد کومه کيسه کوله، بیا يې يو ځای پکې وويل: تېره ورځ مې له مخه حيا کډه «ښځه» د پلار کره تله…

عام خلک خو د مېرمنې نوم اخيستل د بې‌غيرتۍ، قحطۍ او نورو نښه بولي. همدا رنګه د مېړونو له خوا عاجزه، تورسرې، بلاګۍ، بلا، دا، کډه، د حيوانانو مور او له ريشخنده بیا قوماندان صاحب، امېر صاحب، ملګري ملتونه او ناټو ورته ويل کېږي. همدا ذهنيت دی چې عمل ته لاره پرانيزي او بیا د ښځې ارزښت په قيمت معاوضه کېږي، اختیار نه شو ورته فرضولای، بوډاګانو ته يې ور واده کولای شو او…

تېره اوونۍ يوې ټلوېزيوني پاڼې د ولور او مهر د کچې د ټيټېدو اړوند يوه خبر ته سرليک ورکړی و چې: «په کونړ کې ښځې ارزانه کېږي».

په داستانونو کې هم ښځې تر ځوانۍ وروسته ډېرې لږ ستايل کېږي او په ښکلا کې يې هم عواطف، سيرت او احساس څنډې ته پورې وهل شوي، تر ډېره يې تشه جسدي ښکلا ياده شوې ده. ګلبشره، شيرینو، شاترینه، درخانۍ، بېبو او مابۍ ځکه معشوقې او ښکلې دي، چې ځوانې دي، مګر په داستانونو کې هغه نقش چې د دوو ميينانو تر منځ شیطانت کېږي، ناخوداګاه د یوه بوډا پر ځای حتمي بوډۍ سپارل کېږي. په داستان کې بوډۍ تر بوډا ډېر مرموز، بداروا، شیطان، کوډګر او ډاروونکی کرکټر دی. ريښه يې چېرې ده؟

نارینه که د شاعرۍ پر مهال د ښځو د عاطفي جهان ښکلاوو ته ځير شي، ممکن پر لمسيانو د «انا/نیا» ترحم او په اوږده لمن کې يې ايښی پاستی هغومره ښکلی هنري بیان او انځور کړي چې  په شعر کې يې ښکلا د معشوقې د غېږې غوندې جذابیت پيدا کړي.

په عربي ادبیاتو کې يوازېنی هنري مکتب «العذري مکتب» دی چې د ښځو د جسدي ښکلا پر ځای د هغوی معنوي جمال يادوي او بل د دې مکتب پيرو شاعران يکې يوه معشوقه ستايي، د معشوقو د تعدد طرفداران دي. د قیس بن ملوح «مجنون» شاعري هم د عذري مکتب شاعري ده.

زموږ په فلکلوريکو ادبیاتو کې يوازېنی فورم د لنډيو يوه خاصه کټګوري ده چې طرز فکر يې نه د غربي فمينيزم په څېر دی او نه د بل ايډيالوژيک جریان سيوری پرې خپور دی، بلکې سوچه د ښځې د عواطفو او احساساتو د غبرګون شعاعوې خپروي. په دې لنډيو کې ښځه ډارن، کودن، کمزوري، احمق، ناحقه، نالایقه نارینه د «موزيګي يا موزي» په سيمبوليک قالب کې انځوروي. موزیګی په عين حال کې له ښې ښځې برخمن نارینه دی چې دی نه پرې ارزي،  ښځه د موزيګي د سیمبول په کارولو د خپل احتجاج، ذوق، ټکر، بغاوت، حق طلبي، عشق، ګوزار او دفاع هنري بیان کوي.

ما ځينې نارینه ليدلي چې خپله ښځه ځوروي؛ نو د بل واده دمکيانې ورکوي. ممکن په دوی کې داسې کسان هم وي چې جنسي قوت، د روزي ګټلو ځواک، ښځې ته د وقار ور بښلو ځانګړتیا او ډېرو نورو ذاتي عنصرونو  يې منفي ځواب ورکړی وي.

هسې وايي چې يوه کس به تل ويل چې «زه دوې ښځې کوم!»

يو وخت يې کورنۍ ښځه ورته وکړه، په دا سبا يې مور ته وويل: «مورې بله نه کوم، والله چې نيت وي دا يوه لا د ټول کلي بس ده.»

په دې لنډۍ کې دغه رنګ نارینه ته خطاب دی:

موزيګی ما ساتلی نه شي

خلکو ته وايي چې زه بل واده کومه

په دې کې ظاهراً معشوقې ته ويل شوي چې:

له موزیګي نه لنګه مه شې

یا به ماران وي یا به سره کربوړي وینه

غالباً په ځواب کې يې د معشوقې له خوا ميين ته د اطمينان ورکولو ځواب «کنايتاً» اورو:

له موزیګي نه ماشی ښه دی

چې نیمه شپه شي لټ په لټ مې اړوینه

د «موزيګي» د شخصيت اړوند او د هغه د پردې کولو په کوښښ کې خپله ناکامي د «شلېدلي کټ»، «لنګې» او «بازو» په سيمبولونو داسې بیانوي:

د موزیګي شلېدليه کټه!

چې زه دې لنګه ټینګوم بازو دې ځینه

د «موزيګي» د غيرحاضرۍ او نه موجوديت په فرصت کې يار را بولي:

جانه راځه موزیګی نه شته

زه يې په کټ کې غرقه پرقه ناسته یمه

د نرواکۍ په جریان کې ورو ورو په اکثره شیانو کې ښځې هم متاثرې شوې دي، د نارینه غوندې فکر کوي او «خشونت مردان علیه زنان» مقوله په «خشونت زنان علیه زنان» ځنې جوړېږي. په دې لاندې لنډۍ کې ضمناً داسې تصور احساسوو چې ګواکې د ښځو په نظر هم «مضبوط وهل ټکول» د عالي نارینه‌توب خاصيت دی.

البته نارینه ته د وهلو نسبت په يوه لحاظ پر نارینه ژور استعاري طنز هم دی. مشبه «نارینه» ياد شوی او مشبه به «وهونکی» حذف شوی. وهل څه شی کوي؟

دغه راز له همدې طرزه موزیګی هم پسې هدف شوی دی او  د جنجال، مقاومت او مقابلې په بڼه پسې يې داسې «هجوه» شوې ده:

که موزیګی نه یې نو څه یې

چې کوتک پرېږدې په څمڅۍ کړې ګوزارونه

موزيګي چې د بل چا معشوقه کړې، يار يې ورته وايي:

څادر په سر کړه، ترې راوځه

تا د موزي په کور کې څه لیدلي دینه؟

يا:

راپسې مه غپېږه سپيه

ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه

د اوږدو ترخو تراژيديو، مينې او عاشقانه ارمانونو د پراخې نهيلې نړۍ بیان پکې داسې شوی:

چې مې بې غوره يار خبرېږي

زه به موزي په درياب ښکته وړې يمه

اسمانه پرېوځې بخته واوړې

زړګيه وچ شې ما موزي ته ودوينه

خاونده بیا دې ماخستن کړ

د ګلو لښتې د موزیانو کټ ته ځينه

که موزیګی دې راته مړ کړ

یو به غازي شې بل به زه در پاتې شمه

که موزيګی مې درته مړ که

بيا به خپه يې چې تنکۍ دې کونډه کړمه

زما د مينې جانان بل دی

په دله خان به خميرې را ټولومه

يو کال مې زهر ورته ورکړل

موزي مړ نه شو د هندو قرضداره شومه

چا را ته وې موزیان تمام شول

زما د برخې موزي شته ما ژاړوینه

خلک زیارت ته پتاسې وړي

زه د جوارو ټانټې وړم چې کونډه شمه

له موزيګي نه کونډه ښه يم

پردي منگي به ډکوم ځان به ساتمه

توتان پاخه ګورګوري تورې

زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه

چې موزیګی مې راسره وي

د ببرسرې مور یې څه پروا لرمه

موزي د دربو چمچه مار دی

نه په ښېرو مري، نه په ډېرو زيارتونه

ستا دې د سترګو اشارت وي

په موزيګي به درته سره کړم دېوالونه

د موزیګي مېړانه ګوره

څپلۍ پرته ده په څمڅۍ کړي ګوزارونه

له موزيګي نه کونډه ښه يم

څرخى مې زده دى کال په غُور کې تېرومه

موزي ډ ډى دى ما پرې لوشه

د سپاخته غوښه پۍ به تا ته درکومه

موزیګی خر که پرې سپرېږه

د کنډوالې لوري ته يې پرېږده غ و ل به خورينه

موزيګی ټول په ځمکه خښ کړئ

پزه يې پرېږدئ چې متيازې پرې کوونه

موزي ويده رنګ يې ورک کړئ

د سپږو ډک پوستین پرې واچوئ چې ځونه

موزیګی شین له خندا راغی

په لمنګۍ کې چا نینې ورکړې دینه

نه به انځر د ورځې ګل شي

نه به موزي په ښځه غسل واړوینه

د موزیګې چړپن له لاسه

په سپینه غاړه لونګین نه تاوومه

موزیګی بیا له ښاره راغی

زما د یاد باچاهي بیا را ړنګوینه

ما به همدا موزي زړه کړي

هسې مې زړه په برېتورو پسې ځینه

د رنجو ګوډی مې ساتلی

د موزیګي په مرګ به سترګې تورومه

پر سنګر بیا ټکونه وشول

مېړه به مري، موزي به بیا کور ته راځینه

د دلالانو بچي مړه کړې

د ګلو لښتې په موزیانو ځړوینه

ستا د سینې انار پاخه شول

ما یې باغوان کړه چې موزیان ترې ځغلومه

يوازېنی متن چې د ښځو له طرفه پر نارينه ګوزار کوي،  حق‌طلبي، احساس طلبي او باغي عشق پکې ښکاري، د نارینه پر کمزوريو او خلاوو بې‌خاره او بې‌ډاره ګوته ږدي او انداز يې هم ادبي ـ هنري دی، همدا د لنډيو متن دی.

په دې حساب ډېره پراخه ناسپړلې دښته هواره پرته ده چې تر اوسه يې چا تيږه نه ده اړولې.

د پوهنتونونو محصلانو ته بویه چې د فلکلور څېړنې دې اړخ ته هم مخه کړي او ژر تر ژره دا شرم ورته ښکاره شي چې تر څلور کلن تحصيل وروسته هم يو چا ته وايي چې «مونوګراف ته کومه موضوع انتخاب کړم؟»

د «موزیګي» په سیمبول جوړو شويو لنډيو رواني، ټولنپوهنيزه او جنستي تشريح حتی يو پراخ فکري ډيالوګ ته لاره پرانيستلای شي، ادبي لذت خو يې لا ايسته کېږده.

موزيګی/ موزی په لنډيو کې د جنسيتي تبعيض پر ضد يو ناب نريټيف دی چې نرواکي داسې خوځوي لکه زلزله چې د کوټې له کړکيو چيغکی باسي. نارینه ته په اکثره متنونو کې دا رنګ نقش او تصوير نه دی ورکړل شوی، بلکې تل اتل دی او داسې اتل په هند و سند و په تخار او په کابل نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب