دوشنبه, مې 6, 2024
Home+فکر || ليکوال: زهير سپېڅلی

فکر || ليکوال: زهير سپېڅلی

عبدالکلام ازاد وايي:
«فکر کول انسان کار کولو تـه هڅوي، کـه فکـر نـه وای؛ نو کـار او عمـل بـه هـم نـه و.»
فرق نه کوي، که د تېرو کلونو په لوښو کي خوراک او څښاک کوو.
مهمه نه ده، که په زاړه کور کي اوسو او زړې جامې مو اغوستي وي؛ مهمه دا ده چي فکر مو نوی وي.
زوړ فکر مو په نوي کور، نوي جامو او نوو لوښو کي هم نشي بدلولای.
هغسي به په زړو او  ورستو فکرونو کي بند او له بدلونه مو ليري ساتي.
د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره نوی فکر ضروري دی.
نوی فکر مو ژوند بدلوي.
راتلونکي ته نوی رنګ ورکوي او سيال مو ساتي.
ارواښاد استاد پسرلی وايي:
که بدلون غواړې پسرليه فکر مه هېروه
موډ، خو خولۍ بدلوي فکر دی چي سر بدلوي
يعني فکر سر بدلوي.
انسان بدلوي.
ټولنه بدلولای شي ان تر ملته پوري.
دغه ټول بدلونونه د فکر نوي کول او عملي کار غواړي.
يوازي د ځان، جامو، ځای او موډونو په بدلولو بدلون نه راځي.
هغوی تېروتلي دي او ځان تېر باسي، چي د نوي فکر غم نه کوي، خو د نوي موډ او سټايل له غمه بيا ناکراره وي.
پـرون تـېر شو.
پرونی منطق او فکر له پرون سره پاته شو.
نن، نن دی.
نن نوی فکر غواړي.
نن ته به د پرون او سبا تـه بـه د نـن په عينکو کي نه ګورو؛ دا د بدلون هيله ده.
کـه بـدلون غـواړو او د بدلون هيله لرو  بايد فکر نوی کړو.
له فـکر سره عمل هم ضروري دی. فقط فکر کول او عمل نه کول د اوبو پر مخ نقشې دي.

4 COMMENTS

  1. سلام
    بدلون مساوی په پرمختګ
    آلمان دجنګ او جګړې له امله ډیر خراب وه هرڅه یې له منځه تللی ول له افغانستان څخه ډیر بیوزلی او جنګ او جګړو خوړلی وه.
    په معاصر تاریخ کې آلمان داسې بریښی چې اصلا یی جنګ او جګړه لیدلی نه وی او دفکر په زور یې هرڅه سم کړی.
    آلما نان وایی:
    Die Leyte con heute und die Leyte con gestern
    دهرڅه مدیریت مهم دی خو دفکر مدیریت ته البرت این شتاین ستر مثالونه ورکړی ځینې کسان ورته انشتاین وایی چې هېڅ مانا نه ورکوی:
    خو اېن دیو مانا لری او شتاین دډبرې مانا ورکوی .
    ښایسته لیکنه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب