چهارشنبه, نوومبر 12, 2025
Homeخبرونهد کندهار میرویس روغتون زر بستریز شو

د کندهار میرویس روغتون زر بستریز شو

تاند: ( جمعه، د دلوې ۲۸مه ) د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د ميرويس حوزوي روغتون ١٠٠٠ بستریز روغتون ته لوړ او دوې بېړنې څانګې پکې فعالې شوې.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لپاره د طالبانو د ادارې معین محمد حسن غیاثي وویل، چي دوی د میرویس حوزوي روغتون له ۳۵۰ بستریز څخه ۱۰۰۰ بستریز ته لوړ کړ.

د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یاد روغتون خدمتونه وستایل او له ډاکټرانو یې وغوښتل، چې شپه او ورځ د ولس لپاره کار وکړي، تر څو ناروغان نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره مجبور نه شي.

طالب چارواکو ویلي، چې په میرویس حوزوي روغتون کې د کوچنیانو او لویانو د داخلې او جراحۍ برخو کې دوې بېړنۍ څانګې هم پرانیستل شوې.

دوی د روغتون د زر بستریزه کیدو او نورو وړتیاوو د زیاتیدو جزیات نه دي په ډاګه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...