جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتله

د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتله

څېړونکی: اربازخان ساپی

لنډيز:

سنسکرېټ د هندواریايي ژبو د هندي څانګې ډېره لرغونې ژبه ده. او د نړۍ تر ټولو لومړی ګرامر هم همدې ژبې ته پاڼيڼي لیکلی دی. سنسکرېټ اوس یو له هغو مړو ژبو څخه حسابېږي، چې ویونکي نه لري؛ خو دغه ژبه لا اوس هم د بودايي دين ژبه ده او یوازې مذهب ته ځانګړې شوې ځکه چې د بودايي دين ټول پخواني متون په همدې ژبه لیکل شوي او دا دين پکې خوندي دی.

            بل خوا پښتو بیا د هندواریايي ژبې د معاصرې دورې د اریايي څانګې ژبه ده. پخوا پوهانو دا ويلي و چې پښتو د اوستا او سنسکرېټ ترمنځ د اتصال کړۍ ده او پښتو له دې دواړو ژبو سره نه شلېدونکي اړيکې او خپلوي لري؛ لکه:  د “زه ځم.” په جمله کې، چې په سنسکرېټ کې   «अहं  गच्छामि» /aham gačāmi/ کېږي. که دواړو جملو ته ځير شو، نو د دواړو جملو جوړښت سره ورته په نظر راځي. د پښتو جملې جوړښت داسې دی چې لومړی به فاعل، بیا ورپسې مفعول او په پای کې به فعل راځي، چې سنسکرېټ کې هم همداسې ده. همدارنګه دواړه تصریفي ژبې دي، او د فعل په پای کې راځي، چې دا روستاړي درې دندې لري: زمانه مشخصوي، جنس ټاکي او دا ښيي چې فاعل مفرد دی، جمع دی او که غبرګ.

کارېدونکي ويي: پښتو، سنسکرېټ، نومځری، ویناوال، اورېدونکی

Abstract:

Sanskrit is the classical language of Indo-Arya and the liturgical ancient language of Hindi. First grammar of the language was inscribed by Pāṇini (ancient Sanskrit philologist, grammarian in ancient India. Even though Sanskrit is no more language of any speaker, however, the language is specified to Buddhism, because all religious texts of Buddhism have been transcribed in the language.

Likewise, Pashto is modern Aryaian branch of Indo-Arya language. Previously, grammarian and language scholars believed that Pashto is interconnected source of Avesta and Sanskrit languages, thereby Pashto roots cannot be separated from these languages.

سريزه:

پښتو له سنسکرېټ سره ډېر نږدې اړيکي لري، چې دا اړيکي هم د غږپوهنې، د ګړپوهنې او د سنټکس له لارې څېړل کېدای شي. د دې دواړو ژبو د جملو جوړښت سره ورته دی. په پښتو جمله کې هم لومړی فاعل، دویم مفعول او ورپسې فعل راځي.

            بل خوا دواړه ژبې تصریفي ژبې دي، چې په دې کې فعل د فاعل له‌پاره ګردانېږي، او دا ګردان د تصريفي رستاړو په مرسته تر سره کېږي. په پښتو او سنسکرېټ کې یو تصريفي روستاړی په یو وخت کې درې دندې ترسره کوي : لومړی زمانه مشخصوي ـ مطلب دا چې یو کار په کوم وخت کې ترسره شوی دی، دویم جنس ټاکي او درېیم دا ښيي چې فاعل مفرد دی، غبرګ دی او که جمع دی.

            ما په دې څېړنه کې هڅه کړې، چې د پښتو او سنسکرېټ ژبو ترمنځ دغه اړېکې وڅېړم. په دې څېړنه کې ما د نړیوالو ژبو له معتبرو ماخذونو، انټرنيټي وېبسايټونو او ورسره په څنګ کې د سنسکرېټ ژبې استادانو انلاین ويډیويي لکچرونه اورېدلي او ګټه مې ترې اخيستې ده؛ نو پردې اساس دې ته د څېړنې ترکيبي ميتود ویلی شو. او د څېړنې ډول پرتليزه یا مقایسوي دی. ځکه ما په دې څېړنه کې د پښتو او سنسکرېټ ژبو شخصي نومځري سره پرتله کړي دي.

            د دې څېړنې موخه په نومځرو کې د پښتو او سنسکرېټ ژبو خپلمنځي اړيکې روښانول دي.

اصلي موضوع:

پښتو او سنسکرېټ:

مخکې له دې چې خپلې اصلي موضوع ته را وګرځو، دا به اړينه وي، چې لومړی پښتو او سانسکرېټ ژبې وپېژنو، ورپسې به په نومځرو لنډ بحث وکړو چې نومځری اصلاً څه ته وايي، بیا به خپلې اصلي موضوع چې “د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتلنه” ده راشو.

سنسکرېټ د هندي ژبو ډېره لرغونې ادبي، مذهبي او تاريخي ژبه وه، چې اوس مړه ده، او یوازې بودايي مذهب ته ځانګړې شوې ده. د سنسکرېټ د ويي او ژبې په اړه بېلابېل نظرونونه موجود دي. وايي چې سنسکرېټ د اوسنۍ انګلیسي په بڼه یعنې”بیا جوړه شوې” یا ” سمه شوې” معنا لري او ځينې یې “سامس ګرتا” یعنې “جوړه کړې” په معنا بولي.(همای، ۱۳۹۶: ۴۳)

            ځينې نور بیا د دې ژبې په اړه وايي، چې سنسکرېټ یوازې د علم ژبه وه. دا ژبه د خلکو ترمنځ نه ویل کېده، ځکه چې د عمومي وينا ژبه باید ډېره اسانه او ساده وي، خو سنسکرېټ یوه علمي او ادبي ژبه وه او پوهېدل پرې ګران او ستونزمن و، چې عوامو بیخي نه شوه ویلی او تاريخ هم د دې شاهد نه دی چې دا ژبه به یو وخت د عوامو له لورې ويل کېده. بل خوا بیا د هند براهمنيان وايي، چې په پخوا زمانو کې دا ژبه د هند په شمالي برخو کې ویل کېده، او وروسته بیا له دې ژبې څخه نورې څانګې پیدا شوې چې پراګريتونه (Prakrits) یې ورته ويل، مطلب دا چې فرعي ګړدودونه پرې غالب شول او دا ژبه یوازې د علم له‌پاره ځانګړې شوه چې ديني او علمي خلکو ترمنځ را ايساره شوه.

            د دې ژبې پوهانو د خپلې ژبې د سپېڅلتیا په‌پار نه غوښتل، چې عوام دې دا ژبه زده کړي؛ نو ځکه د پاڼو او کتابونو په منځ کې ژوندۍ وه؛ چې خبرې اترې پرې نه کېدې.

معاصر ژبپوهان وايي: سنسکرېټ هغه ژبه ده چې د لرغونو هندیانو په واسطه د ويدايي ژبې د ثبات، پايښت او دغې ژبې ته د تقدس په منظور د پاڼيڼي[1] په زیار سمه کړای شوه. دې ژبې ته یې د “دې‌وا با ګا” ژبه هم ویله، چې د خدایانو د ژبې معنا لري.(همای، ۱۳۹۶: ۴۳)  نوموړې ژبه سره له‌دې چې د اوستا سره هممهاله وه، له دغې ژبې سره نږدېوالی هم لري.

بله ژبه چې زموږ د څېړنې تر بحث لاندې ده هغه پښتو ده. پښتو ژبه د هندواريايي ژبو د اریاني څانګې د معاصرې دورې په شمال ختيځه ډلګۍ کې را ځي. تقريباً د افغانستان په ټولو ولایتونو؛ د پاکستان؛ د چين په “سینکيان”؛ او د هند او ایران  په ځینو سيمو کې پرې خلک خبرې کوي.

زړه پښتو د اوستا او سنسکرېټ تر منځ د اتصال کړۍ بلل کېږي او دا ژبه له دواړو ژبو یعنې اوستا او سنسکرېټ سره ډېرې نږدې اړيکې لري چې چې دا اړيکي هم د غږپوهنې، د ګړپوهنې او د سنټکس له مخې څېړل کېدای شي. موږ یې له نورو برخو را تېرېږو او یوازې په صرف کې په شخصي نومځرو راڅرخو او له سنسکرېټ سره یې پرتله کوو.

نومځری څه ته وايي؟

په پخوانيو او اوسنيو ليکل شويو ګرامرونو کې نومځري داسي تعريف شوي دي:

            پوهاند صديق الله رښتين په خپل کتاب پښتو ګرامر کې وايي: “ضمير هغه کلمه ده چې د نوم پر ځای د تکرار د لرې کولو او د وينا د لنډيز له‌پاره راځي او د نوم ځای نيوونکی(قایم مقام) ورته وايي؛ مثلا په دې جمله کښې (سليم دلته نشته؛ هغه کور ته تللی دی.) په دې کښې (هغه) ضمير دی، ځکه چې د سليم پرځای راغلی دی… .” (رښتین، ۱۹۹۴: ۱۴۳)

            پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار یې بیا داسې را پېژني: ” نومځری هغه ویی دی چې د یوه څیز ښکارندويي کوي، د هغه پرځای راځي او یا یو نيم یې، لکه نغوتنومځری ملګرتيا کوي… نومځری له هغې ډلې وییونو څخه دی چې په یوه غونډله یا وينا ټوټه کې د یوه نوم یا نومغونډ ځایناستی کېږي خو په دې لړ کې په ځانګړي ډول د درېيم وګړي نومځری هله کارېدنګ مومي چې اړوند نوم یا نومغونډ یې په هماغه چاپېریال کې وار له واره یاد شوی وي او یا یې لنډ پر لنډه یادونه کېږي.” (زیار، ۲۰۰۵: ۱۱۵)

            پوهاند دوکتور محمد حسين یمين دستور زبان فارسی‌دري کې نومځری ته داسې تعریف کړی: “ضمير جانشين اسمی میګردد که پیشتر ذکرش در کلام آمده باشد آن اسم را مرجع ضمير ميګویند، وظيفه ضمير جلوګيري از تکرار است در سخن، زیرا تکرار کلمه موجب نارسایی و ضعف کلام میګردد.” (یمين: ۱۳۹۳)

            که د نومځري پورتنيو پېژندنو ته ځير شو، ټول په یوه خوله دي، او وايي چې نومځری تل د نوم پرځای راځي او په کلام کې د نوم له بیا راتګ څخه مخنیوي کوي. چې استاد پوهاند محمد صابر خوېشکی په خپلو دوو کتابونو (پښتو معاصر ګرامر او پښتو فونولوژي او مورفولوژي) او پوهنيار محبوب شاه محبوب په خپل کتاب (پښتو ژبدود) کې هم پورتنۍ خبره کوي.

            د پورتنيو پېژندو پر اساس، نومځری تل د نوم پرځای راځي. چې یوازې په درېیم شخص(غایب) کې دا خبره تطبيق وړ دی او بس. په لاندينيو بېلګو کې یې ګورو:

 که ووایو: “زه احمد یم”. نو دلته پوښتنه پيدا شي چې دا د “زه” ویی دلته د کوم نوم پرځای راغلی او د کوم نوم له بیاځلي راتګ څخه یې مخنيوی کړی؟ نو دلته د نومځرو په اړه د دوی تعريف یوڅه د تعامل وړ ښکاري.

            یا بله بېلګه، که ووایو چې “زه زمری یم.” ؛ دلته بیا پوښتنه پیدا کېږي چې دلته نومځری څه دی؟ نو طبعاً ستاسو ځواب به “زه” وي او وایاست به چې د لومړي شخص د نوم پرځای راغلی دی. که موږ د “زه” پرځای نوم راوړو؛ نو ایا دا غونډله به معنا ولري؟

ځواب منفي دی.

د دې بېلګې پر اساس: “احمد زمری یم.” دلته چې نوم د نومځري پرځای کارېدلی، جملې خپله معنا او مفهوم له لاسه ورکړی او هېڅ معنا نه ورکوي. یا که ووایو “زه کور ته ځم.” او دلته د “زه” پرځای نوم وکاروو، نو دا بڼه خپلوي “احمد کور ته ځم.”.

بله بېلګه: “ته زمری یې.”  که په دې غونډله کې موږ بیا هم د پورتني جملې په څېر د نومځري پرځای نوم وکاروو نو بیا هم هماغه نتيجه په لاس راځي. له “ته زمری یې.” څخه ” محمود زمری یې.” جوړېږي چې هېڅ معنا او مفهوم نه لري.

            موږ په ګرامرونو کې ویلي چې نومځری د نوم پرځای راځي او د نوم له بیا راتګ څخه مخنيوی کوي، چې دغه قاعده یوازې په درېیم شخص(غایب) کې د تطبیق وړ ده. لکه په دې جمله کې، “هغه/دی زمری دی.” دلته “هغه/دی” نومځری د درېیم یوګړي پرځای راغلی. دلته که د “هغه” پرځای نوم وکاروو؛ نو جمله داسې بڼه خپلوي: “احمد زمری دی” چې دا جمله معنا هم لري او مفهوم هم.

زموږ په ګرامرونو کې د نومځري په اړه راغلی تعريفونه یوازې په درېیم ګړي کې د تطبیق وړ دی او بس. د لومړي او دویم شخص په مورد کې دا تعریفونه هېڅ د تطبیق وړ نه دي.

که نومځری داسې تعريف کړو چې “نومځری هغه کلمه ده چې د نوم پرځای راتلای او د نوم له بیا ځلي تکراره مخنيوی کولی شي.”

پورتني تعريف کې “کولی شي” هغه کړ(فعل) دی ،چې د نوم پرځای د نومځري د راتګ یا نه راتګ احتمال ښکاره کوي. مطلب دا چې نومځری کېدای شي هم د نوم پر ځای راشي ،هم  رانه شي.

نومځري ته په سنسکرېټ کې सर्वनाम //sarvnām وايي.

د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتلنه

موږ مخکې هم یادونه وکړه چې پښتو او سنسکرېټ ژبې يو له بل سره نږدې اړيکې لري. که هغه د اوازونو برخه ده، که د صرف ده او که د نحوې برخه ده. موږ دلته یوازې د پښتو او سنسکرېټ پر شخصي نومځرو غږېږو او یو له بله سره یې پرتله کوو.

            پښتو ژبه کې نومځری یا ضمير د عدد، جنس او حالت له مخې ګردانېږي، چې په سنسکرېټ کې هم همدا شان دی.

  1. عدد: له عدد څخه مراد دا دی، چې یو نوم په ژبه کې مفرد دی که جمع. په پښتو کې نوم د عدد له مخې دوه ډوله دی یا به نوم جمع وي او یا هم مفرد. بل خوا بیا په سنسکرېټ کې داسې نه ده هلته نوم د عدد له مخې په درې ډوله دی: مفرد، غبرګ او جمع” چې وروسته به پرې بحث وشي”.
  2. جنس: له جنس څخه مطلب دا دی چې نوم یا نومځری ښځینه دی که نرينه، البته په پښتو کې؛ خو په سنسکرېټ کې داسې نه ده. هلته نوم یا نومځری په درې بڼو را څرګندېږي : (نرينه، ښځينه او درېمګړی، چې نه نرينه وي او نه ښځينه).

په پښتو کې د نوم جنس ـ یعنې ښځينه‌والی او نرينه‌والی ـ د ويي له ورستي فونیم څخه معلومېږي چې ایا دا نوم نرينه دی که ښځينه.

 خو په سنسکرېټ کې بیا د پښتو غوندې قاعده د تطبیق وړ نه ده. په پښتو کې د ويي د وروستي فونيم په وسيله جنس روښانه کېږي؛ خو په سنسکرېټ کې بیا لکه د انګلیسي غوندې جنس د کلمې له وروستي فونيم څخه نه ښکاري. هغوی نومونه ډېر ساده په درې ډولو وېشي : ښځينه ،نرينه او منځګړی(چې نه ښځينه وي نه نرينه”. دوی ښځينه او نرينه جنس یوازې انسانانو له‌پاره کاروي او ورته ځانګړي نومځري هم لري، او منځګړی«مخنث» بیا د  بې‌ساه څيزونو او حیواناتو له‌پاره – چې دا هر جنس یې ځان ته خپل نومځري او روستاړي لري.

  1. حالت: له حالت څخه مطلب دا دی چې نوم یا نومځری په کومه بڼه راغلی، اصلي که په اوښتې بڼه. دا قاعده د پښتو سربېره په سنسکرېټ کې هم د تطبيق وړ ده.

شخصي نومځري ( Personal pronouns):

هغه کلمې چې د یو کس د نوم پر ځای کارول کېږي او په جمله کې د مبتدا د بشپړاند دنده هم ترسره کوي. (خویشکی، ۱۳۹۵: ۱۰۵)

            پښتو کې شخصي نومځري په دوو برخو وېشل کېږي:

الف: منفصل یا خپلواک نومځری: هغه نومځري چې په یوازې ځان معنا ورکړي؛ لکه: زه، ته

ب: متصل یا ناخپلواک شخصي نومځری: هغه نومځری چې یوازې معنا ور نه کړي خو په جمله کې خپله معنا روښانوي؛ لکه: “مې” چې یوازې معنا نه لري، خو که په جمله کې وکارول شي معنا ورکوي؛ لکه: “کتاب مې راکړه.”

یادښت: په سانسکرېټ کې متصل نومځري نشته.

د نړۍ په ټولو ژبو کې اشخاص په درې ډوله دي: متلکم (ويناوال یا لومړی شخص)؛ مخاطب(اورېدونکی یا دویم شخص) او غایب (درېیم شخص)

د پښتو او سنسکرېټ شخصي نومځري په لاندې ډول دي:

  مفرد غبرګ جمع
اشخاص پښتو سنسکرېټ ترانسکرېپشن پښتو سنسکرېټ ترانسکرېپشن پښتو سنسکرېټ ترانسکرېپشن
۱ زه अहं aham موږ(دوه) आवां avām موږ वयं vayam
۲ ته त्वं tvam تاسو(دوه) युवां yuvām تاسو यूयं yuyam
۳ نرينه دی सः Saha دوی(دوه) तौ Tou دوی ते Te
۳ ښځينه دا सा sā دوی(دوې) ते Te دوی ताः taha
۳ منځګړی Ø तत् tat Ø ते Te Ø तानि tāni

[2](Ruppel, 2017: 310)

موږ په پښتو کې مخنث(منځګړي) نه لرو نو ځکه یې په پورتني جدول کې د پښتو نومځرو ځای خالي دی.

په پورتني جدول کې د پښتو او سنسکرېټ ټول شخصي نومځري بیان شوي دي. له پورتني جدول څخه موږ داسې ویلی شو چې:

  • اشخاص په دواړو ژبو کې په درې ډوله دي: ویناوال ، اورېدونکی او درېیم شخص
  • بل دا چې په پښتو کې نوم د عدد له مخې دوه ډوله دی: مفرد او جمع. خو په سنسکرېټ کې بیا په درې ډول دی: مفرد؛ غبرګ او جمع.

یادونه: زما په اند؛ ښايي لرغونې پښتو کې هم نوم د عدد له مخې لکه د سنسکرېټ په څېر په درې ډول وو (مفرد، غبرګ او جمع). ځکه که موږ په پښتو ژبه کې د عدد او معدود مطابق ته پاملرنه وکړو؛ هلته عدد له خپل معدود سره د جنس له مخې یوازې له یو او دوو سره مطابقت کوي له نورو عددونو سره یې نه کوي.

لانديني جدول ته پاملرنه وکړئ:

یو هلک دوه هلکان درې، څلور، پنځه … هلکان
یوه نجلۍ دوې نجونې درې، څلور، پنځه… نجونې
  • په سنسکرېټ کې هم لکه د پښتو په څېر د جنس مسله په درېيم شخص کې رابرسېره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو ژبو د جملې جوړښټ چې د دواړو ژبو د جملې جوړښټ یوشان دی او هغه جوړښت داسې دی: فاعل(کړند) + مفعول(کړی) + کړ(فعل)

پښتو او سنسکرېټ دواړه تصریفي ژبې دي. مطلب دا چې فعل یې فاعل ته ګردانېږي او دا ګردان د تصریفي روستاړو په ملتيا ترسره کوي. په پښتو او سنسکرېټ کې تصریفي روستاړي درې دندې په یو وخت کې ترسره کوي:

زمانه مشخصوي، جنس ټاکي او هم دا ښيي چې فاعل مفرد دی، غبرګ دی او که جمع دی.

په پښتو او سنسکرېټ کې تصریفي روستاړي دواړه د فاعل له پاره ګردانېږي. که فاعل جمع و؛ نو تصریفي روستاړی به ورسره د جمعې راځي، که مفرد و د مفرد. که فاعل نرينه يا ښځينه وي نو تاړي هم خپلو اړوند فاعلونو سره راځي.  د لا ښه پوهېدو له‌پاره لاندينیو بېلګو ته پام وکړئ!

لومړی شخص( ویناوال):

لومړی شخص (Uttama prušah) پښتو نومځری روستاړی پښتو جمله سنسکرېټ نومځری روستاړی سنسکرېټ جمله
زه م زه ځم. aham -mi अहं  गच्छामि
/aham gačāmi/
موږ (غبرګ) و موږ ځو. avām -vah आवां  गच्छावः
/avām gačāvah/
موږ(ټول) و موږ ځو. vayam -mah वयं  गच्छामः
/vayam gačāmah/
لومړی شخص (Uttama prušah) پښتو نومځری روستاړی پښتو جمله سنسکرېټ نومځری روستاړی سنسکرېټ جمله
زه م زه لولم. aham -mi /Aham pathāmi /
موږ (غبرګ) و موږ لولو. avm -vah /avām pathāvah/
موږ(ټول) و موږ ځو. vayam -mah /vayam pathāmah/

د پورتنيو بېلګو پر اساس (زه، موږ) پښتو شخصي نومځري دي. چې “زه” مفرد او “موږ” هم د غبرګو کسانو او هم د جمع له‌پاره راځي او د سنسکرېټ نومځري ( aham،  avamاو vayam) دي. چې په دې نومځرو کې ” aham” د لومړي یو ګړي له‌پاره، “avām” د غبرګ‌ګړي له‌پاره او  “vayam” بیا د لومړي شخص ډېرګړي له‌پاره راځي.

همدارنګه “م او و ” پښتو تصریفي روستاړي دي چې “م” د لومړي شخص یو ګړي له‌پاره راځي او “و” بیا هم د غبرګ او هم جمع له‌پاره یوشان راځي او ( mi، vah او mah) د سنسکرېټ تصریفي روستاړي دي چې “mi” د مفرد، “vah” د غبرګ او ” mah ” د جمعې له‌پاره راځي.

همداراز د هر نومځري له‌پاره ځان ته ځانګړي تصريفي روستاړي د فعل په پای کې په دواړو ژبو کې راغلي

دويم شخص (وینا اوری):

دويم شخص (Madhyama prušah) پښتو نومځری روستاړی پښتو جمله سنسکرېټ نومځری روستاړی سنسکرېټ جمله
ته ې ته ځې. Tvam -Si त्वं  गच्छसि
/tvam gačasi/
تاسې(دوه) ئ تاسې ځئ. yuvm -thah युवां  गच्छथः
/yuvām gačathah/
تاسې(ټول) ئ تاسې ځئ. Yuyam -tha यूयं  गच्छथ
/yuyam gačatha/
دويم شخص (Madhyama prušah) پښتو نومځری روستاړی پښتو جمله سنسکرېټ نومځری روستاړی سنسکرېټ جمله
ته ې ته لولې Tvam -Si /tvam pathasi/
تاسې(دوه) ئ تاسې لولئ. yuvm -thah /yuvām pathathah/
تاسې(ټول) ئ تاسې لولئ. Yuyam -tha /yuyam pathatha/

د پورتنيو بېلګو پر اساس “ته، تاسې” پښتو شخصي نومځري دي. چې “ته” مفرد او “تاسې” هم د غبرګو کسانو او هم د جمع له‌پاره راځي او د سنسکرېټ نومځري (tvam ، yuvām او yuyam ) دي. چې په دې نومځرو کې “tvam” د دویم یو ګړي له‌پاره، ” yuvām” د غبرګ ګړي له‌پاره او  “yuyam” بیا د دویم ډېرګړي له‌پاره راځي.

همدا رنګه “ې، ئ ” پښتو تصریفي روستاړي دي چې “ې” د دویم شخص یو ګړي له‌پاره راځي او “ئ” بیا هم د غبرګ او هم جمع له‌پاره یوشان راځي. او ( si، thah او tha) د سنسکرېټ تصریفي روستاړي دي چې ” si” د مفرد، ” thah” د غبرګ او ” tha” د جمع له‌پاره راځي.

غایب( درېیم شخص):

درېیم شخص (Prathama prušah) پښتو نومځری روستاړی پښتو جمله سنسکرېټ نومځری روستاړی سنسکرېټ جمله
دی(نرينه) ي دی ځي. sah ti सः गच्छति
/sah gačati/
دوی(غبرګ، نرينه) ي دوی ځي. tau -tah तौ गच्छतः
/tau gačatah/
دوی(جمع، نرينه) ي دوی ځي. te -nti ते गच्छन्ति
/te gačanti/
دا(ښځينه) ي دا ځي. s -ti सा गच्छति
/sā gačati/
دوی(غبرګ، ښځينه) ي دوی ځي. te -tah ते गच्छतः
/te gačatah/
دوی(جمع، ښځينه) ي دوی ځي. th -nti ताः गच्छन्ति
/tāh gačanti/
مخنث Ø Ø tat -ti तत् गच्छन्त
tat gačati
مخنث(غبرګ) Ø Ø te -nti ते गच्छन्ति
te gačanti
مخنث(جمع) Ø Ø tni -nti तानि गच्छन्ति
tāni gačanti
درېیم شخص (Prathama prušah) پښتو نومځری روستاړی پښتو جمله سنسکرېټ نومځری روستاړی سنسکرېټ جمله
دی(نرينه) ي دی لولي. sah ti /sah pathaati/
دوی(غبرګ، نرينه) ي دوی‌لولي. tau tah /tau pathatah/
دوی(جمع، نرينه) ي دوی‌لولي. te nti /te pathanti/
دا(ښځينه) ي دا لولي. s ti /sā pathati/
دوی(غبرګ، ښځينه) ي دوی‌لولي. te tah /te pathatah/
دوی(جمع، ښځينه) ي دوی‌لولي. th nti /tāh pathanti/
مخنث Ø Ø tat -ti Ø
مخنث(غبرګ) Ø Ø te nti Ø
مخنث(جمع) Ø Ø tni nti Ø

یادښت: په معنايي لحاظ د “لوستل” فعل د مخنث(منځګړي) له‌پاره د تطبیق وړ نه دی، نو ځکه په پورتني جدول کې یې ځای خالي راغلی.

د پورتنيو بېلګو پر اساس “دی، دا او دوی” پښتو شخصي نومځري دي چې “دی” مفرد نرينه، “دا” مفرد ښځينه او “دوی” هم د  غبرګو کسانو  او  هم  د  جمع له‌پاره  راځي  او  د  سنسکرېټ  نومځري  (sah, tau, te) نرينه  له‌پاره،

(sā, te, tah) ښځينه له‌پاره او (tat, te, tāni) منځګړي(مخنث) له‌پاره دي.

پايله:

پښتو او سنسکرېټ د هندواريايي کورنۍ ژبې دي چې یو بله سره ډېر نږدېوالی لري. په پورتني څېړنې کې د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتلنه وشوه. په پورتني څېړنه کې لومړی پر پښتو او سنسکرېټ لږ بحث وشو او وروسته پر نومځري او په پای کې بیا د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتلنه وشوه.

            په دې پرتلنه کې دا جوته شوه چې پښتو څومره ډېر له سنسکرېټ سره نږدې‌والی لري. پښتو او سنسکرېټ دواړه تصریفي ژبې دي. مطلب دا چې فعل یې فاعل ته ګردانېږي. او دا ګردان د تصریفي روستاړو په ملتيا ترسره کوي. په پښتو او سنسکرېټ کې تصریفي روستاړي درې دندې په یو وخت کې ترسره کوي:

۱ – زمانه مشخصوي    ۲ – جنس ټاکي   ۳ – او دا ښيي چې فاعل مفرد، غبرګ دی او که جمع دی

په پښتو او سنسکرېټ کې تصریفي روستاړي دواړه د فاعل له پاره ګردانېږي. که فاعل جمع و؛ نو تصریفي روستاړی به ورسره د جمعې راځي، که مفرد و د مفرد. که فاعل نرينه يا ښځينه وي نو تاړي هم خپلو اړوند فاعلونو سره راځي.

ماخذونه:

۱ – خوېشکی، محمد صابر. (۱۳۹۵ل). پښتو معاصر ګرامر(لومړی چاپ). کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۲ – رښتين، صديق الله. (۱۹۹۴م). پښتو ګرامر(ژباړن: سید محی الدين هاشمي). پېښور: یونيورسټي بُک ايجنسي.

۳ – زیار، مجاور احمد. (۲۰۰۵م) . پښتو پښویه(ګرامر، درېیم چاپ). پېښور: د دانش خپرندویې ټولنې تخنيکي څانګه.

۴ – همای، یحی. (۱۳۹۶ل). د ژبو تاریخي تحول(درسي چپتر). کابل: کابل پوهنتون.

۵ – یمين، محمد حسين. (۱۳۹۳ خورشيدی). دستور معاصر زبان پارسی‌دری. کابل: بنګاه انتشارات میوند(بام).

6 – Ruppel, Antonia; (march 2017); The Cambridge introduction to Sanskrit; England: Cambridge university press. Page: 310

7 – Muller, Max; (1870); a Sanskrit grammar for beginners (second Edition); London: Longmans, green, and co.

[1] پاڼيني – چې  اصلاً د ګنداهارا  دی-  د سنسکرېټ ژبې مشهور ګرامر ليکونکی دی. پاڼيني لومړنی سړی دی چې ويدي ژبه یې سمه کړه، صرف و نحوه یې ورته ترتيب کړه او نوم یې پرې سنسکرېټ ( سمه کړای شوې ژبه) کېښود. وروسته بیا دغه نوم مشهور شو او دغې ژبې ته یې ته سنسکرېټ وویل شوه. نوموړي نه یوازې سنسکرېټ ژبې ته لومړی ګرامر لیکلی، بلکې د نوموړي ليکلی ګرامر په نړۍ کې تر ټولو لومړنۍ لاسته راغلی ګرامر دی چې ليکل شوی دی.

[2] پورتني جدول کې پښتو نومځري ما (ليکوال) خپل ور اضافه کړي

یادښت: دغه لیکنه د وږمې مجلې په درېیمه او څلورمه ګڼه کې هم چاپ شوې ده.

1 COMMENT

  1. په زړه پورې خوله ډیرو تیروتنو سره :
    الف : سانسکریت د بودایی دین ژبه نه ده .
    ب : دسانسکرتیت اوپښتو نژدوالی شته دی ، اوپه ډیروبرخوکې نژدیوالی لری ، خوستاسې مثالونه لږ ګونګی په دي وو چې یوازې مو کاپی کړی دی ، سمه به داوای چې دغه پرتله مو دسانسکریت پرځای له هندي ژبې سره کړی وای .
    ج : پانینی په خپله پښتون یوسفزی دی ، هغه په پښتوپوهیده او دپښتوګرامري قواعد هم ورمعلوم وو، ده په همدغه قوانین په کټ مټ ډول سانسکریت ته چې دده په زمانه کې د علم او ټولنې ژبه وه ورډالۍ کړل .
    د : پانیني سانسکریت ته ۲۳ زره لغتونه یا ويی ور ډالۍ کړي چې ترنیمایی زیاتو یې جرړه اوس له پښتوسره ګډه ده لکه (لیکل ) دغه نوم پښتو سانسکریت ته ورکړی دی ، په ویدی سانسکریت د دوی لیک اولیکلو له پاره نوم نه درلود
    بیاموهم کوراباد.
    بس اوس همدومره
    پروفیسور رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب